وروستی,
ډونلد ټرمپ له خپلو ملاتړو (ناټو) هیله وکړه چې د نوې ستراتیژي ملاتړ یې وکړي او ویې ویل له ملاتړو حکومتونو غواړي چې خپله ونډه زیاته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ وويل له دې وروسته به د امريکا افغان تگلاره پر مهالوېش نه وي ولاړه او د سرتېرو د شمېر په تړاو به پرېکړې امنيتي حالاتو ته په کتو کېږي. ښاغلي ټرمپ پاکستان ته گوتڅنډنه وکړه چې امريکا نور په دغه هېواد کې د ترهگرو پټنځي نه شي زغملي. چین د پاکستان له دریځه ملاتړ کړی.
ډونلد ټرمپ له خپلو ملاتړو (ناټو) هیله وکړه چې د نوې ستراتیژي ملاتړ یې وکړي او ویې ویل له ملاتړو حکومتونو غواړي چې خپله ونډه زیاته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس د دې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، تظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي.
"امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر هند په دې وستایه چې له افغانستان سره یې د بیا رغونې په برخه کې مرسته وکړه، خو په وینا یې واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، خو بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی.
اول کې چې واکمن شوم، غوښتل مې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وباسم، خو اوس غواړم د عراق تېروتنه تکرار نه شي. د هغه په خبره، په ۲۰۱۱ کال کې له عراق د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو پایله هم معلومه شوه. له عراق د امریکا په وتلو سره په دغه هېواد کې بیا تاوتریخوالی زیات شو او داعش پیدا شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستان د امریکايي ځواکونو بېړندي وتل به تشه رامنځ ته کړي چې ترهګر به یې ډکه کړي.
امریکايي ولسمشر دا هم وویل، چې د دوی کار په افغانستان کې د ترهګرو ځپل دي او افغانانو ته د ژوند ښودل نه دي، بلکې افغانان به خپل راتلونکی خپله جوړوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله افغان ستراتیژي اعلان کړه، چې له مخې یې په افغانستان کې امریکایي پوځیان تر مناسب وخت پاتې کېږي. د چې افغانستان کې به تر هغه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسلوالو طالبانو او نورو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله افغان ستراتیژي اعلان کړه، چې له مخې یې په افغانستان کې امریکایي پوځیان تر مناسب وخت پاتې کېږي.