شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

ژوندی پوښښ

  1. ۳ اووره، ۱۶ مڼدې تر اوسه کوم لوبغاړی نه دی سوځېدلی

  2. وروستی, شپږېزه, حضرت الله لومړنۍ شپږېزه ووهله

    د نبي په دویم اوور کې حضرت الله د پایلوبې لومړنۍ شپږېزه ووهله.

  3. جاوید احمدي او حضرت الله توپ وهنه کوي

    ۸ منډې

    ۲ اووره

  4. وروستی, لوبه پیل شوه، پچه راشد وګټله

    د راشد ارمان بندامیر ښامارانو پچه وګټله او د بیټینګ پرېکړه یې وکړه.

  5. اتلولي زموږ ده

    په شپږیزه لیګ کې د بندامیر لوبډلمشر راشد ارمان وايي، ډاډه دی چې د روانې شپږیزه لیګ اتلولي به د دوی لوبډله وګټي.

    د ویډیو تشریح، راشد خان: د شپږیزې اتلولي زموږ ده
  6. ستاسې نظر څه دی؟

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  7. وروستی, پایلوبه

    نن د شپږیزه لیګ پایلوبه لوبه کې د راشد ارمان بندامیر او د نبي عیسی خیل میس عینک لوبډله سیالي کوي. راشد ارمان له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، ډاډه دی چې د روانې شپږیزه لیګ اتلولي به د دوی لوبډله وګټي.

    د نبي لوبډلې په دغه لیګ کې یو ځل راشد ته ماتې ورکړې

    د عکس سرچینه، ACB & Getty

    د عکس تشریح، د نبي لوبډلې په دغه لیګ کې یو ځل راشد ته ماتې ورکړې