تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د 'هندوستان زنده باد' لیکلو له کبله ځوان پولیسو نیولی
- Author, ذیشان علي
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
پاکستان کې پولیسو هغه ځوان نیولی چې د کور پر بهرني دیوال یې ژوندی دې وي هندوستان شعار لیکلی و. پولیسو دغه ځوان د خیبر پښتونخوا په هري پور سیمه کې نیولی دی. د پولیسو رپوټ کې د نیول شوي ځوان عمر ۲۰ کاله او نوم یې ساجد شاه لیکل شوی دی.
پولیس وايي له معلوماتو تر لاسه کولو وروسته پولیس د دغه سړي کور ته ورغلل او ویې لیدل، چې د کور پر بهرني دیوال یې 'هندوستان زنده باد ' لیکل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه سړي ولې پاکستان کې د خپل کور پر دیوال دغه شعار لیکلی دی.
له دې مخکې پاکستاني پولیسو پنجاب ایالت کې عمر دراز نومي سړی ځکه نیولی و، چې وايي د کور پر چت یې د هند بیرغ ټومبلی و.
ویل کېږي دغه ځوان د پاکستاني قانون د ۵۰۵ مادې له مخې نیول شوی دی، چې پاروونکې، له تعصب او تبعیض ډکې، کرکه خپرونکې څرګندونې یا د پوځي چارواکو د دندو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو په څېر مسایل رانغاړي.
د پاکستان سترې محکمې کې د بشري حقونو یو مدافع وکیل ذوالفقار بهټه وايي، دا باید معلومه شي، چې دغه ځوان ولې دغه شعار لیکلی دی.
نوموړی زیاتوي 'او دا به څنګه معلومېږي، چې نوموړي د څه ډول نیت له مخې داسې لیکل کړي دي؟ '
ښاغلی بهټه وايي:
''که دغه ځوان د کوم دښمن هېواد په خوله داسې کړي وي، یا یې له هغوی پېسې اخیستې وي او یا یې د چا په لمسون دغه کار کړی وي، خو کېدای شي دا یو جرم وبلل شي، خو که یو چا د رواني ستونزو له کبله داسې کړي وي او یا یې رواني حالت ښه نه وي، نو بیا یې دغه کړنه په هېڅ صورت جرم نه شي بلل کېدای. ''