د علي وزیر ژوند ته د خطر په اړه اندېښنې پیدا شوې دي

د خپرېدو وخت

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د کورنۍ غړي، د غورځنګ یو شمېر ملاتړي او همدا راز د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشران وایي، له یو شمېر سرچینو یې خبر ترلاسه کړی چې د علي وزیر ژوند په خطر کې دی.

یاده دې وي چې علي وزیر څو ورځې وړاندې پېښور کې د تر نیول کېدو وروسته دا مهال په کراچۍ کې زنداني دی.‌

د نوموړي مشر ورور ملک رحمت الله په یوه ویډیویي پیغام کې د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان او د پوځ پر مشر غږ کړی چې د علي وزیر د سلامتیا ضمانت دې ورکړي.

د علي وزیر وراره عالمګیر وزیر هم بي بي سي ته ویلي، تره یې علي وزیر خپلې مېرمنې سره د تیلیفوني خبرو پر مهال هغې ته ویلي چې زندان کې نوموړي ته د شکر ناروغۍ اړین درمل نه ورکول کېږي او وېره لري چې د کومې ناروغۍ په پلمه به ووژل شي. ‌

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ډاکټر سید عالم مسید هم نن یکشنبه په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي،‌ له سرچینو خبر شوی چې د کورونا یا کومې بلې ناروغۍ په پلمه د علي وزیر د وژل کېدو دسیسه جوړه شوې ده.

‌همدا راز د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او خبرداری یې ورکړی چې که پر علي وزیر څه وشول نو پایلې به یې د پاکستاني ریاست له تصوره هم بهر وي.‌

بل لور ته د غورځنګ یو بل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي‌ محسن دوړ بي بي سي ته ویلي، په دې تړاو یې رپوټونه ترلاسه کړي، خو د سېند ایالت چارواکو ډاډ ورکړی چې علي وزیر خوندي‌ دی.‌

ښاغلي دوړ بي بي سي ته ویلي، دا موضوع یې د سېند د کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې او دوی ته اجازه ورکړل شوې چې د غورځنګ یو غړی د علي‌ وزیر لیدو لپاره زندان ته ورشي.

د پاکستان حکومت لخوا تر دې دمه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی راغلی.

علي وزیر ولې نیول شوی دی؟

‌علي وزیر د تېرې چارشنبې په ورځ په پېښور کې د ارمي‌ پبلک سکول برید کې د وژل شویو ماشومانو تلین کې له ګډون وروسته پولیسو نیولی و.

د پولیسو په خبره دغه ګام يې د کراچۍ پولیسو په وینا پورته کړی دی، ځکه چې کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی.

د پولیسو چارواکي وایي، د روانې میاشتې په اوومه نېټه د کراچۍ په سوراب ګوټ پولیسو تاڼه کې د ښاغلي وزیر پر ضد د پولیسو رپوټ تر هغه وروسته ثبت شو، چې غورځنګ هلته یوه ورځ مخکې ولسي غونډه وکړه.

که څه هم د پولیسو په دې رپوټ کې د غورځنګ د بنسټګر منظور پښتین، محسن دوړ، ثنا اعجاز، ډاکټر سید عالم مسید، عبدالله ننګیال او ځينې نور غړو نومونه هم لیکل شوي، خو پولیس تر اوسه یوازې علي وزیر نیولی دی.

نوموړی پنجشنبه د پېښور یوې ځايي محکمې ته هم وړاندې کړای شو،‌ او له هغه وروسته اوس کراچۍ ته لېږدول شوی دی.