د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند ریښتیا هم له پوځ تښتېدلی؟

احسان اللہ احسان
د عکس تشریح، احسان الله احسان
د خپرېدو وخت

د پاکستان خواله رسنیو کې ویډیو پیغام چلېږي چې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان بلل کېږي او نوموړی دعوه کوي چې له پوځ تښتېدلی.

تراوسه ازادو سرچینو دا نه ده تایید کړې چې دا پیغام د احسان الله احسان دی او که نه.

بي بي سي چې د پاکستان د پوځ له عامه اړیکو ادارې سره تماس ونیو، نو دې ادارې هم وویل، چې په دې هکله څه نشي ویلی.

اول ځل د هند ورځپاڼې سنډې ګارجین تېره میاشت دا خبر خپور کړ، خو په ځواب کې یې چارواکو څه ونه ویل.

احسان الله احسان ته منسوب ویډیو پیغام کې نوموړی وايي: د ۲۰۱۷ کال د یوه تړون له مخې یې ځان د پاکستان څارګرې ادارې ته سپارلی و.

هغه زیاتوي، درې کاله په دې تړون ودرېد، خو امنیتي ادارو له مېرمنې او بچیانو سره بندي کړی و.

احسان اللہ احسان نے بحثیت ٹی ٹی پی کے ترجمان ملالہ یوسفزئی پر حملے کی ذمہ داری بھی قبول کی تھی۔

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو د ویاند په توګه د ملاله یوسفزۍ د ټپي کولو مسوولیت هم منلی و.

نوموړی دعوه کوي چې دې دریو کلونو کې د پاکستان پوځ له ده سره په ژمنو ونه درېد او د تړون خلاف ورزي یې وکړه، ځکه مجبور شو چې د ځان اېستلو لپاره پر پلان کار و کړي.

د دوو دقیقو ویډیو کې احسان الله احسان دا هم وايي، چې د جنورۍ په ۱۱ په تېښته بریالی شو.

دې ویډیو کې دا هم راغلي چې د پاکستان د پوځ او ادارو او د ځان سپارلو او بیا تښتېدلو په هکله نور مالومات به وروسته خپاره کړي.

د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې د پاکستان پوځ د احسان الله احسان د اعتراف پیغام وړاندې کړ، چې پکې یې ویل د هند څارګرې ادارې ته یې کار کاوه.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې له خوا په هغه خپاره شوي بیان کې نوموړي ویلي وو، چې اصلي نوم یې لیاقت علي دی او د مومند ایجنسۍ اوسېدونکی دی.

هغه دا هم وویل، چې له دې ډلې سره د لسو کلونو د تجربې له مخې طالبان د اسلام په نوم خلک په تېره ځوانان بې لارې او له ځان سره ملګري کوي:

طالب مشران په خپلو خبرو او دعوو پوره نه درېږي.

لیاقت علی المعروف احسان اللہ احسان

د عکس سرچینه، facebook

هغه په دغه پیغام کې- چې د پاکستان پوځ خپور کړـ دا هم ویلي و چې د افغانستان ملي امنیت او د هند را دې ډلې ته موخې ټاکي او چې کله یې ترلاسه کړي نو بیه یې هم ور کوي.

احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو د ویاند په توګه پر ملاله یوسفزۍ د برید مسوولیت هم منلی و.

د ۲۰۱۷ کال اپرېل کې د پاکستاني پوځ له خوا د احسان الله احسان تر پیغام خپرېدو څو ورځې وروسته نوموړي د پاکستان له جیو نیوز تلوېزون سره هم مرکه کړې وه.