تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پېښور روغتون کې څوکيدار ناروغان معاینه کړي
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي/پښتونخواه
- د خپرېدو وخت
د خیبر پښتونخوا دویم لوی دولتي روغتون 'خیبر ټیچینګ هسپتال ' کې د ادعا له مخې د یوه څوکيدار په لاس د ناروغانو معاینه کولو له پېښې وروسته د څېړنې امر شوی.
د روغتون ویاند فرهاد خان بي بي سي ته وویل، تېره شپه ناوخته د روغتون ساتونکی یا څوکيدار د ډاکټر یا نرس لپاره پر ځانګړې څوکۍ ناست و او د ناروغانو وینې فشار یې معاینه کاوه.
د دغې پېښې تصویرونه په سیمه کې پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس شوي دي.
د ویاند په خبره دا د روغتون بېړنیزو طبي مرستو څانګې ته څېرمه یوه ځانګړې خونه ده، چې پکې د ناروغانو له لومړنیو معایناتو وروسته ناروغان متخصص ډاکټر ته استول کېږي.
د روغتون له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د پېښې په تړاو شپږ طبي کاروکونکي چې ډاکټران او نرسان په کې شامل دي، معطل شوي دي او د ناروغانو معاینه کونکی څوکېدار له دندې شړل شوی دی.
د یوې پوښتنې په ځواب کې د روغتون ویاند وویل، د روغتون چارواکي څوکېدار د روغتون هرې برخې ته لېږلی شي.
ښاغلی فرهار زیاته کړه، کېدای شي یو چا شوخي کړې وي او د نرس پر څوکۍ یې د څوکېدار له کښېنولو وروسته د هغه تصویرونه اخیستي وي، خو په وینا یې دا به د څېړنې له بشپړېدو وروسته معلومه شي، چې څه پېښ شوي دي. هغه وايي:
'دا هم کېدای شي، چې د اړتیا له مخې نرس بهر ته وتلې وي او پر ځای یې څوکېدار د ناروغانو وینې فشار معاینه کاوه. '
د خیبر پښتونخوا په ګډون پاکستان کې له دې مخکې هم داسې پېښې شوې چې د جعلي او بې سنده ډاکټرانو له لاسه د ځینې ناروغانو ناروغي سخته شوې او یا یې ان ژوند له لاسه ورکړی دی.