پاپ
فرانسیس دوه اونۍ وړاندې له پاچا چارلس او ملکې کامیلا سره ایټالیا
ته د هغوی د سفر پرمهال واتیکان کې وکتل.
دا یوه شخصي غونډه وه، ځکه
چې د واتیکان رسمي دولتي سفر د پاپ د روغتیا ستونزو له امله لغوه شوی و. خو بکینګهم
ماڼۍ وویل چې دا د شاهي جوړې د ایټالیا د سفر یو له مهمو موخو و او دا یې د "ډېرې
مهمې او ځانګړې شېبې" وبللې.