ځانګړی رپوټ: پاکستان کې د افغان کډوالو حال

د خپرېدو وخت

تېر دسمبر پېښور کې پر يو ښوونځي له مرګوني برید وروسته تر دې مهال له پاکستانه د ځينو شمېره له مخې شاوخوا ۳۵ زره کډوال ايستل شوي دي.

ايستل شويو افغان کډوالو د پاکستاني پوليسو له چلنه شکايت کړی، او ويلي يې دي چې په زوره خپل ټاټوبي ته ستنېدو ته اړي شوي دي.

خو د پاکستان مرکزي حکومت ويلي د کډوالو ايستلو داسې کومه تګلاره نه شته.

حفيظ الله معروف تورخم ته ورغلی او د ستنېدونکو کډوالو حال راکوي