پېښور روغتون کې لسګونه ډاکټران او نرسانې په کورونا وېروس اخته شوي‌ دي

د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا ایالت د عامې روغتیا چارواکو منلې ده چې د پېښور مشهور لېډي ریډنګ روغتون د زېږنتون برخه کې کابو ۳۵ تنه عمله په کورونا وېروس اخته شوي دي.‌ په دې کسانو کې ډاکټران، نرسانې او د عملې ځینې نور کسان شامل دي.‌

د دې برخې د ګڼو کارکوونکو معاینه شوې وه او نن دوشنبه یې د لسګونو هغو پایله مثبته را وختله.

له دې مثبتو پایلو وروسته د لېډي ریډنګ روغتون چارواکو د زېږنتون برخه په موقتي توګه تړلې ده.‌ دوی وایي‌ چې دا پرېکړه یې له مجبورۍ کړې ده او ټولو اغېزمنو کسانو ځانونه قرنطین کړي‌ دي.‌

پاکستان کې روغتیاپالان بیا بیا ګیله کوي چې د کورونا وېروس له کبله یې ژوند او روغتیا په خطر کې دي.‌

د کوټې په ګډون یو شمېر ښارونو کې ډاکټرانو د کورونا ضد اړینو وسایلو او خوندي کالیو د نشتون پر ضد احتجاجونه هم کړي‌ دي.‌

په پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی دی او تر دې دمه ۴۷۱ کسان ترې مړه شوي دي.

بل لور ته لومړي وزیر عمران خان نن دوشنبه اعلان وکړ چې حکومت به ګام په ګام د لګېدلیو محدودیتونو نرمولو چاره پیلوي.

نوموړي وویل، د پاکستان اقتصادي ستونزو او د عامو مزدورکاره وګړو اړتیاو ته په کتو حکومت د بندیزونو نرمولو پرېکړه کړې ده.

خو نوموړي پر رضاکارانو غږ وکړ چې باید د کورونا وېروس پر ضد عامه پوهاوی خور کړي.

لنډي کوتل کې د ایسارو افغان کډوالو احتجاج:

بل لور ته سلګونو هغو افغان کډوالو چې دا مهال په پاکستان کې ایسار پاتې دي، نن دوشنبه په لنډي کوتل کې احتجاج کړی.

دوی له پاکستاني او افغان چارواکو غوښتنه کوله چې باید افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.

پاکستان د مارچ میاشتې په نیمایي کې له افغانستان سره د تورخم او چمن لارې وتړلې، چې ورسره زرګونه افغانان د پاکستان بېلابېلو برخو کې ایسار پاتې شول.

که څه هم تېره میاشت دا لار د درېیو ورځو لپاره پرانیستل شوه، خو لا هم ګڼ شمېر کسان پاکستان کې ایسار پاتې دي.