یوې جمهوریپالې اسیایۍ- امریکايي ډلې په رسمي ډول د جو بایډن ملاتړ کړی او
خپل زرګونه غړي یې هڅولي چې ډیموکراټ نوماند ته رایې ورکړي.
په ۲۰۱۶ کې، د جمهوریپالو اسیايي- امریکایانو ملي کمېټې په ټاکنو کې د ډولنډ
ټرمپ ملاتړ کړی و، خو دا ډله وايي چې سږ کال یې د ټرمپ له ملاتړه شا ته شوې ده.
دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ستونزه نه وه چې تاسو په ۲۰۱۶ کې ډونلډ
ټرمپ ته د ډېری محافظه کارانو په شان رایه ورکړه. موږ غوښتل له سیستم بهر یو څوک واک ته ورسوو، خو هغه ټول جوړښت ویجاړ کړی."
"دا هم سمه ده چې تاسو د بایډن له ډېرو پالیسو سره مخالف یاست. دا په
دې پورې اړه لري چې امریکا لاهم امریکا ده. زموږ د کورنیو راتلونکی، زموږ د ټولنې،
زموږ د لوی ملت او د نړۍ راتلونکی په خطر کې دی!"
ویناپاڼه په دې وینا پای ته رسول شوې ده چې: "جو بایډن ته رایه ورکړئ،
امریکا وساتئ!"