د خیبر
پښتونخوا اعلی وزیر عليامین ګنډاپور له منظور پښتین سره له لیدنې وروسته په ګډه
خبري غونډه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا چارشنبه خیبر کې د پښتو قاميجرګې پر
ګډونوالو د برید او یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اړولو په تړاو د یوې پوښتنې په
ځواب کې وویل، وفاقي یا مرکزي حکومت چې د دغه ایالت په چارو کې په لاسوهنې سره د
پښتنو پر روایاتو (جرګي) کوم برید وکړ، "دا د غندې وړ دی".
هغه وویل قبایلو
د پاکستان او امن لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. اوس یې هم له دغو شهیدانو سره
قرباني ورکړه خو دا ځل به یې قرباني ثمره هم ترلاسه کړي. زموږ راتلونکي نسل ته به
پاکستان کې یو ښه امن او ښه راتلونکې ترلاسه شي.
نوموړي
زیاته کړه دا چې زموږ دا جرګه پر خپل ځای او وخت کېږي، او بریالۍ جرګه به وي، همدا
د دغو قربانیو ثمره ده.
عليامین ګنډاپور
وویل، دوی (د جرګې ګډونوال) به کینې، څومره مسایل او غوښتنې چې دي پر هغو به مشوره وکړي،
او له هغې وروسته زما دا ژمنه ده چې دوی له مشورې وروسته هره پرېکړه او تړون کوي،
زه به یې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په توګه او شخصآ ملاتړ کوم.
هغه وویل
"دا کوم مسایل چې دي، د دوی حل زموږ حق دی".
وروستی, منظور پښتین له ګنډاپور سره تر لیدنې وروسته: د پښتنو قامي جرګه به په امن کې او پر خپل وخت کېږي
د عکس سرچینه، PTM/Social
د پښتون ژغورنې
غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور جمرود ته نږدې په وزیر ډنډ سیمه کې د پاکستان
مرکزي او د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د پلاوي له مشر او د خیبرپښتونخوا له اعلی
وزیر عليامین ګنډاپور سره تر کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په خیبر
کې به د پښتنو رابلل شوې قامي جرګه له پلان سره سم سبا (جمعه د اکتوبر ۱۱مه) پر
خپل وخت او خپل ځای کې په "امن سره" پیل شي.
هغه وویل چې
د حکومتي پلاوي له مشر سره کتنه کې یې پر جرګې، او پښتونخوا کې پر امن او ثبات
سربېره تېره ورځ د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو د وژل شویو کسانو په اړه هم خبرې
کړې او پر دې پېښه ژوره خواشینې وښودل شوه.
هغه پر خپله
فېسبوک پاڼه یوه پیغام کې لیکلي: "د جرګې په انتظاماتو کې د بهترۍ او د راروانو مشرانو او اولسونو د رارسیدلو
په خاطر به جرګه سبا ماسپښین د جمعې له نمونځ نه پس شروع کیږي".
ښاغلي پښتین دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې
په ځايي وخت پنجشنبه ماښام مهال د خیبرپښتونخوا د ایالتي او د پاکستان د مرکزي حکومت
په غوښتنه له پيټياېم سره د دې جرګې په تړاو خبرې شوې.
په اسلام اباد کې د
بي بي سي خبریال افتخار خان په خپل رپوټ کې وايي، په دې پلاوي کې د خیبر پښتونخوا
اعلی وزیر تر څنګ د صوبايي اسامبلۍ غړی مینا خان اپریدی چې د لوړو زدکړو صوبايي وزیر هم دی، اصف خان، جلال او د اسامبلۍ مشر باور سلیم سواتی او په اسامبلۍ کې د اپوزېسیون غړی عباد خان هم په دې پلاوي
کې شامل دی.
په پلاوي کې دغه راز د پېښور او خیبر سیمې د پولیسو مشران (کمشنران) هم
شامل دي.
د رپوټونو له مخې د دواړو پلاویو تر منځ به په یوه شخصي دېره کې خبرې
وشي.
وروستي معلومات ښيي، چې له اعلی وزیر ګنډاپور پرته د پلاوي نور غړي وزیر ډنډ
سیمې ته رسېدلي، خو د پي ټي ایم پلاوی تر اوسه پورې هلته نه دی رسېدلی.
وروستی, منظور پښتین د څلورو وژل شوو کسانو د جنازې پر مهال: که جرګه هره فیصله کوي، منو یې
له خیبر میدانه رپوټونه وايي چې نن د پاکستاني امنیتي کسانو له لوري د پرونیو وژل شوو څلورو تنو د جنازې لمونځ ادا شوی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ګډون پکې کړی دی.
ښاغلي پښتین د جنازې لمانځه نه مخکې وینا هم کړې ده.
هغه وژل شوو کسانو او د 'پښتنو قامي جرګې' د مخنیوي هڅو ته په اشارې سره وویل، "ګواه اوسئ، چې کله په وطن ننګ و نو د پيټياېم ملګرو، چې په هغه کې د هر ګوند او علاقې خلک موجود دي، په اول صف کې ولاړ وو او سرونه یې ورکول."
د عکس سرچینه، PTM Social Media
"د حساب کتاب ورځ"
هغه د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وویل، "ظلم او جبر دې کړی دی، سل ظلمونه وکړه خو اخر به هم ځواب ته تم کېږې" او "حساب ته به کېنې."
د ښاغلي پښتین په وینا، پښتانه به په بل هر څه کې ګوزاره وکړي خو په "حساب کتاب" کې په چا پسې نه تېرېږي او نه یې هم "هېڅکله په تاریخ کې چا ته معاف کوي، نه به یې درته معاف کړي."
هغه له پښتنو وغوښتل چې "پر شا نه شئ، کنه نو ګټلې لوبه به وبایلئ."
ښاغلي پښتین همدا راز وویل چې د 'پښتنو قامي جرګه' به په پاکستان کې له پښتنو سره د روان وضعیت په اړه پرېکړه کوي او په وینا یې، "چې دغه ملت هره پرېکړه وکړه، که د چا زړه خوشالېږي او که خپه کېږي، که د چا د غرقولو یا ابادولو وي، زه به په هغې جرګه او فیصله کې ورسره ولاړ وم."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی او تور یې پورې کړی چې ګواکې د دغه هېواد امنیت او بې ثباتۍ ته ګواښ دی او د یوې میاشتې لپاره یې په خیبر پښتونخوا کې د خلکو راټولېدل هم منع کړي دي.
سرچینه وايي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه غورځنګ ته ځينې شرطونه وټاکل شي او د هغوی تر منلو وروسته باید د 'پښتنو قامي جرګې' ترسراوي اجازه ورکړل شي.
د عکس سرچینه، Chief minister office
د عکس تشریح، د محسن دوړ او ایمل ولي خان په ګډون د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او تنظیمونو مشرانو هم په دې ناسته کې ګډون کړی و.
لا معلومه نه ده چې دغه پلاوی به له څه ډول شرطونو سره له پيټياېم سره مذاکرات پيلوي خو سرچینې ویلي چې د شرطونو په اړه مشوره روانه ده.
د یادولو ده چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په کور کې په دې نننۍ ناسته کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په ګډون د ایالتي او مرکزي حکومت چارواکو، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او د پارلمان غړو ګډون کړی و.
ښاغلي ګنډاپور هیله څرګنده کړې چې دغه پلاوی یا "ایالتي جرګه" به روان وضعیت ته د یوه "سولهييز" حل په موندلو کې بریالۍ شي.
وروستی, د خیبر پښتونخوا والي: وخت کم دی، ټول باید مذاکراتو ته چمتو کړو
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کونډي د پښتنو قامي جرګې په اړه جوړې شوې ناستې ته ویلي چې د دغه ایالت "امنیت او د خلکو وضعیت ښه کېدا" لومړیتوب ورته لري او باید ټولې ستونزې د "مذاکراتو" له لارې حل شي.
د عکس سرچینه، Chief minister office
ښاغلی کونډي وايي، "موږ سره وخت کم دی او اړ یو چې ټول مذاکراتو ته چمتو کړو او د ستونزې حل راوباسو. کوم خلک چې د دغه هېواد قوانین مني، هغوی سره باید مذاکرات وشي."
هغه د پښتون قامي جرګې له غړو سره د پروني تاوتریخوالي په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د مذاکراتو پر مهال به ځینې غوښتنې له ایالتي او ځینې به له مرکزي حکومته وي او "نن اعلی وزیر هم راسره ناست دی او د هغه په مشرۍ کې باید د دې ستونزې حل راوباسو."