تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پاکستاني ملت ته د مودي پیغام"
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یوه ټوېټر کې ویلي، چې د پاکستان ورځ په مناسبت د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د پاکستاني ملت لپاره د نېکو هیلو پیغام استولی دی.
هغه ټوېټ کې زیاتوي د نرېندر مودي پیغام ورته رسېدلی، چې د پاکستان ورځې(یوم پاکستان) په پلمه د پاکستان ولس ته نېکې هیلې او مبارکي پکې ده:
"مودي خپل پیغام کې دا هم زیاته کړې چې اوس وخت د دی چې د هند نیمه وچې خلک له ترهګرۍ او تاوتریخوالي پاک ماحول کې د جمهوریت، امن، پرمختګ او ټیکاو لپاره کار وکړي".
د پاکستان د لوموړي وزیر له خوا د هندي سیال د پیغام شریکولو سره ټوېټر کارنو حیرانتیا او خوښي ښودلې ده.
د ځینې کسانو په اند، د عمراخان د پالیسي له وجې اوس نرېندر مودي هم په سوله ییز انداز خبرې کوي.
خو نور خلک پر دغه پیغام بې باوري ښيي او پوښتنه کوي چې عمران خان ولې د دغه پیغام کاپي نه خپروي.
ځیې یې هم یو ټاکنیز ګوزار بولي.
یوه ټوېټر کارن نجده د عمران خان د ټوېټ ځواب کې ویلي: ځه دا نېکې هیلې ومنه او د انسانیت او امن لپاره دوعا وکړه.
خو ابوصارم لیکي: "اوس اوښ د غره لمنې ته ورسېد".
نورو بیا شک ښودلی او فکر یې کړی چې مودي دا ډول پیغام نه دی استولی.
ګبر او ساجد سني له عمران خان غوښتي چې د مودي د پیغام سکرین شاټ خپور کړي.
فهد امازی لیکي: "ښه خبره ده خو که دا پیغام مو د مودي په ایکاونټ لیدلی وی، لا ډېره ښه خبره وه".
نوموړي عمران خان ته وايي: "ته اوس د مودي ویاندي کوې دا به لا ښه کار و چې مودي ستا د ټلیفون له نه ځوابولو وروسته تاسو ته پیغام استولی وی".
عمران ایوب هم باور نه لري چې د هند لومړي وزیر دا پیغام استولی وي.
"له داسې سړي دا ډول هیله نشي کېدلی، چې د ټاکنو لپاره خپل پوځ وژني".
خو راحیل خان خبرداری ور کړی چې د مودي له پخواني پیغام وروسته پر بالاکوټ برید وشو:
"زموږ ونې یې ووژلې".