تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باجوړ کالج،له محصلینو ډېره برخه یې امنیتي ځواکونو نیولې
د باجوړ سیمې یوه کالج محصلین وايي، له دې کبله د زده کړو پر مهال کړکیو کې ناست وي یا په ولاړه د استادانو خبرې اوري، چې د پوهنځي ډېره برخه کې یې د امنیتي ځواکونو کسان مېشت دي.
محصلین وايي، د کالج ودانۍ اته خونې لري، چې دوې یې ښوونکي او رییس استعمالوي او پاتې شپږ خونې د اته زره محصلینو لپاره دي.
یو شمېر محصلین وايي، دوی ځکه وختي هلته د رسېدو هڅه کوي، چې د کېناستو لپاره ځای ومومي.
د محصلینو یوې اتحادیې(پښتون سټوډنټس فېډرېشن) مشر لال زمان پښتون یار د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته وویل، د دوی کالج په څلورو برخو وېشل شوی، چې درې برخې یې امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوې او یوه برخه یې د ښوونې او زده کړې لپاره استعمالېږي.
د باجوړ ماموند سیمې د بر خلوزو دغه دولتي کالج ودانۍ کې د امنیتي ځواک اوسېدو خلاف یو شمېر ځايي مدني فعالانو او کالج محصلینو مظاهره هم کړې.
دوی وايي، غوښتنه یې دا ده، چې پوځیان د کالج له ودانۍ بل ځای ته ولېږدول شي او کالج د لابراتوار او کتابتون په ګډون په اړینو تجهیزاتو مجهز شي.
یوه محصل مصباح الدین بي بي سي ته وویل، دوی ډېری وخت له ټولګي بهر وتلو ته زړه نه ښه کوي، ځکه په وینا یې د ودانۍ ډېرو برخو کو وسله وال سرتېري لیدل کېږي او دوی له یو ډول ذهني فشار سره مخامخ وي.
اووه کاله مخکې په سیمه کې د پوځي عملیاتو لپاره ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د کالج ودانۍ کې دېره شي.
هغه مهال د پوځي عملیاتو له پیله وروسته د سیمې خلکو کور، کلی پرې ايښی و، خو د عملیاتو له بشپړېدو وروسته ځايي خلک خپلو مېنو ته ستانه شول او کالج کې بېرته د تعلیم لړۍ روانه شوه.
د محصلینو په خبره کالج کې د هنرونو، انجینرۍ او طب په ګډون د یو شمېر مضامینو زدکړه ورکول کېږي.
قبایلي سیمو (فاټا) کې چې اوس خیبر پښتونخوا کې ضم شوې، له پوځي عملیاتو مخکې امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د ښوونځیو په ګډون دولتي ودانیو کې واوسي.
ویل کېږي اوس هم د سیمې یو شمېر ودانیو کې امنیتي ځواکونه مېشت دي یا د دولتي چارو لپاره استعمالېږي، خو د فاټا ادارې یا سکرتیریت ویاند عبدالسلام وزیر وايي، اوس په هېڅ یوه ښوونځي یا کالج کې امنیتي ځواکونه نه شته.
نوموړی وايي، پوځیان له عملیاتو وروسته له ټولو ودانیو وتلي او دغو ودانیو کې د زدکړو لړۍ پیل شوې ده. ښاغلی وزیر وايي، د دغو ودانیو په ترمیم او بیا رغاونه کې ځايي ادارو او امنیتي ځواکونو مهم رول لوبولی دی.