ډونلډ ټرمپ لاړ
د ډونلډ ټرمپ کاروان له کاپیلا هوټل وخوځېد. دا هوټل د سینګاپور سنټوزا ټاپو کې دی.

د عکس سرچینه، .
ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اونګ د امریکا او شمالي کوریا د واک پر ګدۍ ناست لومړني مشران دي چې خپلمنځي لیدنه لري. تر یوه سند لاسلیکولو وروسته، کیم وویل، "نړۍ به یو لوی بدلون وویني''. ټرمپ یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل، "د پرون شخړه باید د سبا جګړه ونه ګرځول شي."
غزا نور هدایت الله همیم
د ډونلډ ټرمپ کاروان له کاپیلا هوټل وخوځېد. دا هوټل د سینګاپور سنټوزا ټاپو کې دی.

د عکس سرچینه، .
چین سینګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه تاریخي بللې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، دواړو مشرانو له یو بل سره په کېناستلو او انډول خ برو سره د خپلو هېوادونو نوی تاریخ جوړ کړ.
نوموړي کوریا ټاپووزمه کې د کړکېچ پر اوارولو او د شمالي کوریا پر نااټومیتوب بیا ټینګار وکړ.
پوهاند رابرټ کیلي بي بي سي ته ویلي، سوېلي کوریا کې رسنۍ دا ګنګوسې خپروي چې ټرمپ او اون د دواړو کوریاوو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کړی دی.
خو دغه پوهاند وايي، که داسې کېدلی د سوېلي کوریا چارواکي به هم پکې و.
د نوموړي په خبره، ډونلد ټرمپ دا سند ډېر ټولیز وباله او له دې ښکاري چې د انساني حقونو، بندیزونو او اقتصاد په ګډون ټولې چارې پکې راځي.
ډونلډ ټرمپ وايي، دا ورته یوه زبردسته ورځ ده.
"موږ د یو بل او د خپلو هېوادونو په هکله ډېر څه سره وویل".
هغه د کېم جونګ اون په هکله وویل: "ډېر وړ شخص دی او له خپل وطن سره ډېره مینه لري".
ډونلډ ټرمپ وايي، له کېم جونګ اون سره یې ځانګړي اړیکي جوړ شول.
د هغه په خبره، له اوس پخوا د شمالي کوریا مشر د نړۍ د تر ټولو ګوښه هېواد مشر و.
ډونلډ ټرمپ له سند لاسلیکولو وروسته وویل، چې خبري غونډې ته به وروسته ووايي، چې څه یې لاسلیک کړي دي.

ډونلډ ټرمپ له کېم سره پر یوه تړون له لاسلیک مخکې وویل، چې ښه ناسته یې درلوده او لاسلیک ته چمتو کېږي، خو یې نه ویل، چې څه لاسلیکوي.
مګر زیاته یې کړه چې وروسته به معلومه شي.

د عکس سرچینه، AFP
د شمالي کوریا مشر د تړون لاسلیکولو پرمهال وویل "نړۍ به یو لوی بدلون وویني."

کله چې خبریالانو له ټرمپ د شمالي کوریا بې اټومه کول وپوښتل، هغه ځواب کې وویل:
"موږ به دا بهیر ډېر ژر پیل کړو".

دواړو مشرانو یو سند لاسلیک کړ.
ډونلډ ټرمپ وویل، ویاړي چې له بریالیو خبرو وروسته سند په ګډه لاسلیک کړي.
کېم هم وویل، ډېر خوشال دی چې تاریخي سند لاسلیکوي.
هغه د دې ناستې له امله له ولسمشر مننه وکړه.
ټرمپ وویل، له دې وروسته به د دواړو هېوادونو اړیکي ډېر توپیر ولري.
نوموړي د شمالي کوریا د مشر مننه وکړه او ویې ویل چې دا خبرې اترې له هغه ډېرې ښې وې چې وړاندوینه یې کېدله.
دا قلم پر هغه مېز اېښی دی چې هیله کېږي دواړه مشران به یې یو وخت شاوخوا جرګه کېږي.
په انځور کې قلم ښيي چې ممکن ډونلډ ټرمپ لاسلیک پر وکړي.


د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون د امریکا او شمالي کوریا د واک پر ګدۍ ناست لومړني مشران دي چې خپلمنځي لیدنه لري.
د دوی دا لیدنه د واشنګټن او پیونګ یانګ او پخپله د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون تر یو کال خپلمنځي ګواښونو وروسته ده.
دواړو مشرانو له څو میاشتو ډيپلوماټیکو لوړو ژورو وروسته څو شیبې مخکې د سینګاپور د سینټوز ټاپو په یوه پرمختللي هوټل کې لاسونه سره ور کړل.
دوی اوس پر تاوتریخوالی کمولو او بې اټومي کولو خبرې کوي.
شنونکي څه وايي؟
څو میاشتې مخکې د دې خبرو او خپلمنځي لیدنې تصور هم نه کېده چې د شمالي کوریا پر جنجالي اټومي پروګرام څرخي.
شنونکي سره وېشلي چې له دې لیدنې به څه را ووځي.
ځینې یې پروپاګنډا بولي چې کېم جونګ اون یې ګټي او نور یې د سولې لپاره د لارې پیل.
د لیدنې درشل کې دواړه مشران یو بل ته سره ورغلل او د امریکا او شمالي کوریا د بیرغونو مخ ته یې لاسونه کلک سره ور کړل.
دواړو مشرانو د پټو خبرو خونې ته تر ننولو مخکې رسنیو ته لنډې خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ښاغلي کېم سره "د فوق العاده اړیکو" وړاندوینه وکړه.
"زه ډېر ښه احساس لرم، موږ به ډېرې خبرې ولرو او فکر کووم بریالي به یو. زما لپاره ویاړ دی او بې شکه چې ښه اړیکي به جوړ کړو".
د شمالي کوریا مشر هم وویل، "دلته راتګ اسان نه و، خنډونه و، خو موږ پر بریالي شوو او اوس دلته یو".
سپینه ماڼۍ وايي، دا پټې خبرې ۳۸ مینټه روانې وې، چې یواځې دوه ژباړن له ټرمپ او کېم سره پکې وو.
دوی بیا هم خپلمنځي لیدنه لري چې د دواړو لورو د پلاوو نور غړي به هم پکې وي.
ولې پام وړ ده؟

د عکس سرچینه، حقوقREUTERS
له لسیزو راهیسې شمالي کوریا یو ګوښه شوی حکومت دی، خو اوسنی مشر یې چې واک ورته په میراث رسېدلی د یوه دولتوال په څېر چلن کوي.
تېر کال به دا ډېره نادره صحنه وه چې د شمالي کوریا بیرغ د اسیا هر ځای کې رپاند ولیدل شي.
خو اوس ښاغلی کېم- چې یو تولیتار یا ډیکټاټور حکومت له خورا سخت سانسور او د اجباري کار پنډغالو سره پر مخ بیایي- له سترو مشرانو سره لیدنې او ناستې لري.
سینګاپور کې د بي بي سي خبریال روپرټ وېنګ فیلډ هیز وايي، دغلته چې څوک له ښاغلي کېم سره میلاو شوي د شمالي کوریا له پخوانیو مشرانو یې مختلف بولي او ان وایي چې له خپل پلار سره هم توپیر لري.
خو لا هم دا پوښتنه شته چې د نوموړي اند څومره توپیر لري او ریښتیا هم د نړیوالې ټولنې په تړاو د خپل هېواد دریځ بدلول غواړي که یه؟
خبرې د څه لپاره؟
امریکا غواړي شمالی کوریا د نړیوالې ټولنې په څار خپلې اټومي وسلې د تل لپاره له منځه یوسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، متحده ایالیتونه به یواځې "بشپړ، تایید وړ او د تل لپاره بې اټوميتوب" ومني.
خو زیاتوي چې واشنګټن به د دې په بدل کې پیونګ یانګ ته بې ساري امنیتي ضمانتونه ور کړي.
شنونکي وايي، کېم به ولې دا وسلې تسلیموي چې په ډېره سختۍ یې ترلاسه کړې دي.
دوی دا هم وايي، چې د نړۍ د تر ټولو ځواکمن مشر سره لیدنه هم د ښاغلي کېم لپاره یو بری دی.
د کوریاوو جګړه پای ته رسول