پاکستان د ای سي سي چمپينز ټرافي وګټله
دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي. دغه لوبه په لندن کې روانه ده. دا لومړی ځل دی، چې پاکستان دغو سیالیو پایلوبې ته رسېږي. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه دی رسېدلی.
ژوندی پوښښ
وروستی, شعيب ملک وسوځېد
شعيب ملک په ۱۶ توپونو د ۱۲ منډو په جوړولو سره وسوځېد
د لاهور سړکونه خالي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
۳۷ اوور: پاکستان ۲۳۸ منډې لري
د لوبې تر دې مهاله پاکستان د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۸ منډې جوړې کړې دي. پاکستان نن ښه لوبه کوي، د هند لوبډله تر فشار لاندې ده.
۳۴ اوور: پاکستان ۲۰۳ منډې لري, بابر ۱۳ او شعيب ملک ۲ منډې جوړې کړې دي
پاکستان تراوسه په ۳۴ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې دي.
WICKET
د پاکستان تکړه توپ وهونکی فخر زمان په ۱۰۶ توپونو کې د ۱۱۴ منډو په جوړولو سره وسوځېد.
, فخر زمان ۱۱۴ منډې او بابر ۱۱ منډې لري
وروستی, فخر زمان سليزه جوړه کړه
د پاکستان توپ وهونکي فخر زمان سليزه جوړه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۷ اوور: پاکستان ۱۶۸ منډې لري, فخر زمان ۸۹ او بابر اعظم ۵ منډې لري
په ۲۷ اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره پاکستان ۱۶۸ منډې جوړې کړې دي. رن رېټ ۶ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی, درېيمه شپږيزه
فخر زمان د دوهمې شپږيزې په وهلو سره په ۸۴ توپونو ۸۵ منډې جوړې کړې.
۲۵ اوور: پاکستان ۱۴۶ منډې لري, فخر زمان ۷۲ او بابر اعظم ۲ منډې لري
وروستی, دوهمه شپږيزه
فخر زمان شپږيزه ووهله، دا په دې سيالۍ کې د پاکستان دوهمه شپږيزه ده
په وروستيو لسو دقيقو کې د هند لوبډلې ډګر ساتنه ښه شوې، لوبغاړو د څو څلوريزو مخه ونيوله
د پاکستان بابر اعظم د منډې جوړولو لپاره لوبغالي ته راغی
وروستی, اظهر علي په ۵۹ منډو وسوځېد
پاکستان په ۲۲ اوور کې لومړۍ مهمه وېکټه له لاسه ورکړه، اظهر علي رن اوټ شو.
۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې انضمام الحق په لوبډله کې نوی شامل شوی و. خو نوموړي غوره بټینګ سره نیمه پایلوبې ته د لوبډلې رسولو کې لوی لاس درلود. فخر زمان د پاکستان لوبډلې اوپننګ ستونزه هواره کړه او په چټکۍ یې د منډو جوړولو سره د لوبډلې لپاره د بري لار پرانیستله.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۱ اوور: پاکستان ۱۱۹ منډې لري, فخر زمان۵۴ او اظهر علي۵۲ منډې لري
فخر زمان د خيبرپښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی، نوموړي د چمپينز ټرافي په دې سياليو کې درې پنځوسيزې جوړې کړې دي.
۱۹ اوور: اظهر علي او فخر زمان دواړو پنځوسيزې جوړې کړې
رمیز راجه د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې اعلی لوبه وکړه، خو له دې کبله پرې نیوکې هم وشوې، چې ګواکې لوبه کې یې تسلسل نه و. نوموړی هغه مهال ځینو لوبو کې نه و شامل شوی. پر اظهرعلي هم له دې کبله نیوکې شوې، چې پرلپسې عصري لوبه نه کوي، خو نیمه پایلوبه کې د اظهرعلي لوبه د لیدلو وړ وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
لندن کې هوا ډېره ګرمه ده
اوس مهال لندن کې هوا ډېره ګرمه ده، په لوبغالي کې د بي بی سي خبريال وايي، که مو خولۍ او د لمر کريم نه وي راوړي نو له ستونزو سره مخ ياست. په ۱۷ اور کې لوبغاړې د اوبو څښلو دمه هم واخيسته
۱۸ اوور: پاکستان سليزه پوره کړه
پاکستان د لوبغاړي له سوځېدو پرته په ۱۸ اوورونو کې ۱۰۰ منډې جوړې کړې
