ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ له اعلان وړاندې ویلي وو، افغان ستراتیژي اعلانول ورته لویه پرېکړه ده، خو په وینا یې دې پرېکړې ته ډېر نژدې شوی دی.
ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده.
"خو موږ به اوس دا ګډوډي سموو، ۱۷ کاله کېږي موږ په افغانستان کې یو، دا زموږ تر ټولو لویه جګړه ده دا مې په یوه لیکنه کې ولوستل، که سپینه یې درته ووایم، ډېر ژر به په دې هکله پرېکړه وکړو"

د عکس سرچینه، AFP







