شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله
د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
ژوندی پوښښ
وروستی, وروستی اوور
په ۶ توپونو ۱۲ منډو ته اړتیا ده. داسې ښکاري چې د نبي لوبډله دغه لوبه وګټي.
دولت ځدراڼ څلوریزه
ځدراڼ په لومړي توپ څلوریزه ووهله
وروستی, په ۹ توپونو ۲۰ منډو ته اړتیا ده

د عکس سرچینه، ACB
د عکس تشریح، ACB نبي وسوځېدو
۲۱ منډې پاتې او ۹ توپونه
نبي څلوریزه ووهله
نبي په دې اوور کې یوه شپږېزه او یوه څلورېزه ووهله
۱۳۰ منډې دي، پنځه کسان سوځېدلي
وروستی, د نبي شپږېزه
په ۱۷ توپونو ۳۶ منډو ته اړتیا ده.
محمد نبي او سکندر لوبېږي
وروستی, په لوبغالي کې یوه مینه واله
د شپږیزې پایلوبې ته ګڼې ښځینه مینه والې او تماشاچانې هم ورغلې دي.
د ویډیو تشریح، شپږېزه: غواړم راشد یې وګټي وروستی, د سږکال شپږیزې څه راوښوول؟
- افغانستان د داسې لوبو کوربني کولی شي چې له نورو نړیوالو معیارونو ډېر توپیر نه لري
- افغان زلمي لوبغاړي چې د نړیالو لوبو تجربه نه لري له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ وړ دي
- ظاهر خان نوی ستوری دی چې نوی راشد خان یې ګڼلی شو
- د افغان لوبغاړو فیلډینګ ډېر کار ته اړتیا لري
- ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري
بل اوټ شو
د میس عینک پنځم لوبغاړی هم اوټ شو.۹۰ منډې دي څوارلسم اور روان دی.
WICKET
لوبه د بندامیر لوبډلې لاس ته لوېدلې ده. په یوولسو اورونو کې یې د مس عینک لوبډلې ۴ لوبغاړي سوځولي او ۶۶ منډې یې ور کړې دي

د عکس سرچینه، بي بي سي

د عکس سرچینه، بي بي سي
۶۲ منډې
۶۲ منډې دي د لسم اور ۳ درې باله شوې دي او مس عینک دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي
توپ وهونکي او توپ اچونکي
د میس عینک سیبانډا او کریم جنت د پیل توپوهنې ته کښته شوي دي دي.

د عکس سرچینه، ای
ټاکل شوی هدف
میس عینک لوبډله په شلو اورنو کې ۱۵۸ منډو جوړولو ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، ACB
د عکس تشریح، ACB وروستی, د شپږیزې پایلوبې دویمه پاړۍ پیلېدونکې ده
لوبغاړي د لوبې میدان ته راکښته شوي میس عینک لوبډله په شلو اورنو کې ۱۵۸ منډو جوړولو ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، بي بي سي

د عکس سرچینه، بي بي سي
