تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ خیبر پښتونخوا کې ښوونیزې ادارې وتړل شوې
د پښتونخوا روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دغه صوبه کې ټولې ښوونیزې ادارې سملاسي تړي.
د پښتونخوا د روغتیا وزیر تیمور سلیم جګړا د اطلاعاتو وزیر اجمل وزیر سره ګډه خبري غونډه کې زیاته کړه، سر له نن( د مارچ ۱۳) تر پنځلسو ورځو هر ډول ښوونیزې ادارې تړل کېږي.
نوموړي دا هم وویل، چې په لیلیو یا شپه غالو کې له زدکوونکو هیله کېږي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
هغه وویل، لا هم پښتونخوا کې د کورونا کومه پېښه نشته، خو د احتیاطي تدابیرو لپاره دا کار کوي.
له دې وړاندې او د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سیند صوبه کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روان کال د مې میاشتې تر ۳۰ یا نږدې دوه نیمو میاشتو لپاره د دې صوبې د ښوونیزو ادارو د تړلو پرېکړه وشوه.
د سیند اعلی وزیر سید مراد علي شاه په مشرۍ د صوبايي کابینې ځانګړې ناسته کې د ښوونیزو ادارو د تړلو پرېکړه وشوه.
د سیند حکومت د پاکستان کرېکټ بورډ ته سپارښتنه کړې چې کراچۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ پاتې لوبې له نندارچیانو تشو لوبغالو کې وشي.
پاکستان کې له کورونا د اغېزمنو شمېر اوس ۲۱ کسان بلل کېږي چې دوه پکې بېرته رغېدلي هم دي.
پر سیند سربېره پنجاب او بلوچستان کې هم پر کورونا کسان اخته شوي دي.
پنجاب کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی او بلوچستان کې هم د مارچ تر ۳۱ ښوونځي تړل شوي دي.
د ګلګت بلتستان په سکردو کې هم یو کس په کورونا اخته شوی دی.
له بلې خوا د پاکستان بلوچستان کې هم صوبايي حکومت ورځانه درې لکو ډېرو کسانو ته په موبایل ټلېفون د کورونا ویروس اړوند پیغامونه لېږي.
د صوبايي حکومت د اعلامیې له مخې، دې پیغامونو کې خلکو ته د کورونا ویروس نښې او د احتیاطي تدبیرونو اړوند مالومات وي.
پاکستان د مارچ په دویمه د کندهار- بلوچستان ترمنځ د سپین بولدک دروازه وتړله.
بل لورته ویل کیږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت د لنډمهال لپاره افغان وګړو ته د ویزې نه ورکول د ځنډولي دي. خو په خپله سفارت په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچېنې بي بي سي ته وویل چې د پاکستان سفارت ورته ویلي چې پنجشنبه یې د وزیرې ورکړه ځنډولي، خو د راتلونکي په اړه یې پرېکړه نه ده کړې.
له دې مخکې هند ویلي و چې د افغانستان په ګډون د د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په موخه د څو هېوادونو وګړو ته ویزې نه ورکوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې چې د چارشنبې( د مارچ ۱۱) کورونا وبا اعلان کړه، نو ور پسې امریکا، هند او سعودي عربستان له نورو هېوادونو سره پر تګ راتګ نوی بندیز ولګاوه.
افغانستان کې کورونا
د کوورنا ویروس له امله د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبد العلي مزاري د تلین کېدونکې غونډه لغوه شوه.
په همدې مناست افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډويي پيغام کې چې د ویم مرستیال سرور دانش یې هم تر څنګ ولاړ دی، وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان د خبرداري او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنې له مخې دا غونډه لغوه شوه.
بل لورته ویل کیږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت د لنډمهال لپاره افغان وګړو ته د ویزې نه ورکول د لنډ مهال لپاره ځنډولي دي. خو په خپله سفارت په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.
تر اوسه افغانستان کې د کورونا ویروس ۱۶۵ شکمنې پېښې معاینه شوې، چې اوه یې مثبتې بلل شوې؛ پنځه هرات او دوه هم شمالي ولایت سمنګان کې.
په دې اوو کې شپږ کسان له ایران افغانستان ته ستانه شوي او وروستي ناروغ هم له دوی سره تماس درلود