بټمن فلم په ښوونه کې ګڼ کسان په ډزو وژل شوي
د خپرېدو وخت
د امریکا د دنور ښار نه راپورنه وايي چې یوه وسله وال کس د بټمن فلم د لومړنۍ ښوونې په مراسمو کې ١۴ کسان وژلي دي.
دغه فلم چې د بټمن فلمونو د لړۍ دی "ډارک نایټ راېسېز" نوميږي.
رپوټونه وايي وسله وال ۲۰تنه نور د شپې هغه وخت ټپيان کړل چې د ارورا په سینما کې يې همدا فلم لیده.
عیني شاهدانو وويل یوi کس چې مخ يې پټ و په سينما کې اوښلن ګاز وکارول او وروسته يې په ډزو پيل وکړ.
امریکايي رسنۍ وايي د ارورا پولیس يو کس د پېښې په تړاو نیولی دی.














