"له بار وړونکو لاریو بډې اخېستل کېږي"
د خپرېدو وخت
د افغانستان د ننگرهار ولايت چارسمبالی والي وايي د گومرک چارو کې د بډو مخنيوى نه شي کولى.
بي بي سي ته روښانه شوې چې له تورخمه د لويو ننوتونکو لاريو چلونکي هره مياشت په زرگونو ډالره رشوټ ورکوي چې له اندازې ډېر بار شوي موټر يې پر افغان سړکونو د تگ اجازه ومومي.
د ننگرهار والي بي بي سي ته وويل هره مياشت ١٣٠ ميليونه افغانۍ د دغو بډو له امله شخصي جيبونو ته لوېږي.
حفيظ الله معروف يې نور جزييات لري