'چمن کې پرلت پای ته ورسېد'

د خپرېدو وخت

رپوټونو کې ویل شوي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان چمن سیمه کې سپین بولدک او چمن تر منځ د تړلې لارې خلاف احتجاج کوونکو او د بلوچستان حکومت تر منځ د خبرو له بریالیتوب وروسته احتجاج کوونکو هلته له ۶۲ ورځو راهیسې روان پرلت پای ته رسولی.

دغه پرلت له نژدې دوو میاشتو راهیسې دوام درلود، خو د پنجشنبې پر ورځ په تاوتریخوالي واوښت چې مرګژوبله هم پکې رامنځته شوه. احتجاج کوونکو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو تور پورې کړ، چې پر ملکي خلکو یې ډزې وکړې او ځینې تاسیساتو ته اور ورته کړل شو.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په چمن کې د روغتیايي چارواکيو له قوله وايي، دې پېښو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي، خو د پرلت کمېټې ویاند صادق خان اڅکزی وايي، ۷ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان دي.

په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاالله لانګو په مشرۍ حکومتي پلاوي د سوداګرو له استازو او پرلت کمېټۍ له غړو سره لیدنه کې ژمنه کړې چې د پېښې څېړنه به کېږي او مسوول کسان به له قانون سره سم سزا ویني.

د ښاغلي لانګو له قوله ویل شوي چې 'د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارې تړلو بنسټیز لامل دې لور ته د ترهګرو رااوښتلو مخنیوی دی. '

د پرلت ختمولو اعلان

په اعلامیه کې ویل شوي، د چمن سودګرۍ او صنایعو خونې، سوداګرو ټولنې او کارګرو اتحادیې د بلوچستان حکومت اقدامات ستایلي او د پرلت پای ته رسولو اعلان یې کړی.

بل لور ته په چمن کې د پرلت کمېټۍ ویاند صادق اڅکزي د پرلت پای ته رسېدل تایید کړي او په وینا یې حکومت د ځايي سوداګرو او کارګرو غوښتنې منلې دي.

نوموړی وايي، د دوی تر ټولو لویه غوښتنه دا وه چې باید د مارچ میاشتې له دویمې نېټې مخکې حالت غوندې د چمن اوسېدونکي سوداګر او کارګر بې خنډه هره ورځ د ډېورنډ کرښې بل لور ته تګ راتګ وکړي.

د ښاغلي اڅکزي په وینا اوس د دوی دا غوښتنه منل شوې او هغه سوداګر او کارګر چې پاکستاني شناختي کارتونه (پېژندپاڼې) یا افغان راهداري اسناد ولري، کولای شي هره ورځ د ډېورنډ کرښې دواړو لوریو ته ازادانه تګ راتګ وکړي.

صادق اڅکزی وايي، چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د پنجشنبې ورځې پېښو بشپړه پلټنه به کېږي او مسوول کسان به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.

د نوموړي په وینا په پېښه کې د وژل شویو کسانو خپلوانو او ټپي شویو کسانو ته د تاوان ورکولو ژمنه هم ورسره شوې ده.

له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزرات پرون (۳۰ جولای) تور پورې کړ چې افغان ځواکونو پر هغو ملکي کسانو بې دلیله ډزې وکړې چې د چمن او سپین بولدک تر منځ د 'دوستۍ دروازې ' پاکستان لور ته راټول شوي وو.

په اعلامیه کې زیاته شوې، ' د افغانستان له لوري پر پاکستاني امنیتي پوستو هم برید وشو او پاکستاني ځواکونو د خپلو خلکو ژغورلو او له ځانه د دفاع لپاره اقدام وکړ. ' په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې نه دي کړې.

رپوټونو کې ویل شوي وو، چې په چمن کې د پنجشنبې پر ورځ د مساپرو له احتجاج وروسته پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته وشوه چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

د کندهار ولایتي چارواکو پرون (جمعه) وویل چې پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک پر ځینو سیمو د توغندیو بریدونه کړي چې له امله یې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ورته مهال په یوه خبرپاڼه کې وویل، ''په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرو برخو، په تېره افغانستان او پاکستان کې د کورونا وېروس له امله بې وزله وګړي له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، پاکستان او افغانستان هوکړه کړې وه چې سوداګریزه او ترانزیتي لار به پرانیستې پرېږدي، خو د عرفات پر ورځ چې د مسلمانانو یوه مهمه ورځ ده، د پاکستان بریدونه د افغانانو لپاره د لویې اندېښنې وړ دي. ''

خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتل شوي و چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید دواړه هېوادونه له موجوده پوځي او دیپلوماتیک میکانیزم ګټه واخلي.