پاپ فرانسیس خاورو ته وسپارل شو

د پاپ فرانسیس تابوت له واتیکان نه د روم مرکز ته په لېږدولو د جنازې عمومي مراسم پای ته ورسېدل او واتیکان تایید کړه چې پاپ فرانسیس د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خښ شو. د ایټالیا چارواکو ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو د پاپ په جنازه کې ګډون کړی و. دې مراسمو ته د نړۍ ۵۰ مشران او لس ولسمشران هم ورغلي وو.

لنډیز

  • پاپ فرانسیس چې چې کابو یوه اونۍ مخکې مړ شوی و، له واتیکان بهر خاورو ته وسپارل شو
  • د نړۍ ۵۰ مشرانو او لسو پاچاهانو سربېره د پاپ جنازه کې ګډون وکړ
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاپ تابوت ته درناوی وړاندې کړ
  • واتیکان: د پاپ د جنازې مراسمو ته له ۴۰۰ زرو ډېر کسان راغلي
  • د الومړی ځل دی چې تېرو ۱۰۰ کلونو کې له واتیکان بهر پاپ خاورو ته سپارل کېږي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د پاپ فرانسیس مړی نن 'بازېلېکا' کلیسا ته لېږدول کېږي: شنبه یې د تدفین مراسم دي

    pope

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، بازېلېکا ته تر لېږدولو مخکې به کاډېنل کېون فارېل هلته د یوه لمونځ امامت وکړي.

    د کاتولیک عیسویانو د مړه شوي مشر پاپ فرانسیس مړی نن چهارشنبه په واتیکان کې د 'سېنټ پيټرز بازېلېکا' کلیسا ته لېږدول کېږي. هلته د شبنې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي او تر هغه به یې مړی د ویر لپاره ايښی وي.

    وار د مخه یې عام خلک او پلویان څېرمه سیمې ته په ورټولېدو دي.

    له وتیکانه په خپرو شوو عکسونه کې ښکاري چې له 'کاسا سانتا مارتا' سیمې چې اوس د پاپ مړی پکې ايښی، تر بازېلېکا پورې ګڼ خلک د هغه د مړي لیدو ته ورټول شوي دي.

    pope

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ځايي وخت له مخې به بازېلېکا کلیسا په دې موده کې هره ورځ له سهار وختي د شپې تر ناوخته پورې د خلکو پر مخ پرانیستې وي چې د پاپ مړی وګوري.

    pope

    د عکس سرچینه، Reuters

    پرون د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتاریلا د واتیکان په سانتا مارتا کې د پاپ مړي ته د درناوي په موخه حاضر شو او د دوشنبې په ورځ یې د هغه پر مړینه خواشيني څرګنده کړې وه.

    pope

    د عکس سرچینه، VATICAN MEDIA/SIMONE RISOLUTI/HANDOUT VIA REUTERS

    بازېلېکا ته تر لېږدولو مخکې به کاډېنل کېون فارېل هلته د یوه لمونځ امامت وکړي. دی د پاپ فرانسیس تر مړینې وروسته د رومن کاتولیکې کلیسا مشر شوی او د نوي پاپ تر ټاکل کېدو به دا دنده ور له غاړې وي.

  2. ایټالیا پنځه ورځې ماتم اعلان کړ

    پاپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایټالیا حکومت د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

    د ویر دغه مراسم به د شنبې پر ورځ له سېنټ‌ پیټرز بازېلېکا بهر ازاده فضا کې د پاپ‌ د جنازې تر مراسمو دوام وکړي.

  3. تر دې دمه جزییات څه دي؟

    پاپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د برازیل له ولسمشر لولا ډي‌سېلوا سره د پاپ فرانسیس یو پخوانی عکس
    • واټيکان نن سهار اعلان وکړ چې د پاپ فرانسیس مړی به د چارشنبې پر ورځ د عامه ماتم لپاره سېنټ پیټرز بازېلېکا ته ولېږدول شي.‌ هغه به د شنبې پر سهار د تدفین تر مهاله هملته ایښی وي.‌
    • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ،‌ د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي،‌ د اروپايي‌ کمېسیون مشرې اورسولا وون ډېر لیین،‌ د برازیل ولسمشر لولا ډي‌سېلوا، د پولنډ ولسمشر اندژې ډوډا او ګڼو نورو مشرانو د هغه د تدفین په مراسمو کې د ګډون اعلان کړی.
    • د کرېملین مطبوعاتي دفتر ویلي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغو مراسمو کې د ګډون پلان نه لري.‌
    • واټيکان په پرانیستي تابوت کې د پاپ فرانسیس لومړني‌ عکسونه خپاره کړل.
    • د سېنټ پیټرز بازېلېکا مخې ته په سېنټ‌ پیټرز میدان کې د خلکو ګڼه ګوڼه په زیاتېدو ده.‌
    • ګڼ شمېر خلک له واټیکانه بهر د سېنټ مېري کلیسا مخې ته هم په راټولېدو دي چې پاپ فرانسیس پکې د ده د ښخېدو وصیت کړی دی.
  4. د واټیکان په سېنټ پیټرز میدان کې ګڼه‌ګوڼه په زیاتېدو ده

    پاپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په سېنټ پیټرز میدان کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به تر دې نور هم ډېره شي ځکه چې د پاپ فرانسیس مړی له چارشنبې ورځې دغلته په سېنټ پیټرز باسلېکا کې د عوامو دعا او کتلو لپاره ایښودل کېږي.

    له سېنټ پیټرز میدانه په وروستيو ترلاسه شویو انځورونو کې ښکاري چې ورتلونکي خلک صلیبونه لېږدوي او دعاګانې کوي.

    پاپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    پاپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    واټیکان

    د عکس سرچینه، Reuters

  5. د اروپايي کمېسیون مشره د پاپ د تدفین مراسمو کې برخه اخلي

    امریکا

    د عکس سرچینه، EPA

    د اروپايي کمېسیون د مشرې اوسولا وون دېر لیین دفتر ویلي، چې هغه د شنبې پر ورځ د پاپ رانسیس د تدفین مراسمو کې ګډون وکړي.

    د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو، ډونلډ‌ ټرمپ او اېمانوېل مکرون په ګډون ځینو نورو نړیوالو مشرانو هم په دغو مراسمو کې د ګډون اعلان کړ.‌

  6. واټیکان: د پاپ فرانسیس د تدفین مراسم به د راتلونکې شنبې پر ورځ ترسره شي

    پآپ

    د عکس سرچینه، EPA

    واټيکان وايي‌ د پاپ فرانسیس د تدفین مراسم به د راتلونکې شنبې پر ورځ‌ (د اپرېل ۲۶مه) ترسره شي.‌

    ټاکلې پر زرګونو عامو خلکو سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لسګونه سیاسي‌ او مذهبي مشران په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.‌

    د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ‌ ویلي‌ چې دی به هم د لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ‌ په ملتیا دغو مراسمو ته ورشي.

    همدا راز د فرانسې او اوکرایین ولسمشرانو هم د پاپ فرانسیس د تدفین په مراسمو کې د ګډون اعلان کړی.‌

  7. واټیکان په تابوت کې د پاپ فرانسیس عکسونه خپاره کړي

    پاپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د واټیکان لخوا په یوه خپاره شوي عکس کې لیدل کېږي چې پاپ فرانسیس ته سره چپن وراغوستل شوې، د پاپ‌ تاج یې پر سر او لاسونو کې یې تسبیج دي.‌

    پاپ

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

    کابل

    د عکس سرچینه، Reuters

    دا عکس واټیکان کې د پاپ‌فرانسیس د اوسېدو د ځای په یوه کوچنۍ کلیسا 'کاسا سانتا مارتا' کې اخیستل شوی دی.‌

    پاپ

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

  8. د پاپ فرانسيس ژوند ته کتنه

    د واټيکان وياند کارډينال فارېل ويلي، د کاتوليک مسيحيانو پاپ، د دوشنبې سهار د واټيکان په کازا سانټا مارټا کلا کې مړ شو. دی ۸۸ کلن و. د واټيکان وياند ويلي، د پاپ ټول ژوند د خدای عبادت او د کليسا خدمت ته ځانګړی شوی و.

    پاپ فرانسيس یې ترې د مخکيني ځای ناستي ۱۶ م بېنېډېکټ له استعفا وروسته، له ۲۰۱۳ کال راهيسې د کاتوليکې کليسا مشر و. دی اتمه پېړۍ کې له درېيم ګرېګوري راهيسې لومړۍ پوپ و، چې له اروپا بهر زېږېدلی و. دکاتوليک کليسا مشرتابه پر مهال، دی په تواضع، له بېوزلو سره په خواخوږۍ او هم د دينونو ترمنځ په ډيالوګ او خبرو پېژندل کېده.

    پاپ فرانسيس د بې کنټروله پانګوالۍ ګوتنيوونکی و، او د چاپېريال بدلون پر وړاندې یې مبارزه د کليسا اجنډا سر کې ايښې وه. دنړۍ مشرانو پاپ فرانسيس ته خپل درناوی وړاندې کړی دی.

    د پاپ جنازهیې له مړينې وروسته په دوديز ډول له ۴ تر ۶ ورځو کې کېږي. د پاپ جرګه چې نوی پاپ به غوره کوي، له مړينې وروسته یې ۱۵ ورځو کې غونډېږي. د بي بي سي خبريال عليم مقبول د پاپ فرانسيس ژوند ته لنډه کتنه کړې ده.

    د ویډیو تشریح، د پاپ فرانسيس ژوند ته کتنه
  9. د کاتولیکې کلیسا د مشر ساده ژوند: نه یې غوښتل ځانګړي تشریفاتي موټر کې سپور شي

  10. پاپ فرانسيس او منځنی ختیځ

  11. د واټیکان چارسمبالی مشر کارډېنل کېون فارېل څوک دی؟

    د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته، کارډېنل کېون فارېل د رومن کاتولیکې کلیسا مشر شو او تر هغه چې نوی پاپ ټاکل کېږي نوموړی به دا دنده پر غاړه لري.

    کارډېنل فارېل د دوشنبې سهار د پاپ د مړینې اعلان وکړ. نوموړی هغه کس دی چې د پاپ د مړینې یا استعفا څخه د بل پاپ تر ټاکنې پورې واتیکان اداره کوي.

    فارېل د ايرلنډ په ډوبلېن کې زیږېدلی. د اسپانیا په سالامانکا پوهنتون او د روم په پونټیفیکل جورجين پوهنتون کې یې زدکړې کړې دي.

    نوموړی تر ۲۰۰۷ کال پورې د ډالاس بېشپ و. وروستهپاپ فرانسیس ترې وغوښتل چې واتیکان کې دنده ترسره کړي او بیایې د کارډېنل رتبې ته لوړ کړي.

    پاپ فرانسيس او کارډېنل کېون فارېل

    د عکس سرچینه، ge

  12. د بريتانیا له وېسټ منېسټر تر مکسیکو ښار پورې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د درناوي مراسم

    د بريتانیا له وېسټ منېسټر نیولې تر وارسا، مکسیکو ښار، کیېف او نورو ښارونو کې، زرګونه خلک د پاپ فرانسيس د درناوي لپاره راټول شوي دي.

    مکسيکو

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، دوه سړي په مکسیکو کې د پاپ فرانسیس انځور لېږدوي - هغه هېواد چې نژدې ۷۸٪ وګړي یې ځانونه کاتولیک بولي.
    نايروبي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، په کینیا کې، کاتولیک د پلازمېنې ناروبي په کاتډرل ازېلېکا کې د دعا لپاره راټول شوي دي.
    د لندن په وېسټ منېسټر کلیسا کې، يوه مېرم

    د عکس سرچینه، PA Media

    د عکس تشریح، د لندن په وېسټ منېسټر کلیسا کې، يوه مېرم
    پولنډ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، په پولنډ کې له ۷۱٪ ډېر وګړي ځانونه کاتولیکان بولي. په پلازمېنه وارسا کې، یو پادری د سېنټ جان په کلیسا کې د پاپ فرانسیس له عکس سره څېرمه دعا کوي.
    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د اوکرايين پلازمېنې کيېف يوې کليسا کې يوه ماشومه درناوی وړاندې کوي.
  13. پاپ له واټیکان بهر د روم په سېنټ مېري کلیسا کې د خښېدو وصيت کړی و

    پاپ فرانسیس په خپل وصيت کې، چې په دې وروستیو کې د واټیکان لخوا خپور شوی، ویلي چې هغه غواړي په روم کې د سېنټ مېري په بازېلېکا کې "پرته له ځانګړو نښو" خښ کړل شي.

    ډېری پاپ پخواني مشران د واټیکان په سېنټ پیټر بازېلېکا کې خښ شوي دي.

  14. واتیکان: پاپ د مغزي سکتې له امله مړ شوی

    واتیکان په یوه اعلامیه کې ويلي چې پاپ فرانسیس د مغزي سکتې او وروسته د زړه درېدو له امله مړ شوی دی.

  15. وروستی, د پاپ له مړینې وروسته واتیکان کې څه پېښېږي

    هغه مهال چې یو پاپ ومري یا هم استعفا وکړي، کاتولیکه کلیسا یوه ځانګړي حالت ته ځي چې " رسولي تشه" ورته ویل کېږي.

    دغه مهال د پاپ څوکۍ داسې بلل کېږي چې څوک نه لري نو ځکه خو د نوي پاپ تر ټاکل کېدو ځیني واکونه او اجرایوي چارې ځنډول کېږي.

    هم مهاله په واتیکان کې د لوړې پوړۍ ځینې دندې هم ځنډول کېږي او په نړیواله کچه د کاتولیکې کلیسا لخوا هیڅ مهمې پرېکړې نه کېږي.

    د دې هر څه لامل دا ښودل کېږي چې کلیسا بې پرې پاتې شي او د چا تر اغېز لاندې رانه شي او یا ترې هم ناوړه ګټه پورته نه شي.

    کاتولیک کلیسا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، کاتولیک کلیسا
  16. وروستی, د الازهر شیخ پاپ فرانسیس د بشر دوستۍ ښه بېلګه بللی

    د اسلامي نړۍ د یوه معتبر بنسټ الازهر مشر شیخ احمد طیب، پاپ فرانسیس " یو انساني ورور " بللی او ویلي یې دي چې هغه د بشر دوستۍ یوه بېلګه وه.

    شیخ طیب مصر ته د پاپ څو کاله وړاندې سفر ستایلی او ویلي یې دي " انسانیت ته د خدمت وقف، د بې وزلو دفاع او د بېلابېلو دینونو او کولتورونو ترمنځ د اړیکو جوړولو مخکښ و."

    ښاغلي طیب ویلي، د الازهر او واتیکان ترمنځ اړیکې د پاپ فرانسیس په موده کې پراخې شوې وې. دغه اړیکې په ۲۰۱۷ کال کې د الازهر د سولې کنفرانس کې له ګډونه پیل او په ۲۰۱۹ کال کې د انساني ورورولۍ د سند په لاسلیک سره یې دوام وکړ.

    شیخ طیب ویلي، پاپ له اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول عرب ټولنې سره له نژدې لیدنو ژمنتیا درلوده او پر غزې د یرغل پر مهال او همدا ډوله نړۍ کې د اسلام ضد کرکې پر وړاندې یې رغنده رول درلوده.

    الازهر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د الازهر شیخ له پاپ سره
  17. وروستی, ټرمپ: خدای دې پر پاپ فرانسیس رحم وکړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ د خپلې خواخوږۍ پیغام کې لیکلي:

    "په سکون او ارام کې اوسئ پاپ فرانسیس!

    خدای دې هغه او ټولو هغو کسانو ته رحمتونه نصیب کړي چې له هغه سره مینه لري!"

    پاپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ له پاپ سره
  18. وروستی, د پاپ جنازې مراسم به څه ډول کېږي

    د پاپ فرانسیس جنازه به د تیرو مراسمو په پرتله یو څه جلا وي.

    د مراسمو پیل به د واتیکان د لوړ پوړي کارډینل یا مذهبي مشر کیون فاریل په مشرۍ وي چې د "مړینې رسمي تایید " به اعلانوي او د پاپ جسد به په تابوت کې اېښودل کیږي.

    د پاپ جنازه په دودیز ډول یوه پیچلې موضوع وه، خو پاپ فرانسیس په دې وروستیو کې د جنازې بهیر ساده کولو لپاره ځینې پلانونه تصویب کړل.

    پاپ د لرګي یو ساده تابوت غوره کړی په یوه لوړ ځای عامو خلکو ته د جسد لیدودود یې لغوه کړ. پرځای به یې، ویر کونکو ته بلنه ورکړل شي چې داسې حال کې خپل درناوی وړاندې کړي چې د هغه جسد به تابوت کې دننه پروت وي، پوښ یې لرې کیږي. فرانسیس به په روم کې د سینټ ماري کلیسا یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

    دا له یوې پېړۍ ډېره موده کې لومړی ځل دی چې یو پاپ له واتیکانه بهر سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.

    د پاپ جنازه

    د عکس سرچینه، Reuters

  19. انځورونه: د پاپ فرانسیس د مړینې له کبله ویرجن خلک د واتیکان مخې ته راټول شوي

    خلک د واتیکان په سنت پیټرز میدان کې راټولېږي چې خپل درناوی وړاندې کړي.

    واتیکان
    واتیکان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د ماتم کوونکو یوه ډله د یوې ښځې لخوا رهبري کېږي چې صلیب یې په لاس کې دی
    واتیکان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، دوه سویسي ساتونکي د واتیکان د یوې دروازې ته نژدې د راهبانو له یوې ډلې سره خبرې کوي
    واتیکان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د ایټالیا پولیس ساتونکيی د سینټ پیټرز باسیلیکا ته نژدې پر سړک ولاړ دي
    واتیکان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، یوه جوړه د سینټ پیټرز په څلورلارې کې غاړه غړۍ شوې
  20. وروستی, پاپ فرانسیس: د لاتینې امریکا پاپ چې کاتولیکه کلیسا یې بدله کړه

    پاپ

    د عکس سرچینه، EPA

    د فرانسیس پاپي له ګڼو لومړیتوبونو سره مل وه، که څه هم هغه کاتولیک کلیسا کې د اصلاحاتو راوستو ته دوام ورکړ، خو بیا هم د دودپالو ترمنځ اوڅار او منلی پاتې شو.

    هغه د امریکا یا جنوبي نیمې کرې لومړنی پاپ و. په ۷۴۱ کې د سوریایي الاصله ګریګوري درېیم له مړینې وروسته، دا لومړی ځل و چې د روم یو غیر اروپایي اسقف (ستر پادري) ټاکل کېده.

    هغه د لومړي ځل لپاره د یسوعيانو (د عيسويانو يو انجمن) له ډلې پاپ شو؛ هغه ډله چې په تاریخي توګه په روم کې د شک په سترګه ورته کتل کېدل.

    د فرانسیس مخکینی بینیډیکټ شپاړسم نژدې ۶۰۰ کلونو کې لومړنی پاپ و چې په خپله خوښه یې استعفا ورکړه او نژدې یوه لسیزه د واتیکان باغونو کې دوه پاپان مېشت وو.