د محکمې لومړۍ ناسته پای ته ورسېده؛ مادورو او مېرمن یې ټول تورونه رد کړل

د راپورونو له مخې، نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن په محکمه کې ټول تورون رد کړي دي. د دوی لومړنۍ محکمه ناوخته پای ته ورسېده. ښاغلی مادورو د "مخدره توکو ترهګرۍ" او "د وسلو او ویجاړوونکو چاودېدونکو توکو ساتنې" په تورونو متهم شوی. . همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وېنزوېلا د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کړې ده. د مادورو مرستیالې دلسي رودرېګز نن رسمي ډول د وېنزويلا د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. مېرمن رودرېګز په یوه پیغام کې چې په مستقیمه توګه ولسمشر ټرمپ ته استول شوی، ویلي چې د هغې حکومت به له متحده ایالاتو سره په درناوي او همکارۍ چلن وکړي.

لنډیز

  • نن درېیمه ورځ ده چې نیکولاس مادورو د امریکایي ځواکونو لخوا نیول شوی او د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونو له مخې محاکمه کېدو لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی
  • د مادورو مرستیاله ډیلسي رودریګز به نن د وېنزویلا د نوې ولسمشرې په توګه لوړه وکړي
  • ټرمپ خبرداری ورکړ چې که اغلې رودریګز رغنده ګامونه وانخلي، نو ښايي تر مادورو هم "لویه بیه" پرې کړي
  • ټاکل شوې نیکولاس مادورو نن په نیویارک کې محکمې ته حاضر شي
  • ایران او چین د مادورو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده
  • بېجېنګ په خپل تازه غبرګون کې د امریکا کړنې "له نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو له بنسټیزو نورمونو څرګنده سرغړونه" بللې
  • بلخوا د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني بیا ویلي، د مادورو وتلو د وېنزویلا خلکو لپاره د هیلو یو نوی باب پرانیستی دی
  • د رپوټونو له مخې د مادورو تر نیول کېدو وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې دي

ژوندی پوښښ

  1. نیکولاس مادورو او ښځه یې سیلیا فلورېس د نیوراک محکمې ته وړاندې کېدو په موخه لېږدول شوي

    د ویډیو تشریح، مادورو او ښځه یې د نیوراک محکمې ته د وړاندې کېدو په موخه لېږدول شوي
  2. د نیویارک پخوانی څارنوال: مادورو ښايي استدلال وکړي چې له تورونو مصونیت لري

    په نیویارک کې یوه پخواني فدرالي څارنوال بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دغه ایالت محکمه کې په لومړي ځل د مادورو راڅرګندېدل ښايي له نورو قضیو توپیر ونه لري.

    انډریو ویسمن مخکې د بي‌بي‌سي د راډیو ۴ نن ورځې پروګرام ته ویلي و، چې د قضیې په وروستي پړاو کې د دې احتمال ډېر زیات وي، چې تورن ووایي دوی د دولت د مشرانو په توګه د ځینو یا ان ټولو تورونو پر وړاندې خپلواک مصونیت لري.

    ویسمن زیاتوي، چې د متحدو ایالتونو حکومت احتمالا استدلال وکړي چې دوی مادورو د دولت د مشروع مشر په توګه نه پېژني.

  3. د نیکولاس مادورو مېرمن سیلیا فلورېس څوک ده؟

    سیلیا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    سیلیا فلورېس له ډېر وخت راهیسې په وېنزویلا کې یوازې د "لومړۍ مېرمنې" له رول څخه لوړه څېره ګڼل کېږي. د ولسمشر نیکولاس مادورو مېرمن د حکومت له تر ټولو مخکښو ښځو ده او پلویان یې تر ډېره د "لومړۍ مبارزې" په نوم یادوي.

    هغه په ۱۹۵۶ کال کې زېږېدلې ده او خپل سیاسي مسیر یې د خپل مېړه ترڅنګ پر مخ وړی دی بلکې په ځینو پړاوونو کې یې تر هغه لوړې دندې هم لرلې دي.

    فلورېس د هېواد د سیاسي بهیر په ټاکلو کې فعاله ونډه لرلې ده په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې مادورو په ۲۰۱۳ کال کې ولسمشر شو.

    د شنبې په سهار (د روان کال د جنورۍ درېیمه) مېرمن فلورېس او د هغې مېړه د امریکا د پوځ د عملیاتو پر مهال د وېنزویلا دننه ونیول شول او اوس ټاکل شوې چې دواړه په نیویارک کې د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق په تورونو محکمې ته وړاندې شي.

    فلورېس او مادورو دواړه د وېنزویلا د مړه شوي مشر هوګو چاوېز تر سیوري لاندې واک ته ورسېدل.

    مادورو د ۲۰۱۳ کال د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، د چاوېز له مړینې وروسته، فلورېس ته د "لومړۍ مبارزې" لقب ورکړ او د "لومړۍ مېرمنې" اصطلاح یې "اشرافي مفهوم" وباله.

    د امریکا د مالیې وزات د ۲۰۱۸ کال سپتمبر میاشت کې پر سیلیا فلورېس مالي بندیزونه ولګول چې د وېنزویلا د ولسمشر نژدې کړۍ په نښه کړي.

  4. وروستی, ایران او چین د مادورو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

    مادورو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، نیکولاس مادورو او سیلیا فلورېس له ۱۹۹۰یمو کلونو په اړیکه کې وو او په ۲۰۱۳ کال کې یې واده وکړ

    امریکا لخوا د وېنزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول کېدو ته د غبرګونونو په دوام چین او ایران دواړو چې د وېنزویلا متحدین دي، د مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورس د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

    د چین بهرنیو چارو وزارت د متحدو ایالتونو کړنې "له نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو له بنسټیزو نورمونو څرګنده سرغړونه" بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی په وېنزویلا کې امنیتي وضعیت له نږدې څاري.

    بېجېنګ همدا راز پر واشنګټن غږ کړي چې "د وېنزویلا د حکومت پرځولو له هڅو لاس واخلي او ستونزه د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي". د چین بهرنیو وزارت مخکې هم ورته غوښتنه کړې وه.

    د وېنزویلا بل نږدې متحد ایران بیا د مادورو او د هغه د ښځې نیول کېدل، تښتونه بللې.

    د اې‌اېف‌پي په وینا، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، "په دې [اقدام] کې ویاړلو لپاره هېڅ نه شته؛ دا یو غیرقانوني عمل دی."

    هغه زیاته کړې "څنګه چې د وېنزویلا خلکو ټینګار کړی، ولسمشر یې باید خوشې شي."

    د یادونې ده چې ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ تهران هم ګواښلی و چې که په دغه هېواد کې د روانو سوله‌ییزو لاریونونو ګډونوال ووژل شي، نو امریکا به مداخله وکړي.

    د دغو احتجاجونو پر مهال د مرګ‌ژوبلې اوښتلو رپوټونه ورکړل شوي او د ایران بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ دا څرګندونې "بې باکه او خطرناکې" بللې دي.

  5. وروستی, نن د څه پېښیدو تمه کېدای شي؟

    نن درېیمه ورځ ده چې د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکایي ځواکونو لخوا نیول شوی او نیویارک ته لېږدول شوی، چې د نشه‌يي توکو او وسلو د تورونو له مخې محاکمه شي. خو وضعیت لاهم په چټکۍ بدلون مومي – دلته څو داسې موضوعاتو ته اشاره کوو چې نن یې د پېښیدو تمه ده.

    • ډیلسي رودریګز به د ګرینوېچ پر وخت ۱۲:۰۰ بجې په رسمي ډول د وېنزویلا د ولسمشرې په توګه د دغه هېواد په ملي شورا کې لوړه وکړي. د وېنزویلا سترې محکمې د مادورو تر نیول کېدو وروسته هغه لنډمهاله ولسمشره وټاکله.
    • ماسپښین پر ۰۳:۰۰ بجو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې تمه ده، چې د رامنځته شوي وضعیت په تړاو به پکې بحث وشي.
    • تمه کېږي چې شاوخوا ۰۴:۰۰ بجې به د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر په دې تړاو بیان ورکړي.
    • او ویل کېږي تر هغې یو ساعت وروسته یعنې ۰۵:۰۰ بجې به نیکولاس مادورو په نیویارک کې محکمې ته حاضر شي.
  6. د مادورو تر نیول کېدو وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې دي

    وېنزویلا کې د روانې اوونۍ له پېښو وروسته د دوشنبې پر ورځ د تېلو بیې راټیټې شوې او شنونکي وايي چې له دغه هېواده به د تېلو د صادراتو برخه کې هر ډول خنډ یا کمښت د نړۍ له نورو ځایونو د اکمالاتو له لارې ځواب شي.

    خو سرو او سپینو زرو په څېر د ګرانبیه فلزاتو بیې بیا برعکس لوړه شوې، ځکه چې پانګوالو پیسې دې خوندي برخې ته اړولې دي.

    سره زر له نږدې دوه سلنې لوړېدو سره یو اونس ۴ زره ۴۰۸ ډالرو ته لوړ شوي او د سپینو زرو بیه درې نیم سلنه ختلې ده.

    د دې ترڅنګ د دفاعي شرکتونو ونډې هم لوړې شوې دي.

    د سرو زرو د بیو له لوړېدو وروسته، د قیمتي فلزاتو د کان کېدونکو شرکتونو انډیور او فریسنیلو د ونډو بیې هم لوړې شوې دي.

  7. د ایټالیا لومړۍ وزیره: د مادورو وتلو وېنزویلا لپاره د هیلو یو نوی باب پرانیستی

    میلوني

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني وايي چې د یکشنبې پر ورځ یې د وېنزویلا د اپوزیسیون له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره تلېفوني خبرې کړې دی.

    دواړو ویلي د ولسمشر نیکولاس مادورو له صحنې وتل به د واک سوله‌ییز او ډیموکراتیک لېږد لپاره امکانات رامنځته کړي.

    د میلوني دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د تلیفوني خبرو پر مهال د دې منښته وشوه چې د مادورو لېرې کېدل به د وېنزویلا خلکو لپاره د هیلو یو نوی باب پرانیځي او خلک به یو ځل بیا وکړای شي چې د ډیموکراسۍ او د قانون حاکمیت له اساسي اصولو برخمن شي."

  8. د ډیلسي رودریګز لوړه او د ټرمپ خبرداری

    امریکا

    د عکس سرچینه، Reuters

    ټاکل شوې چې ډیلسي رودریګز نن په داسې حال کې د وېنزویلا د ولسمشرې په توګه لوړه وکړي، چې څو ساعته ورمخکې ډونلډ ټرمپ نوموړې ته خبرداری ورکړ چې که رغنده ګامونه وانخلي، نو ښايي "ډېره لویه بیه" یې پرې کړي.‌

    د امریکا ولسمشر د یکشنبې پر ورځ له اتلانتیک مجلې سره په خبرو کې وویل: "که هغه داسې څه ونه کړي چې سم دي، نو ډېره لویه بیه پرې کړي، ښايي له مادورو هم لویه."

    هغه زیاته کړه چې "د رژیم بدلون، یا هر څه چې تاسو یې غواړئ وبولئ، له اوسني وضعیت غوره دي. [وضعیت] تر دې نور نشي خرابېدای".

    ټرمپ ویلي، چې متحد ایالتونه به د "یوه خوندي - مناسب او قضاوتمنده لېږد" د امکان تر برابرېدو پورې دغه هېواد اداره کړي. هغه دا هم ژمنه وکړه چې د متحدو ایالتونو د تېلو شرکتونه به وېنزویلا ته د زیربناوو رغونې لپاره لاړ شي "او دغه هېواد لپاره به د پیسو ګټل پیل کړي".

  9. د وېنزویلا سرپرسته ولسمشره ډېلسي رودریګز څوک ده

    رویټرز

    د عکس سرچینه، Reuters

    ډېلسي رودریګز - چې اوس د وېنزویلا سرپرسته ولسمشره ده، د مادورو یوه وفاداره مرستیاله ده، چې ډېر وخت له نوموړي او د هغه له ښځې سره په غونډو کې څنګ په څنګ راڅرګندېده.

    هغه پخوا وکیله او ډیپلوماته پاتې شوې او د مادورو په مشرۍ یې بېلابېلو سیاسي دفترونو کې دنده ترسره کړې ده.

    ۵۶ کلنه رودریګز، د مادورو د مرستیالې په توګه، هغه ته د نږدې کړۍ برخه وه – نوموړی یې د "یوازینی ولسمشر" بللی او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

    ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر یې مارکو روبیو له اغلې رودریګز سره خبرې کوي او دا چې هغې د هر هغه څه کولو ته لېوالتیا ښودلې، چې امریکا یې غواړي.

    خو د اغلې رودریګز وینا بیا د ټرمپ له دغو څرګندونو سره په ټکر کې وه او په زغرده یې دا رد کړه چې وېنزویلا به "د کومې امپراتورۍ مستعمره" شي.

    خو د یکشنبې پر ورځ د خپلې کابینې په لومړۍ غونډه کې د هغې ژبه د پخلاینې وه، او له امریکا یې وغوښتل چې له وېنزویلا سره همکاري وکړي.

  10. د وېنزویلا لنډمهالې ولسمشرې ویلي، امریکا سره متوازنې او پر درناوي‌ ولاړې اړېکې غواړي‌

    وېنزویلا

    د عکس سرچینه، Delctrodriguezv/Instagram

    د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې ویلي چې هېواد یې سولې ته ژمن دی او له امریکا سره د متوازنو او پر درناوي ولاړو اړیکو پر لور تګ ته لومړیتوب ورکوي.

    ډېلسي رودریګز په یوه اعلامیه کې د متحدو ایالتونو حکومت ته بلنه ورکړې چې د نړیوال قانون په اډانه کې ورسره د همکاریو پر یوې ایجنډا ګډ کار وکړي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې "ولسمشر ډونلډ ټرمپه، زموږ خلک او زموږ سیمه د سولې او ډیالوګ مستحقه ده، نه د جګړې."

    اغلې رودریګز دا راز ویلي، "وېنزویلا د سولې، پرمختګ،‌ حاکمیت او یوې راتلونکې حق لري."

  11. ډيلسي روډريګيز به د وېنزويلا د ولسمشرې په توګه نن لوړه وکړي

    د وېنزويلا مرستیاله ولسمشره

    د عکس سرچینه، Reuters

    د وېنزویلا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره ډیلسي روډریګیز به د دوشنبې په ورځ ځايي وخت د سهار ۸:۰۰ بجې په کاراکاس کې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړي.

    نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن د امریکا د پوځ لخوا دعملیاتو په ترڅ کېونیول شول او روډریګیز له هغه وخت راهیسې د وېنزویلا د لنډمهالې ولسمشرې په توګه دنده ترسره کوي.

    د امریکا له خوا د مادورو نيول، روډریګیز "تښتونه" بللې او ټینګار یې کړی چې وېنزویلا به د امریکا "مستعمره" نه شي.

    پخوانۍ مرستیاله ولسمشره په وېنزویلا کې د تیلو وزیره هم وه، چې د نړۍ ترټولو سترې د تېلو زېرمې لري.

    نوموړې دمخه د وېنزویلا د ټولو قضایي او سیاسي ادارو او همدارنګه د پوځ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

    د امریکایی خبري اژانس اتلانتیک سره په خبرو کې، ټرمپ ګواښ وکړ چې "که روډریګیز سم کار ونه کړي، هغه به ښايي له مادورو هم ستره بيه پرې کړي."

  12. د مادورو پر ضد د امریکا په عملیاتو کې د کیوبا وګړي وژل شوي

    د وېنزويلا پر پلازمېنه کاراکاس د امریکا د پوځي برید او د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې له نیول کېدو دوه ورځې وروسته، د کیوبا حکومت اعلان کړی چې په وېنزویلا کې د امریکا د پوځي عملیاتو پرمهال ۳۲ کیوبایان وژل شوي دي، او له همدې امله په هېواد کې دوه ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

    ډونلډ ټرمپ مخکې له نیویارک پوسټ سره په یوه مرکه کې د کیوبایانو مړینې ته اشاره ویلي وو، "ډېرو کیوبایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دوی د مادورو ساتنه کوله، چې دا ښه پرېکړه نه وه."

  13. امریکا څنګه مادورو ونیو: 'امریکايي جاسوسانو له میاشتو راهیسې هغه څاره'

    امریکايي چارواکي او ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Donald Trump / TruthSocial

    د وېنزوېلا په حکومت کې د ننه د یوې سرچینې په ګډون یوې کوچنۍ ډلې د ۶۳ کلن ولسمشر مادورو خوب، خوراک او حتی - د لوړپوړو دفاعي چارواکو په خبره - د هغه کورني حیوانات څارل.

    بیا د دېسمبر میاشتې په لومړیو کې د بشپړ هوډ په نامه دغه عملیات له میاشتو چمتووالي، پلانونو او تمرینونو وروسته نهايي شول چې پکې د مادورو د خوندي کور بېلګه جوړه شوې او د ورتګ تمرین پکې شوی و.

    دغه پلان په دقت خوندي شوی او د امریکا کانګرس ته هم مخکې خبر نه و ورکړل شوی او نه یې مشوره اخيستل شوې وه.

    لوړپوړو پوځي چارواکو پلان مناسب وخت او د هیښولو شېبې ته ساتلی و او کله چې څلور ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ د عملي کېدو اجازه ورکړې وه خو د امریکا لوی درستیز جنرال ډن کېن د شنبې په ورځ وویل چې دوی بیا هم منتظر شول.

    بالاخره په ځایي وخت د شپې په پینځلس کم یوولس بجې دغه دوه ساعته او شل دقیقې بې ساري عملیات د هوا، ځمکې او سمندر له لارې پیل شول.

    ولسمشر ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره په فلوریدا کې د دغو عملیاتو ژوندی حال داسې مهال څاره چې یوې خوا ته یې د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر جان راټکلېف او بلې خوا ته یې بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ناست وو.

    هغه د شنبې په ورځ وویل چې دا عملیات یې داسې وکتل لکه تلویزیوني پروګرام چې ګوري او ویې ستایل.

  14. د وېنزویلا د اپوزیسیون مشر د واک لېږد لپاره د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې

    د وېنزويلا د اپوزسيون مشر

    د عکس سرچینه، re

    د وېنزویلا د اپوزیسیون سیاستوال اډمونډو ګونزالیز پر پوځ غږ کړی چې د امریکا له خوا د دغه هېواد د ولسمشر له نيول کېدو وروسته دې واک هغه ته وسپارل شي.

    نوموړي پرټولنیزو رسنیو یوه ویډیويي پیغام کې ويلي، "د تېرو څو ورځو پېښې د وېنزویلا په معاصر تاریخ کې یو مهم بدلون دی. دا شېبه یو مهم ګام دی، خوکافي نه دی."

    دا د نيکولاس مادورو له نيول کېدو وروسته د ښاغلي ګونزالیز لومړی غبرګون دی، چې ډېری یې د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ ټاکنو اصلي ګټونکی ګڼي.

    هغه زیاته کړې "نن، هغه څوک چې واک یې غصب کړی و، نور په واک کې نه دی او له عدالت سره مخ شوی دی. "

    ښاغلي ګونزالیز ټینګار وکړ چې پوځ باید "د ۲۰۲۴کال د جولای په ټاکنو کې د خلکو رایې" ته درناوی وکړي، او یادونه یې وکړه چې د خلکو وفاداري اساسي قانون او جمهوریت ته ده. نوموړي ويلي، "د سزا له خونديتوب پرته وېنزویلا حقیقت، عدالت او پخلاینې ته اړتیا لري."

  15. په امریکا کې د مادورو نوي خپاره شوي انځورونه

    موږ د رویټرز له لارې د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې، سیلیا فلورس، نوي انځورونه وروسته له هغه چې د شنبې په ماښام نیویارک ته ولېږدول شول ترلاسه کړي دي.

    دوی دواړه د نیویارک د سټیوارټ هوایی ځواک اډې ته په الوتکه کې يوړل شول او بیا د چورلکې په واسطه منهټن ته د مخدره توکو د کنټرول ادارې دفتر ته یوړل شول او له هغه ځايه بیا په بروکلېن کې د مېټروپولیټن توقیف مرکز ته لېږدول شوي دي.

    ټاکل شوي چې د دوشنبې په ورځ به ځايي وخت ۱۲:۰۰ بجې فدرالي محکمې ته حاضر کړل شي.

    د وېنزويلا نيول شوی ولسمشر په نيويارک کې

    د عکس سرچینه، Reuters

    د وېنزويلا نيول شوی ولسمشر په نيويارک کې

    د عکس سرچینه، Reuters

    د وېنزويلا نيول شوی ولسمشر مېرمن په نيويارک کې

    د عکس سرچینه، Reuters

  16. مادورو او مېرمن به یې د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړل شي

    په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس، راپور ورکړی چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن به سبا، دوشنبې، محکمې ته حاضر کړل شي.

    د امریکا یوه ویاند ويلي، "د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس به د دوشنبې په ورځ په منهټن کې فدرالي محکمې ته حاضر شي."

    ویاند زیاته کړې چې د محاکمې وخت ځایي ۱۲ بجې ټاکل شوي دي.

  17. اروپايي ټولنې "د کړکېچ مخنيوي لپاره له ټولو اړخونو د ارامۍ او زغم غوښتنه کړې"

    اروپايي ټولنه

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/Shutterstock

    اروپایي ټولنې په وېنزویلا کې د امریکا له عملياتو او د دغه هېواد د ولسمشر نيکولاس مادورو له نيول کېدو وروسته " د کړکېچ مخنيوی لپاره له ټولو اړخونو د ارامۍ او زغم غوښتنه کړې".

    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس په یوه بیان کې چې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو لخوا لاسلیک شوی، ويلي، "د وېنزویلا د خلکو د هغه حق چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي باید درناوی وشي."

    په بیان کې ټینګار شوی چې "د وېنزویلا د خلکو ارادې ته درناوی د هېواد لپاره د ډیموکراسۍ د بیا رغونې او د اوسني کړکېچ د حل یوازینۍ لاره ده."

    هنګري دا بيانیه نه ده لاسلیک کړې او په دې اړه یې لا تراوسه څه نه دي ويلي.

  18. مادورو د نیویارک زندان کې ساتل کېږي؛ روبیو وايي امریکا له وېنزویلا سره جګړه کې نه ده

    مارک روبیو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    امریکا ته د وېنزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له وړل کېدا او د نیویارک زندان کې له زنداني کېدا وروسته، دا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له امریکايي رسنیو سره غږېدلي چې مهم ټکي یې دا دي:

    • روبیو وايي دا "د وېنزویلا پر ضد جګړه نه ده"؛ دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د شنبې په ورځ پر دغه هېواد بریدونه وشول او ولسمشر یې نیکولاس مادورو وایستل شو.
    • هغه زیاتوي چې امریکا به وېنزویلا د دې له مخې وارزوي "چې راتلونکې کې څه کوي" او ټینګار کوي چې واشنګټن به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره "د فشار ګڼ وسایل" ولري.
    • روبیو له ABC سره په خبرو کې وویل چې د دې عملیاتو لپاره د کانګرس اجازه اړینه نه وه "ځکه دا یرغل نه و".
    • هغه هیله څرګندوي چې د مادورو لېرې کېدل به "یو ښه وېنزویلا" کې وضعیت ښه کړي خو ورسره وايي چې "لومړنی هدف امریکا ده".
    • کله چې ترې وپوښتل شول ایا موقته ولسمشره ډیلسي رودریګز اوس د وېنزویلا قانوني ولسمشره ده که نه، هغه وویل چې امریکا اوسنی رژیم مشروع نه ګڼي.
  19. د ټرمپ له ادعا سره سره، وېنزویلا د مادورو متحدان اداره کوي

    ایون وېلس - د سویلي امریکا خبریاله

    د وېنزویلا لندمهاله ولسمشره ډېلسي رودریکز - نیکولاس مادورو ته د ورنږدې وفادارې کړۍ برخه وه او لا هم ده.

    هغې ته د سترې محکمې لخوا لوړه ورکړ شوه، چې پخپله هم د مادورو غورځنګ ته ژمنه او د نوموړي له وفاداره اشخاصو ډکه ده.

    که څه هم ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې وېنزویلا به د واک تر لېږد پورې امریکا اداره کوي – خو په دغه هېواد کې د واک واګي لا هم د امریکا نه، بلکې د مادورو د متحدانو په لاس کې دي.

    اغلې رودریګز ویلي چې وېنزویلا به د ځان دفاع وکړي، خو د ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړې به له امریکا سره ګډ کار کوي، چې د بېلګې په توګه، متحد ایالتونه د وېنزویلا د تېلو زېرمو ته لا ډېر لاسرسی ومومي.

    دا په څه معنا ده؟

    امریکا دمګړۍ په وېنزویلا کې پوځي حضور نه لري، خو ټرمپ یې امکان هم نه دی رد کړی.

    خو امریکا اوس په بله بڼه کنټرول لري – په وېنزویلا کې یې د مادورو پاتې پلویانو ته د نوموړي یو داسې انځور مخ ته را ځړولی چې هغه پکې تړلې سترګې توقیف‌ ته اچول کیږي.

    مادورو ته ژمن او وفادار به اوس پر دې ښه خبر وي چې که د امریکا خبرې ته غوږ کېنږدي، نو راتلونکی وار به د دوی وي.

    که څه هم دمګړۍ د کاغذ پر مخ دوی په واک کې دي، خو ایا دا به احساسوي چې امریکا ته 'نه' ویلی شي؟

  20. وروستی, که په وېنزویلا کې ملکي وګړي زیانمن شوي وي، نو د امریکا پر متحدانو به فشار زیات شي

    ایون وېلس - د سویلي امریکا خبریاله

    د وېنزویلا حکومت پر امریکا تور پورې کړی چې د شنبې شپې په هوايي ګوزارونو کې یې ځینې ملکي سیمې هم هدف ګرځولې او دا چې دوی دمګړۍ په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې د شمېر پر راټولو بوخت دي.

    نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې په دغو هوايي بریدونو کې یو اپارتمان هم په نښه شوی، چې یوه زړه ښځه پکې وژل شوې او څو نور کسان ژوبل شوي دي.

    په رپوټ کې د لږترلږه څلوېښتو کسانو د مرګژوبلې خبره شوې، خو روښانه نه ده چې دا ملکي وګړي دي که پوځي اهداف.

    بي‌بي‌سي په خپلواکه توګه د دغو رپوټونه پخلی نه دی کړي.

    که دا تایید شي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي، نو دا به د امریکا پر متحدینو چې ځینې یې دغو بریدونو ته د غبرګون پر څرنګوالي غور کوي، فشار ډېر کړي.

    د بریتانیا په څېر د امریکا ځینې متحدان که څه هم له ولسمشر مادورو سره لېوالتیا نه لري، خو په زغرده یې د هغه د ګوښه کولو د څرنګوالي هرکلی هم نه دی کړی.

    بلخوا د امریکا ځینو منتقدینو بیا دا هېواد په څرګنده د نړیوال قانون پر ماتولو تور کړی دی.