پلونه او د سیند غاړو نښلول

د خپرېدو وخت

پر کونړ سیند په تېرو څو کلونو کې له لسو ډېر کانکریټي او لرګین پلونه جوړ شوي چې د ډېرو وګړو ژوند يي ژغورلی دی.

که څه هم د پلونو جوړښت د سيمې خلکو ژوند هم اسانه کړی، خو د ځينو په وينا په پروژو کې فساد د دې لامل شوی چې ځینې يې ډېر ژر نړېږي.

سیدعبدالله نظامي د کونړ پر سیند دغو پلونو او جالو ته په خپل دې رپوټ کې کتنه کړې.