منظور پښتین: د پاکستان حکومت سره با مقصده خبرو ته چمتو یو

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې د پاکستان حکومت له لوري غورځنګ سره د خبرو وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي، دوی خبرو ته چمتو دي، خو باید حکومت ورسره جامع او بامقصده خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر پرویزخټک تېره اونۍ په یوه بیان کې ویلي وو،‌ چې دوی له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرو اترو ته تیار دي او د غورځنګ غوښتنې د مذاکراتو له لارې هوارول غواړي.

خو د منظور پښتین په خبره په تېر کې له دوی سره بیا بیا داسې شوي، چې له یوې خوا ورسره خبرې روانې وي او له بلې خوا پرې بریدونه وکړي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

"که د خړ کمر پېښه وه او که د واڼه برید، دواړه وارې له موږ سره خبرې روانې وې،‌ خو زموږ پر ملګرو بریدونه وشول".

ښاغلی پښتین وايي،‌ غورځنګ له لومړۍ ورځې راهیسې هر ډول خبرو اترو ته تیار دی، خو باید دغه خبرې یوازې د وخت تېرول نه وي.

منظورپښتین زیاتوي، د خبرو په اړه د دفاع وزیر پروېز خټک له وړاندیز وروسته دا نه دي ورته ویل شوي، چې څه ډول مذاکرات کوي او کله به يې کوي.‌ خو د ده په خبره غورځنګ به له خپلو ملګرو سره ژر په همدې موضوع سلا مشورې وکړي.

منظورپښتین او د غورځنګ ځينو نورو مشرانو وړاندې بیا بیا ویلي وو،‌ چې دوی به خبرې له هغه چا سره کوي، چې واک لري او له بې واکو خلکو سره به مذاکرات ونکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوسنی حکومت یا پرویزخټک ورته رښتیا واکمن ښکاري که نه او ایا له دوی سره د مذاکراتو په پایله کې به يې غوښتنې ومنل شي، ښاغلي پښتین وویل:

"که څه هم ستونزې تر ډېره د پوځي عملیاتو له امله پيدا شوې او ځواب يې هم پوځ ویلی شي،‌ خو د پاکستان له اساسي قانون سره سم پوځ تر حکومت لاندې دی او دا چې موږ ته یې د خبرو وړاندیز کړی،‌ نو د حکومت به په ځان باور وي،‌ چې زموږ غوښتنې ومني. دا د حکومت لپاره یو امتحان هم دی. که چېري يې په مذاکراتو کې زموږ غوښتنې هوارې نه کړې نو خلکو ته به هر څه جوت شي"

منظورپښتین بي‌ بي‌ سي‌ ته وویل، د دوی او حکومتي چارواکو ترمنځ پخوانۍ خبرې هم ځکه ناکامه شوې چې خپله واکمن سره یوه خوله نه وو. نوموړی وایي:

"زما په فکر زموږ تېر مذاکرات ځکه بې نتیجې وو‌ چې ماته ښکاري په پوځ کې جنرالان سره یوه خوله نه وو. زما په اند ځينو خبرې غوښتنې،‌ خو ځينو يې لکه چې پر ضد وو،‌ ځکه به زموږ پر ملګرو بریدونه کېدل".