پاکستان: افغانستان ته مو د روان کال اولو ۳ میاشتو کې صادرات ۱۳.۹۸٪ کم شوي

پاکستان
د عکس تشریح، په ګمرک کې سست کارونه هم د ګاډو د ځنډېدو سبب شوي دي.
    • Author, رحمان الله
    • دنده, بي بي سي، پېښور
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان د رياستي بانک د راپور له مخې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې پرتله د روان مالي کال په لومړيو درې مياشتو کې ۱۳٫۹۸ سلنه کم شوي دي.

له جولای تر سپټمبر افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه ۲۰۹.۸۶۸ ميليون امريکايي ډالرريکارډ شوې، خو تير کال دغه صادرات ۲۴۳.۹۸۰ امريکايي ډالر ثبت شوې ده.

پاکستان يو هغه هېواد دی چې له افغانستان سره یې تجارتي اړيکي د لسيزو اوږد تاريخ لري، خو دغه تجارت د څو کلونو راهسې بد اغېزمن شوی دی.

پاکستان له افغانستان سره دوه ډول تجارت کوي؛ يو افغان سوداګرو له نورې نړۍ خپل مالونه له کراچۍ بندر د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته لېږدوي.

دويم د پاکستان خپل توليدي توکي افغانستان ته صادرېږي، خو د رپوټونو له مخې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د پاکستان افغانستان په صادراتو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

د دغه کمي يو لامل د پولې سمبالولو تګلاره ده. په پېښور کې د سرحد چمبر اف کامرس مشر شېرباز غضنفر بلور د نورو لاملونو په اړه بي بي سي ته وويل:

"په ايران اقتصادي بنديزونه لګېدلي چې له کبله یې ايران په ارزانه بیه توکي افغانستان ته صادروي چې د پاکستان د صادراتو د کمي يوه وجه دا ده بله د کورونا له وجې پولې وتړل شوې چې ورسره په صادراتو منفي اغېز وشو.

شېرباز

پاکستان چې افغانستان ته کوم توکي صادروي په هغو کې مهم سیمټ، اوړه، چيني یا شکره، غوړي ، تازه ميوه او سابه یا سبزي دي.

خو افغانستان ته یې د صادراتو د کمي له وجې نه يوازې د پاکستان په اقتصاد بد اغېز شوی بلکې ورسره د بي کاري کچه هم لوړه شوې ده.

پاکستان افغانستان ته په لوی کچ دارو هم صادروي چې دې صاداراتو کې هم ډير کمی راغلی دی.

په پيښور کي د داروګانو د يوې فابريکې مالک جنيد الطاف بي بي سي ته وويل.

"افغانستان ته د هند نه ارازن بيه داروګان صاردېږي چې ورسره د پاکستان درملو ته د افغانستان د لچسپي کمه شوې ده. افغانستان کې د پاکستاني توکو د لېږد په برخه کې هم ډېرې ستونزې دي چې له وجې یې د پاکستان په صاداراتو کې کمی راغلی دی."

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ۲۰۱۹ کال سپټمبر کې تورخم دروازه د تجارت په مخ د څلريشت ساعتونو لپاره د خلاصولو پرېکړه وکړه.

هغه وخت دواړو غاړو ته سوداګرو د لومړي وزير د دغې پريکړې هرکلی کړی و، خو اوس په تورخم دروازه د عمليې یا کارمنانو کمښت او د مناسبو انتظاماتو نشتوالي له کبله د ګاډو اوږده کتارونه تر سترګو کېږي چې د ګاډو د بيرو بار او د خوراکتوکو د خرابېدو سبب ګرځي.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER

د عکس تشریح، عمران خان تېر کال تورخم دروازه د ۲۴ ګړیو لپاره پرانیسته.

په ګمرک کې د چارواکو لخوا د اسنادو د چيک کولو د چټک نظام د نشتوالي له کبله نه يوازې د ګاډو چلوونکي د سختو ستونزو سره مخامخ دي بلکې ورسره د صادراتو عمل هم متاثره کېږي.

د پېښور يو ټرانسپورټر محب الله په دې اړه بي بي سي ته وويل:

"په افغانستان کې د پاکستاني ګاډو لپاره ستونزې ډېر دي په چيک پوسټونو بډې رشتونه اخستل کېږي. په پوله اکثره د ګاډو لوی کتارونه ولاړ وي چي له وجې یې په ګاډو کرايي (ډيمارج) اوړي او خوراکي توکي هم خرابېږي."

پاکستاني چارواکي ژمن دي چې افغانستان ته د صادراتو د کچې لوړلو لپاره د چمن، انګور اډه او غلام خان په لارو هم تجارت ته وده ورکړي.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارتي اړيکي اکثره د سياسي اړيکو د ترينګلتيا ښکار کېږي.

دا کارپوهان د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخ تجارت له سياسي اړيکو د تجارتي اړيکو جلا ساتلو کې ګوري.