پېښور کې د دلیپ کمار او راج کپور کورونه په موزیم بدلېږي

له ښۍ خوا راج کپور، منځ کې دیو انند او ورپسې دلیپ کمار

د عکس سرچینه، SAIRA BANO

د عکس تشریح، له ښۍ خوا راج کپور، منځ کې دیو انند او ورپسې دلیپ کمار
    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال
  • د خپرېدو وخت

د خيبر پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې له اړوند بنسټونو غوښتي چې د بالي وډ د وتلو او تاریخ جوړوونکو فلمي ستورو دلیپ کمار او راج کپور کورونه دې سرکاري یا دولتي میراث کې شامل کړای شي.

د دغو دوو پخوانیو هنرمندانو پلرني کورونه په پېښور کې دي.

د غوښتنلیک تر منلو وروسته به د دغو دواړو فلمي ستورو کورونه خوندي او په موزیم بدل کړای شي او هلته به د دوی تر څنګ د هندي سېنما د وتلي ستوري شاه رخ خان ځينې اړوند توکي هم کېښودل شي.

د خيبر پښتونخوا د موزیمونو او لرغونو اثارو ادارې مشر ډاکټر عبدالصمد د پېښور مرستیال کمېشنر ته په یوه لیک کې لیکلي چې دوی غواړي دا سيمې د تاریخي ځایونو د خونديتوب په موخه وساتي څو راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

هغه لیکلي چې له دې سره به د تاریخي ځایونو د کتلو دود او ګرځندوی صنعت هم پياوړی شي.

په دغه لیک کې همدا راز لیکل شوي چې که دغه کورونه د دولت پر ځای د کوم ملکي کس وي نو هغه ته دې يې په بدل کې بل ځای ځمکه ورکړل شي او دا دې ترې واخیستل شي.

د پېښور د مرستیال کمېشنر دفتر ویلي چې د دغه لیک تر لاسه کولو نه وروسته يې د دلیپ کمار کور او کپور حویلۍ د خپلولو لپاره کار پيل کړی دی.

د دلیپ کمار کور او کپور حویلي

حویلي

د هندي فلمي نړۍ د پخواني وتلي ستوري دلیپ کمار کور د پېښور په مشهور او تاریخي بازار قصه خوانۍ کې په خدایداد کوڅه کې دی. پخوا وختونو کې دا یوه هستوګنیزه سیمه وه خو اوس یو لوی کاروباري ځای دی.

د دليپ کمار په نوم مشهور شوی محمد یوسف خان د ۱۹۲۲ کال د دسمبر پر ۱۱ د پېښور قصه خوانۍ په همدغه کور کې زېږېدلی و. په ۱۹۳۰ کې يې کورنۍ ممبۍ ته ګډه شوې وه.

په ۲۰۱۳ کې سيمه ييز حکومت د دلیپ کمار کور ملي ملکیت بللی و.

په ۱۹۸۸ کې دلیپ کمار د خپل دغه پلرني کور کتو ته ورغلی و او درشل يې ښکل کړی و. ده هغه مهال هلته رسنیو ته د خپل وړوکوالي کیسې هم کړې وې.

په ۱۹۹۷ کې ده ته د پاکستان یو مهم مډال 'نشان امتیاز' ورکړل شو. هغه ځل هم دليپ کمار غوښتل چې خپل پلرنی کور وګوري خو هرکلي ته يې دومره ډېر خلک ورپنډ وو چې هلته تګ ورته سخت شو او نه لاړ.

په پېښور کې کپور حویلي په دلګران سیمه کې ده.

کپور کورنۍ هندي سېنما ته ګڼ فلمي ستوري ورکړي چې یو نسل يې په همدغه کور کې زېږېدلی دی.

کپور حویلي د ۱۹۱۸ او ۱۹۲۲ تر منځ کلونو کې د راج کپور پلار دیوان کپور اباده کړې وه. هغه له پنجابه پېښور ته کډن تللی و.

راج کپور هم په همدغه کور کې زېږېدلی و او د هند د نیمې وچې تر وېش وروسته دا کورنۍ هند ته تللې وه.

د موزیم جوړولو فکر

په پېښور کې کپور حویلي اوس په ډېر بد حال ده

د عکس سرچینه، SHAKIL WAHIDULLAH

د عکس تشریح، په پېښور کې کپور حویلي اوس په ډېر بد حال ده

ډاکټر عبدالصمد وايي چې د دلیپ کمار کور او کپور حویلي د پېښور په یوه لوی کاروباري مرکز کې ده. وضعیت يې ډېر خراپ دی، لويه برخه يې نړېدلې ده.

د دې کور یا حوېلۍ څښتنانو څو ځله هڅه کړې چې وداني وغورځوي او پر ځای يې پلازه جوړه کړي خو هر ځل يې چارواکو مخه نیولې ده.

ځکه چې د لرغونو اثارو د خونديتوب د قانون له مخې دا دواړه ودانۍ تاریخي ملکيت دی.

دی وايي، چې د دغو کورونو ترلاسه کولو نه وروسته به یې لومړنی کار دا وي چې پخپل اصلي حالت به يې پرېږدي او وروسته به موزیم بدل کړي.

ډاکټر عبدالصمد همدا راز وايي، په دغو موزیمونو کې به د دليپ کمار او کپور کورنۍ اړوند څيزونه، فلمونه او ځینې نور یادګارونه اېښودل کېږي.

د ده په خبره، دلته به د پېښور اصلي اوسېدونکي او د هند د وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان او ځینو نورو هنرمندانو اړوند یادګارونه هم نندارې ته کېښودل شي.

د ویډیو تشریح، د پېښور اندر شېر بازار تاریخ