پاکستان د ای سي سي چمپينز ټرافي وګټله
دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي. دغه لوبه په لندن کې روانه ده. دا لومړی ځل دی، چې پاکستان دغو سیالیو پایلوبې ته رسېږي. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه دی رسېدلی.
ژوندی پوښښ
د لوبې پيل د هند لپاره ښه نه وو، په لومړيو ۹ اوورونو کې يې درې مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.
وروستی, شېکر دهون وسوځېد
د هند يو بل تکړه توپ وهونکی شېکر دهون د ۲۱ منډو په جوړولو وسوځېد

د عکس سرچینه، Getty Images
اووم اوور: هند ۳۰ منډې لري
شېکر دهون ۲۰ او يوراج ۵ منډې لري
پايلوبې لپاره د شاهرخان چمتوالی
محمد عامر باولېنګ کوي
د نړیوال جام سیالیو کې وسیم اکرم نه یوازې د توپ اچوونه برخه کې خورا مهم رول لوبولی و، بلکې د بېټینګ برخه کې یې هم د خپلې لوبډلې بریا کې ونډه مهمه وه، په ورته توګه اوس محمد عامر نه یوازې دا چې اعلی بالنګ کوي، بلکې له سریلانکا سره یوه خورا مهمه لوبه کې یې د بیټینګ برخه کې هم مهم رول درلود او نیمه پایلوبې ته د لوبډلې رسولو کې همکار و.

د عکس سرچینه، Getty Images
هند لومړۍ څلوريزه ووهله
شېکر دهون د هند لپاره لومړۍ څلوريزه ووهله
يوراج سېنګ توپ وهنې ته راغی
وروستی, وېراټ کولي وسوځېد
د هند لوبډلمشر او تکړه توپ وهونکی وېراټ کولي په پنځو منډو وسوځېد
دوهم اوور: هند شپږ منډې لري
هند په دوو اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره شپږ منډې جوړې کړې دي
وروستی, روهت شرما وسوځېد
روهت شرما يه دريو توپونو د يوې منډې په جوړولو سره د محمد عامر پر توپ وسوځېد.

د عکس سرچینه، reu
۳۳۹ منډو هدف، هند منډې وهل پيل کړل
د ای سي سي چمپينز شېف ټرافۍ سياليو کې هند توپ وهننه پيل کړه، روهت شرما د بټېنګ لپاره لوبغالي ته راغی. محمد عامر باولېنګ کوي.
وروستی, پاکستان د ۳۳۹ منډو هدف وټاکه
پاکستان په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۸ منډې جوړې کړې او هند ته يې د ۳۳۹ منډو هدف وټاکه
دا په يو ورځنيو لوبو کې د هند پر وړاندې د پاکستان د ډېرو منډو دوهمه لوبه ده، تر دې وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې پاکستان د هند پر وړاندې کراچۍ کې ۳۴۴ منډې جوړې کړې وې.
۴۹ اوور: پاکستان ۳۳۷ منډې
محمد حفيظ پنځوسيزه جوړه کړه
محمد حفيظ په ۳۴ توپونو پنځوسيزه پوره کړه
۴۸ اوور: پاکستان ۳۱۹ منډې لري
پاکستان په ۴۸ اوورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۹ منډې جوړې کړې دي
د محمد حفيظ چټکه لوبه، پاکستان ۳۰۰ منډې جوړې کړې
محمد حفيظ د بونېشور په توپ شپږيزه ووهله او د لوبډلې منډې يې ۳۰۰ ته ورسولې. په دې سياليو کې دا لومړی ځل دی چې پاکستان ۳۰۰ منډې جوړوي

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی, بابر اعظم وسوځېد
پاکستان په ۲۶۴ خپله څلورمه وېکټه له لاسه ورکړه
د هند تکړه توپ اچوونکی بونېشور باولېنګ کوي، نوموړي شعېب ملک د کيدار جادهو په لاسونو کچ کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
۴۱ اوورونو کې پاکستان ۲۵۸ منډې لري
د لوبې تر دې مهاله پاکستان په ۴۱ اوورونو کې ۲۵۸ منډې جوړې کړې دي.
