له ژمنو سره هم قبایلي سیمې له مخابراتي شبکو بې برخې دي

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

قبایلي سیمو کې له پوځي عملیاتو وروسته د ځايي اوسېدونکو یوه مهمه غوښتنه تر اوسه نه ده منل شوې. که څه لومړي وزیر او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ژمنې کړې، خو تر اوسه باجوړ کې ۳ جي- ۴ جي انټرنېټي خدمتونه او شمالي وزیرستان کې موبایل ټیلیفون خدمتونه نه دي فعال شوي.

د پاکستان مخابراتي شرکتونه وايي، د کورنیو چارو وزارت له رسمي امر پرته دغه فعالیتونه نه شي فعالولای. له پوځي عملیاتو مخکې دې سیمو کې موبایل او انټرنېټي فعالیتونه موجود وو.

دا وروستیو کې د باجوړ سیمې یوې غونډې ته وینا کې لومړي وزیر عمران خان ژمنه وکړه چې سیمه کې به د موبایل انټرنېټ تهري جي او فور جي فعالوي، خو له دې ژمنو سره هم تر اوسه دې لړ کې عملي اقدام نه دی شوی.

بل لور ته شمالي وزیرستان کې له یوه سره مخابراتي شبکې غیر فعالې دي او د اعلی وزیر محمود خان له اعلان سره هم دې سیمه کې نه خو مخابراتي شبکې فعال شوې او نه یې هم د سیمې خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د یو فون نومې یوې مخابراتي شبکې یو مسوول وايي، تېره ورځ یې باجوړ کې په ازمایښتي ډول فعالیت پیل کړی دی، خو تر څو چې د کورنیو چارو وزارت او مخابراتي شبکو همغږې کونکې ادارې پي ټي اي له لوري رسمي اجازه نه وي تر لاسه کړې، نه شي کولای خپل خدمات وړاندې کړي.

لومړي وزیر عمران خان دا هم ویلي، چې قبایلي سیمو کې یې هر کال د سلو میلیاردو روپیو پرمختیايي پروژو پیلولو لپاره کاري ډلې سیمې ته لېږلې دي. خو شنونکي وايي، د سلو میلیاردو روپیو لګښت پرمختیايي پروژې به د حکومت لپاره لویه ننګونه وي.