کوټه کې درې شیعه یان او دوه نور کسان ووژل شول

ر

د عکس سرچینه، .

د خپرېدو وخت

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ډزو له امله د هزاره قبیلې درې او دوه نور کسان ووژل شوي او یو ټپي دی.

په سیمه کې امنیتی چارواکي وايي، پېښه د کوټې ښار په کاسي کوڅه کې شوې ده.

د چارواکو په خبره، شپږ کسان په ګاډي کې د سبو یا سبزي را وړلو لپاره هزار ګنجي ته تلل چې ناڅرګندو وسلوالو ډزې پر وکړې.

بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

د پېښې مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس دا برید هدفي وژنه بولي چې د هزاره قبیلې خلک پکې په نښه کېږي.

د هزاره قبیلې خلک شیعه یان دي.

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په نښه شوي خلک د سبو را وړلو لپاره منډيي ته روان وو.

له دې مخکې د سپټمبر پر لسمه هم کوټې ته نږدې په کچلاک کې د هزاره قبیلې څلور کسان وژل شوي وو.

سږ کال په بلوچستان کې پر هزاره قبیلې دا څلورم برید دی.

له لسو کلونو ډېر وخت کېږي چې په بلوچستان کې پر هزاره قبیلې بریدونه کېږي.

خو چارواکي وايي، په وروستیو کې دا ډول پېښې کمې شوې دي.