پاکستان کې سختې زلزلې اسلام اباد او نور ښارونه ولړزول

د خپرېدو وخت

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، لاهور، پېښور او دغه راز د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر بېلا بېلې سیمې سختې زلزلې لړزولې دي. د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر یو چارواکی ګلفراز خان وايي، د زلزلې له کبله د ۱۹ کسانو مړینه او د نژدې ۳۰۰ کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.

خو بل لور ته د پاکستان بېړنیو مرستو همغږې کونکې ادارې این ډي ایم مشر ډګر جنرال محمد افضل په یوه خبري غونډه کې د مړو کسانو شمېر ۱۰ کسان ښيي.

د امریکا یونایټیډ سټېټس جیولوجیکل سروې ادارې او دغه راز په پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي، د ریکټر په کچه د زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې و او مرکز د پاکستان پنجاب له جهلم ښاره پنځه کیلومتره لرې و.

د بي بي سي خبریال مرزا اورنګزیب وايي، جهلم کې یو سړک نړېدلی او افضل پور سیمې ته نژدې یو پل نړېدلی دی.

د پاکستان کې د مرستندویه چارو همغږې کوونکې ادارې ( این ډي ایم) مشر جنرال محمد افضل شخصي ټلویزیون حیو سره خبرو کې وویل، زلزلې د میرپور او جهلم سیمې اغېزمنې کړې دي.

نوموړی وايي، درې، څلورو ساعتونو کې به د اوښتي زیان په اړه معلومات وړاندې شي. تر اوسه په میرپور سیمه کې یوې ماشومې په ګډون د څلورو کسانو وژل کېدو او ټولټال ۵۰ کسانو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ماهرین وايي، د زلزلې مرکز په ځمکه کې لس کیلومتره ژور و. د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، دوی ته تر اوسه د کوم زیان رپوټ نه دی رسېدلی.

د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر په میرپور، بمبر، کوټلي، باغ، راولاکوټ، هټیان او نیلم سیمو کې د زلزلې چټکې محسوس شوې دي.

بل لور ته د پاکستان پوځ رسنیز مرکز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي چې مرستندویه ډلې د هوا او ځمکې له لارې لېږل شوې دي.

۔