چمن کې د ولسي وګړو وژل کېدو پر ضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج

بلوچستان
د عکس تشریح، کوټه کې بیا سلګونو کسانو د دغه وژل شوي کس له مړي سره د بلوچستان د ایالتي اسمبلۍ مخې ته احتجاج پېل کړی
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې له ډيورنډ کرښې سره څېرمه ځايي سوداګر او ولسي وګړي وايي، تېر مازديګر په دوستۍ دروازه باندې پاکستانيو ملېشو پر ځايي تجارانو ډزي کړې، چې په کې لږ ترلږه دوه ماشومان وژل شوي‌ او اته کسان نور ژوبل شوي دي.‌

په چمن کې بیا حکومتي سرچینې وايي، ځواکونو هوايي‌ ډزې کړې دي،‌ خو ځايي ولس بیا وايي، ډزي يې مخامخ په ولسي وګړو کړې، چې یو ۱۲ کلن هلک هملته وژل شوی او یوه بل بیا تر ټپي کېدو وروسته د کوټې په روغتون کې ساه ورکړې.

هملته په سرښار کوټه کې بیا سلګونو کسانو د دغه وژل شوي کس له مړي سره د بلوچستان د ایالتي اسمبلۍ مخې ته احتجاج پېل کړی او غوښتنه کوي، چې د هغه سرتېرو پر ضد دي قانوي ګام واخیستل شي چې د دوی په خبره پر ولسي وګړیو يې ډزي کړې دي.

د کوټې په دغه احتجاج کې د اپوزیسیون سیاستوالو هم ګډون کړی، چې ملتپال سیاستوال او د ایالتي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري احتجاج کوونکو ته په وینا کې غوښتنه وکړه، چې د دغو وژنو د پولیسو رپوټ دي د ځواکونو د لوړپوړو چارواکو پر ضد ثبت شي.

کوټه

په چمن کې د ځايي تجارانو په خبره تېر مازديګر تر هغه وروسته ځواکونو پر هغو وړو سوداګرو ډزي وکړې، چې د احتجاج کوونکو سوداګرو او امنیتي سرتېرو ترمنځ اخ و ډب وشو او وروسته ځواکونو په دې تجارانو ډزي وکړې. هملته چارواکي وايي، د چمن سیمې د مرستیال کمشنر په مشرۍ کې د احتجاج د ختمولو لپاره له ځايي تجارانو سره خبرې روانې دي.

همدلته په چمن سيمه کې د روان کال جولای میاشتې په ورته یوه نښته کې د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې لږ ترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو، چې هغه وخت هم پر ډيورنډکرښه د دوستۍ دروازې د تړلو پر ضد ځايي وګړیو او تجارانو احتجاج کړی و.

هملته په چمن کې ځايي چارواکي وايي، که څه هم نن دویمه ورځ هم د وړو سوداګرو امنیتي سرتېرو ترمنځ د اخ و ډب وړې پېښې شوې دي او احتجاج هم روان دی، خو ورسره د دوستۍ دروازه پرانيستې ده او دواړو لوریو ته له پلي تګ راتګ سره سره پر دغه دروازه تجارت هم روان دی.