مارک اشډون - د سوداګرۍ برخې خبریال
ټرمپ دا روښانه کړې چې غواړي متحد ایالتونه د
وېنزویلا د تېلو ساحو ته لاسرسی ولري.
اټکل دا دی چې د وېنزویلا د تېلو د زېرمو
اندازه له ۳۰۰ میلیارد بېرلو اوړي، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره ده.
د وېنزویلا اوومه تېل درانده دي،
چې دې یې استخراج ګران او ستونزمن کړی دی. خو دغه هېواد بیا هم د نړۍ پنځم لوی صادرونکی
پاتې شوی.
په کارابین سمندر کې د متحدو ایالتونو د پوځي
کښتیو له ډېریدونکي شمېر سره سره، تېره میاشت لاهم په ورځ کې نږدې یو میلیون بېرله
ترې چین، سویلي اروپا او متحدو ایالتونو ته روان وو.
په وېنزویلا د وروستیو کلونو سیاسي ناکراریو
د تېلو تولید یو څه زیانمن کړی. همدا راز د دغه هېواد د تېلو او طبیعي ګاز دولتي شرکت،
پیترولیوس دي وینزویلا هم له لسیزو راهیسې له اعتصابونو او د خوندیتوب کمزورو معیارونو
له تورونو سره مخامخ دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ، ښاغلی مادورو
تورن کړی چې د نشهيي توکو د قاچاق تمویل لپاره د تېلو پیسې کاروي. خو بلخوا مادورو
بیا پر واشنګټن تور پورې کړی چې ګواکې هوډ لري د دوی د هېواد د تېلو زیرمو کنټرول تر
لاسه کړي.
په هره توګه، داسې ښکاري چې د تېلو ساحې دمګړۍ
د امریکا د هوايي بریدونو له زیانه خوندي پاتې شوې دي، خو د وېنزویلا راتلونکې چې هر
څه وي، د دغه هېواد د تېلو صنعت به په کې مهم رول ولوبوي.