د پښتونخوا والي په دفتر کې د کورنیو چارو وزیر په ګډون غونډه روانه ده
بيبيسي ته ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا د والي په دفتر کې د پښتنو د قامي جرګې په اړه غونډه روانه ده. په دغه ناسته کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون لري.
د نوموړي تر څنګ د پښتونخوا والي، د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو غړي هم برخه لري.
دا هم ویل کېږي چې دې ناسته کې د خیبر پښتونخوا د پولیس مشر هم شته. ټاکل شوې وروسته بله غونډه د پښتونخوا د اعلی وزیر په دفتر کې وشي. ټاکل شوې د ددویمې ناستې مشري به اعلی وزیر علي امین ګڼداپور کوي.
دې ناسته ته هم د ټولو سیاسي ګوندونو استازي وربلل شوي دي. روښانه نه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم په کې ګډون لري، او کنه.

د عکس سرچینه، KP governor office




