تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ثمر هارون بلور: د مېړه د وژنې بدل مې په سیاست واخیست
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
له نن دوه کاله وړاندې په همدې ورځ چې هارون بلور له کور ووت، نو مېرمن يې ورته وویل، چې ماښام پر وخت کور ته راشئ. هارون د وختي راتلو ژمنه ور سره وکړه. لاکن!!! هغه بیا کله هم نه راغی.
دوه کاله وړاندې د پېښور په یکه توت سیمه کې یوه ځانمرګي د انتخابي کمپاین یوه غونډه هدف کړه، چې پکې د عوامي نېشنل ګوند غړی هارون بلور او د دې ګوند تر شلو زیات نور غړي ووژل شول.
نن د هارون بلور دویم تلین لمانځل کېږي، خو د هغه له مېرمن او کورنۍ سره دوه کاله وروسته هم د دې پوښتنې ځواب نشته، چې هارون بلور چا او ولې وواژه.
هو! دومره ده چې په ټول ټاکنو کې برخه اخیستل او سیاست ته له راتللو سره يې د خپل مېړه "د وژنې بدله واخیسته".
هارون بلور په ۲۰۱۸ عیسوي کال کې د ټول ټاکنو کمپاین کې هغه مهال ووژل شو، چې د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ لپاره له پي کې ۷۸ حلقې کاندید وو.
د هارون بلور تر وژنې وروسته د هغه مېرمن ثمر هارون بلور له همدې حلقې په ټاکنو کې ګډون کوي او همدا څوکۍ ترلاسه کوي.
روان کال د جون میاشتې پر ۴مه نېټه د عوامي نېشنل ګوند له مرکزي دفتره یوه خبرپاڼه کې وویل شول، چې دې ګوند د خیبرپښتونخوا د ایالتي ویاندې څوکۍ ثمر هارون بلور ته ورکړې.
د عوامي نېشنل ګوند پر همدې څوکۍ تر مرګه هارون بلور ناست وو او داسې ثمر هارون بلور له کوره نیولې تر ایالتي اسمبلۍ او له اسمبلۍ نیولې تر ګوند د خپل خاوند ټولې ذیمه وارۍ په خپلو اوږو کړې.
د خپل خاوند د وژنې د پېښې په هکله ثمر هارون بلور وايي، تردې پېښې وروسته يې له ټاکنو او سیاست کرکه شوې وه، خو د زوی په خوله يې په ټاکنو کې برخه واخیسته:
"هغه وخت زما د ټاکنو او سیاست ان له ټکیو(نومونو) لا کرکه شوې وه، خو زما مشر زوی دانیال تر ټولو لومړی وویل، چې زما د پلار ځای به زما مور نیسي".
د ثمر هارون بلور په خبره، تردې وروسته يې بیا کورنۍ، ګوند او د سیمې خلکو د ملاتړ اعلان وکړ او په ټاکنو کې يې برخه واخیسته.
د خسر او خاوند تر وژنو وروسته له همغې سیمې ثمر هارون بلور د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ ته بریالۍ کېږي. اغلې ثمر د بریالیتوب د شپې په هکله له بي بي سي سره مرکه کې وویل، دا او ټوله کورنۍ يې تر خوشالۍ زیات خپه وو:
"ما او زموږ ټول کور هغه شپه ښه ډېر وژړل. په کور کې مو دومره ګڼه ګوڼه وه، چې د پښې ایښودو ځای نه وو، موږ د خوشالۍ پر ځای خپه وو".
د خاوند تر وژل کېدو وړاندې به ثمر هارون بلور په کور وه، خو تر دې پېښې وروسته هغې د سیاست په ډګر کې قدم کښېښود.
د دې دوه کلن سیاسي یون د ستونځو په هکله ثمر بلور وايي، د دې لپاره په ټاکنو کې برخه اخیستل او ګټل دومره ګران نه وو، لکه څنګه چې اوس په اپوزیسيون کې بې له بودیجې د خلکو خدمت کوي:
"زما سره ټول خلک، ګوند او کورنۍ په ټاکنو کې ملګري وو، ځکه ټاکنې راته ډېرې ګرانې نه وې. اصل کار خو مې اوس دی، چې په اپوزیسيون د خلکو کارونه وکړم".
د پېښور له همدې سیمې د ثمر هارون بلور خسر بشیر احمد بلور له ۱۹۹۰م عیسوي کال بیا تر ۲۰۱۲ پورې پنځه ځلې د ایالتي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.
په ۲۰۱۲م عیسوي کال کې د بشیر احمد بلور تر وژنې وروسته د هغه زوی هارون بلور د همدې څوکۍ لپاره کاندید شو، خو بریالی نه شو.
د ۲۰۱۸م عیسوي کال د ټول ټاکنو لپاره بیا هم له همدې څوکۍ هارون بلور بیا کاندید شو، خو د ټول ټاکنو ورځ يې ونه لیده.
بلور کورنۍ ولې بیا بیا هدف شوه؟
د پېښور بلور کورنۍ د عوامي نېشنل ګوند د لکونو پلویانو په څېر ځان د عدم تشدد د سرلاري باچاخان پلویان بولي او تل يې د مرمۍ پر ځای د رايې پر واک باور کړی.
اتیا کلن سپين ږیری غلام احمد بلور اوسمهال د پېښور د بلور کورنۍ مشر بلل کېږي. دې سپين ږیري په تېرو شاوخوا درویشتو کلونو کې د خپل یواځيني زوی شبیر احمد بلور، د ورور بشیر احمد بلور او وراره هارون بلور مړیو ته اوږه ورکړې.
دا درې واړه د سیاست په ډګر کې وژل شوي دي. د غلام احمد بلور یواځینی زوی شبیر احمد بلور په ۱۹۹۷ عیسوي کال کې د ټول ټاکنو په ورځ د مخالف کاندید د پلویانو له لوري په ډزو ووژل شو.
د ۲۰۱۲ په ډیسمبر کې بیا د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې په یوه ځانمرګي برید کې د همغه وخت د خیبرپښتونخوا ایالت مشر وزیر او د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال بشیر احمد بلور ووژل شو.
تردې پېښې پنځه کاله وروسته بیا د بشیر احمد بلور يواځینی زوی هارون بلور په یکه توت کې په یوه بل ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د ثمر هارون بلور په خبره، د بلور کورنۍ او عوامي نېشنل ګوند اړیکې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې دي او د دوی کورنۍ يې هم د عوامي نېشنل ګوند له امله هدف شوه، ځکه چې یاد ګوند هم د وسلوالو هدف وو.
د دې ګوند د ایالتي ویاندې ثمر هارون بلور په خبره، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د دوی د ګوند تر زرو زیات سیاستوال او پلویان په ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.