باجوړ کې د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي مرکز تړل شوی

د خپرېدو وخت

بې پولې ډاکټرانو ایم ایس ایف په یوه اعلامیه کې اندېښنه ښودلې چې په باجوړ ایجنسۍ کې به د دوی د روغتیايي مرکز تړل کېدو سره به زرګونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

دا چې ولې له کورمې ایجنسې وروسته په باجوړ کې هم د بې پولې ډاکټرانو د فعالیت پای ته رسولو غوښتنه شوې ایم ایس ایف یې په اړه ناخبري ښيي او په اعلامیه کې زیاتوي چې پاکستاني چارواکو د دغې پرېکړې لامل نه دی په ډاګه کړی.

د یاد بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستاني چارواکو دغې پرېکړې چې نور یې په سیمه کې د دوی د فعالیت جواز له نوي کولو ډډه کړې، دوی خواشیني کړي دي. دایم ایس ایف باجوړ څانګې په مومندوایجنسۍ کې مېشتو خلکو ته هم روغتیايي اسانتیاوې برابرولې.

په باجوړ کې د بې پولې ډاکټرانو د فعالیت په پای ته رسېدلو سره به په ټولو قبایلي سیمو کې دغه نړیوال مرستندویه بنسټ نور هېڅ ډول فعالیت نه لري.

قبایلي سیمو کې چې اوسېدونکې یې د پاکستان د نورو سیمو پرتله له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي، همدا لامل دی چې ایم ایس ایف په څېر بنسټونه روغتیايي خدمتونه په تېره د بېړنیو حالاتو او مور- ماشوم د روغتیا په برخو کې ډېر اړین بلل کېږي.

ویل کېږي وروسته له هغه چې ایبټ اباد سیمه کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، پاکستان د نادولتي بنسټونو پر فعالیت د کړۍ د تنګولو هڅې کړي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې ښايي د دغه اقدام هدف په سیمه ییزه کچه د معلوماتو تر لاسه کولو مخنیوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، د تش په نامه واکسین کارکوونکو پر مټ په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د ځای ځایګي په اړه معلومات تر لاسه شوي وو او بیا امریکايي ځواکو د هغه پر کور عملیات وکړل.

له هغې پيښې وروسته په پاکستان او په تېره په قبایلي سیمو کې د نادولتي بنسټونو د فعالیت مخه ډب کړل شوې ده.