د امریکا ټاکنې ایالتي بڼه لري او هغه نوماند چې په هر ایالت کې تر خپل سیال زیاتې رایې وګټي د دغه ایالت له خوا د ولسمشرۍ نوماند بلل کېږي.
امریکا د ټاکنو یو پېچلی سیستم لري چې تر ډېره بریده د یوې ټاکونکې ډلې شاوخوا راڅرخي چې Electoral College بلل کېږي. د دغو ټاکونکو شمېر ۵۳۸ تنو ته رسېږي چې ولسمشرۍ ته د رسېدلو لپاره یي یو نوماند نیمایي جمع یو یعنی ۲۷۰ تنو ته اړتیا لري.
ایالتونه هم یو له بله توپیر لري، د بېلګې په ډول د کالیفورنیا ایالت د کېنېټکټ ایالت په پرتله لس ځله زیات وګړي لري نو په ټاکنو کې یې هم ونډه له نورو ایالتونو زیاته وي.
هر ایالت د وګړو د شمېر له مخې د ټاکونکو یوه شمېره لري چې هر لس کاله وروسته د سر شمېرنې په پایله کې جوتېږي. دغه شمېره د هر ایالت د کانګريس د غړو له شمېرې سره سمون خوري.
کله چې امریکايي وګړي د خپلې خوښې نوماند ته رایه اچوي، دوی په حقیقت کې د خپل ایالت ټاکونکو ته رایه اچوي چې د خپل ګوند د ولسمشرۍ نوماند ته یې د رایې د اچولو ټټر وهلی وي.
خو جالبه دا ده چې د نبراسکا او مېن د ایالتونو په استثنا د نورو ایالتونو ټولې رایې هغه نوماند ته ځي چې په هغه ایالت کې تر خپلو سیالانو د ډېرو ټاکونکو رایې ګټلې وي.
د بېلګې په ډول، که یو نوماند د نیویارک په ایالت کې د زیاترو ټاکونکو رایې وګټي نو د دغه ایالت ټولې ۲۹ رايې هغه نوماند ته ځي.
د ټاکونکو د ډلې په سیستم کې د ۲۷۰ جادويي شمېرې ته د رسېدلو لپاره یااووښتونکيایالتونه ډېر اړین وي.