اسرائیل پر تهران او بیروت نوي بریدونه پیل کړل، په ریاض کې د امریکا سفارت بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی

اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. د سعودي عرب دفاع وزارت په وینا، په ریاض کې د امریکا سفارت د دوو بې پیلوټه الوتکو لخوا ویشتل شوی، چې له امله یې "محدود" اور لګېدلی دی.

لنډیز

  • اسرائیل پر تهران او بیروت نوي بریدونه پیل کړل
  • په ریاض کې د امریکا سفارت بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی
  • د ایران په عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي
  • اسرائیلي مرستندویان وایي په ایراني برید کې نهه تنه وژل شوي
  • ایران عرب امارت بیا په نښه کړل
  • د ایران دولتي رسنيو د خامنه يي وژل کېدل تائید کړي
  • امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي دي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا 'لوی جګړه‌ییز عملیات' بللي دي
  • هغه وویل ایران نړۍ کې د ترهګرۍ لومړۍ درجه ملاتړی هېواد دی
  • ټرمپ زیاته کړه "زموږ هدف دا دی چې د ایران د رژیم له‌خوا د نژدې ګواښونو له منځه وړلو سره د امریکا د خلکو دفاع وکړو"
  • هممهاله د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې پر اسرائیلي یې د توغندیو او ډرون پراخ ځوابي بریدونه کړي
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا او اسرائیل بریدونه بې‌دلیله، غیرقانوني او نامشروع دي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ: که ایران برید وکړي، په بېساري ډول به یې وځپو

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ایران له خوا د نویو بریدونو ګواښ ته په ځواب کې ویلي چې که ایران داسې څه وکړي، "موږ به یې په داسې ځواک سره وځپو چې مخکې یې هېڅکله ساری نه و!"

    ښاغلي ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي، "ایران اوس اعلان وکړ چې نن به ډېر سخت بریدونه ترسره کړي، د پخوا په پرتله ډېر سخت وي."

    نوموړي زياته کړې، "د دوی لپاره به غوره وي چې دا کار ونه کړي، ځکه که دا کار وکړي، موږ به یې داسې وځپو چې مخکې هېڅکله نه وي ليدل شوي."

  2. وروستی, سپاه پاسداران: په سیمه کې د امریکا ۲۷اډې او د اسرائیلو د پوځ مرکزي دفترونه په نښه شوي

    ایران

    د عکس سرچینه، @PressTV

    د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران په خپل وروستي بیان کې ویلي چې دوی "د اسرائيلو د پوځ عمومي مرکزي دفتر، په تل ابيب کې لويې دفاعي صنعتي ودانۍ، د تل ابيب اډې په ګډون په سیمه کې د امریکا ۲۷اډې په نښه کړي دي".

    په بیان کې دا ادعا هم شوې چې "د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به پرېنږدي چې په نیول شویو سیمو او امریکایي اډو کې د خطر زنګونه بند شي."

  3. وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې په اړه د پاکستان غبرګون

    پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ويلي چې د امریکا او اسرائیلو بریدونه به د ټولې سیمې امنیت زیانمن کړي.

    په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، عاصم افتخار احمد، د ۱۵ غړو شورا ته چې د شنبې په ماښام د فرانسې، چین، روسیې، بحرین او کولمبیا په غوښتنه په بېړني ډول راټول شوي وويل، "موږ په سيمه کې د تاوتریخوالي د زياتېدو په اړه ژوره اندېښنه لرو".

    نوموړي دغه ګډ بریدونه "له نړيوال قانون سرغړونه" وبلله او زياته یې کړه چې د امریکا او اسرائیلو بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د سوله ييز حل د موندلو لپاره ډيپلوماتيکې هڅې روانې وې.

    په همدې مهال د پاکستان استازي په سعودي، بحرين، اردن، کویت، قطر، متحده عرب امارتو باندې د بریدونو په غندلو سره له دغو هېوادونو سره خواخوږي وښوده.

  4. وروستی, د ایران خبري اژانسونه وايي د خامنه يي د مړينې له اعلان وروسته خلک لارو کوڅو ته راوتلي

    د ایران د خبري اژانسونو په وینا، د ایران پر تلویزیون کې د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د مړینې له اعلان وروسته، "د هغه یو شمېر ملاتړي سړکونو ته راووتلي دي."

    په مشهد کې د امام رضا د ګنبدې بیرغ د ماتم رنګ ته بدل شوی، او د ایران په ځینو ښارونو، د عراق پلازمېنه بغداد، کربلا او کشمیر کې د خلکو د راټولېدو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

    د فارس خبري اژانس وايي، د مشر د مړینې د خبر په اورېدو سره، "خلک له لمر ختو وړاندې په تهران کې د انقلاب چوک ته" ولاړل.

    دا په داسې حال کې ده چې په خپرو شويو ویډيوګانو کې د علي خامنه يي د ملاتړو ډېر شمېر نه لیدل کېږي.

    په ځينو سيمو کې بيا یو شمېر خلک د خوښۍ لمانځې هم کوي.

    د خامنه يي وژل کېدل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د خامنه يي وژل کېدل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د خامنه يي وژل کېدل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د خامنه يي وژل کېدل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د خامنه يي وژل کېدل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د خامنه يي وژل کېدل

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. وروستی, تهران کې د تازه چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

    ایران

    د عکس سرچینه، ISNA

    د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې په تهران کې ځايي وخت سهار مهال د لږترلږه دریو سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د ايسنا خبري اژانس هم راپور وکړی چې د تهران په ختيځ کې چاودنه شوې ده.

    داسې معلومېږي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه په دويمه ورځ هم دوام لري.

    وړاندې د اسرائیلو پوځ ويلي وو چې د ایران لسګونه توغندي یې شنډ کړي او د ایران پر بالستيک توغنديو او هوايي دفاعي سيتمونو یې نوي بريدونه کړي دي.

  6. د ایران په اعلامیه کې د وژل شوي مذهبي مشر د ځایناستي یادونه نه ده شوې

    ګڼ شمېر دولتي رسنیو په ورته مهال د خامنه يي د مړینې اعلان خپور کړ.

    د عکس سرچینه، IRINN

    د عکس تشریح، ګڼ شمېر دولتي رسنیو په ورته مهال د خامنه يي د مړینې اعلان خپور کړ.

    د ایران ملي امنیت شورا له اعلامیې سره هممهاله د دې هېواد یو شمېر دولتي رسنیو هم د مذهبي مشر علي خامنه يي وژل کېدل تائید کړي دي.

    له دې څو ساعته مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، د ایران مذهبي مشر له اسرائیل سره په شریکو بریدونو کې وژل شوی دی.

    د ایران په اعلامیه کې بیا داسې څه نه دي ویل شوي، چې ۸۶ کلن مذهبي مشر څنګه وژل شوی او داسې څه هم نه دي ویل شوي، چې څوک به یې ځایناستی وي.

    زموږ همکاران د دې موضوع په هکله د تازه معلوماتو په راټولولو او ژباړلو بوخت دي.

  7. وروستی, د ایران خبري شبکې د علي خامنه يي مړینه تائید کړه

    خامنه يي

    د عکس سرچینه، Khamenei.ir

    د ایران خبري شبکې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه وژل کېدل تائید کړل.

    له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خامنه ای مړینه تائید کړې وه.

    ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل ليکلي وو، "خامنه يي چې په تاریخ کې یو له خورا بدو کسانو و، وژل شوی دی." ښاغلی ټرمپ ويلي وو "دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو لویو امریکایانو او د نړۍ د مختلفو هېوادونو د وګړو لپاره هم عدالت دی چې د خامنه يي او د هغه د وینې تږو ټګانو لخوا وژل شوي یا معيوب شوي دي."

  8. د سي بي اېس رپوټ کې ویل شوي، په بریدونو کې ۴۰ ایراني چارواکي وژل شوي دي

    د استخباراتو یوې سرچینې او یوې پوځي سرچینې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، چې پر ایران د بریدونو په ترڅ کې د دې هېواد د مشرتابه نژدې ۴۰ کسان وژل شوي دي.

    تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کسان په یوه ځای کې وژل شوي او که په بېلابېلو ځایونو کې پرې بریدونه شوي دي.

    سرچینې ادعا کوي، چې په وژل شویو کې د ایران مذهبي مشرعلي خامنه يي، دفاع وزیر او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر هم شامل دي.

    د یادونې ده، چې د یکشنبې پر سهار د ایران دولتي ټلویزیون په یوه بېړنیز خبرو کې د علي خامنه يي وژل کېدل تائید کړل.

  9. ایران کې دولتي رسنۍ وايي، بریدونو کې د خامنه يي لور او لمسی وژل شوي دي, غونچه حبیبي ازاد

    د فارس خبري اژانس په رپوټ کې چې د سپاه پاسداران انقلاب اړوند بلل کېږي، د ایران مذهبي مشر دفتر کې د ''معلومات لرونکو سرچینو'' په حواله ویل شوي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي لور، زوم او لمسي په بریدونو کې وژل شوي دي.

    د فارس په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې ''په بریدونو کې د خامنه يي یوه نږور هم وژل شوې ده.''

    له دې مخکې د خامنه يي د نږور او زوم وژل کېدو رپوټونه خپاره شوي وو، چې وروسته رد شول. د یادونې ده، چې ایراني چارواکو تر اوسه پورې خپله د ایران مذهبي مشر وژل کېدل نه دي تائید کړي.

  10. ای ډ‌ي ایف وايي، د بریدونو یوه بله څپه یې بشپړه کړه

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وايي، هغه لسګونه توغندي یې شنډ کړي، چې له ایرانه د اسرائیل پر لوري توغول شوي وو او پر بالسټیک توغندیو او هوايي دفاعي نظام یې د بریدونو یوه بله څپه بشپړه کړې ده.

    ای ډي ایف بي بي سي ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، په لویدېځ او مرکزي ایران کې یې د توغندیو توغولو هغه ځایونه هم ویشتلي، چې په وینا یې مخکې پرې بریدونه نه وو شوي.

    اعلامیه زیاتوي: ''دغه بشپړ شوي بریدونه اسرائیلي هوايي ځواکونو ته په خلاص مټ د عملیاتو زمینه برابروي او د هغو ګڼ شمېر توغندیو مخه نیسي، چې د اسرائیل هېواد اوسېدونکو او په پراخه کچه د منځني ختیځ ثبات ګواښي.''

  11. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: د ملکي خلکو وژنې یو جنګي جنایت دی

    امیر سعید ایرواني

    د عکس سرچینه، Reuters

    په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني وايي، ''د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل له مخکې پلان شوې او بې دلیله جګړه کې سلګونه خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، په دې کې د ایران سویلي میناب سیمې په یوه ښوونځي کې د چاودنې له کبله وژل شوي ۱۰۰ ماشومان هم شامل دي.

    هغه وویل: د بې ګناه ملکي وګړو شمېر په زیاتېدو دی. دا نه یوازې یو یرغل دی، بلکې دا د بشریت پر ضد یو جنګي جنایت دی.''

    پر هغه ښوونځي د برید خبر نه دی تائید شوی، چې ویل کېږی، د ایران سپاه پاسداران ځواک یوه مرکز ته نژدې موقعیت لري.

  12. وروستی, متحده عرب اماراتو د ایران بریدونه غندلي دي

    متحده عربي اماراتو پر خپله خاوره د ایران بریدونه غندلي دي او دا یې ''له نړیوال قانونه سرغړونه او پر ملي حاکمیت تېری'' بللی دی.

    په یوه اېکس پیغام کې متحدو عربي اماراتو د ایران بریدونه یو خطرناک او "بزدلانه عمل" بولي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ګواښي او ثبات زیانمنوي.

    د متحدو عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، دوی په تیار سئ حالت کې دي او په وینا یې د هر ډول ګواښ مخنیوي ته چمتو دي.

    د دې هېواد مسوولین وايي، د هغو ۱۳۷ بالسټیک توغندیو او ۲۰۹ ډرونونو مخه یې نیولې، چې د دې هېواد پر لور توغول شوي وو او هدف ته له رسېدو مخکې یې له منځه وړي دي.

    په پيغام کې زیاته شوي د هغو نژدې څلوېښت ډرونونو له کبله چې د دې هېواد په خاوره کې غورځېدلي ''یو څه فرعي زیانونه'') اوښتي دي.

  13. ایران کې خلک خوښۍ کوي

    د بي بي سي د حقایقو پلټنې څانګې دری هغه ويډيوګانې تائید کړې چې په تهران او کرج ښارونو کې خلک د امریکا او اسرائیلو په بید کې د ایران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د "وژل کېدو" له کبله خوښۍ کوي.

    یوه کلیپ، چې د کرج ښار ته نږدې په یوه استوګنیزه سیمه کې فلم شوی، د اوسېدونکو یوه ډله ښیي چې په سړک کې نڅا کوي او موټرونه خپل هارنونه وهي.

    پر اېکس یوه خپره شوې ویډيوم چې د تهران په لوېدیځ کې له یوه اپارتمانه اخیستل شوې، اوسېدونکي له خپلو کړکیو خوشحالۍ کوي او چکچکې وهي.

    د بي بي سي د حقایقو د پلټنې څانګه وايي هېڅ شواهد نشته چې دا کلیپونه دې مخکې هم خپاره شوي و او د مصنوعي لاسوهنې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي.

    په یوه بله ویډیو کې، یو سړی چیغې وهي، "زه خوب وینم، سلام نوې نړۍ!" او په فارس ولایت کې خلک د روح الله خميني د مجسې د نړولو پر مهال د خوښۍ په حال کې ليدل کېږي.

    د ویډیو تشریح، په ایران کې د خلکو خوښۍ
  14. د ایران د مذهبي مشر اته لسيزې ژوند

    علی خامنه یی

    د عکس سرچینه، leader.ir

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه شوې.

    خامنه يي ۱۳۱۸ لمريز کال کې د ازربايجان خامنې سيمې له پلاره، او د نجف آباد ميرداماديانو له موره په مشهد کې زېږېدلی و.

    پېژندپاڼه کې يې راغلي چې دی د چنګاښ پر ۲۴ مه زېږېدلی و، خو ژوندليک کې يې چې په رسمي وېبپاڼه کې خپور شوی، د زېږون مياشت یې وری ياد شوې ده.

    پلار يې، جواد خامنه يي، چې په خپله يو روحاني کس و، نجف کې زېږېدلی و، او تبرېز کې له کلونو ژوند وروسته، پای کې مشهد کې مېشت شو، او دغه ښار کې د ازريانو د جومات امام يا ملا شو.

    علي خامنه يي، يې د پلار له دوهمې ښځې دوهم زوی و. جواد خامنه يي له خپلې لومړۍ ښځې درې لوڼې لرلې.

    د علي خامنه يي مور، د هاشم ميردامادي نجف ابادي لور وه. دی له هغو روحانينو و، چې نسب يې د صفويانو پېر متکلم او فقيه ميرداماد ته غځېږي.

    علي خامنه يي، د حوزې خپلې زده کړې په مشهد کې پيل کړې، بيا يوه کمه موده نجف ته لاړ، او بيا يې د قم علميه حوزه کې زده کړو ته دوام ورکړ.

    ايت الله حسين بروجردي، ایت الله روح الله خميني، ایت الله محمد حسين طباطبايي او ایت الله حسین علی منتظري په قم کې د ده له استاذانو وو. دی بيا له قمه مشهد ته ستون شو او هلته يې زده کړو ته دوام ورکړ.

  15. د سپوږمکۍ په انځورونو کې له بریدونو وروسته په تهران کې د ایران د روحاني مشر استوګنځي ته اوښتی زیان لیدل کېږي

    خامنه ودانۍ ته اوښتی زيان

    د سپوږمکۍ په انځورونه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو وروسته په تهران کې د ایران د روحاني مشر استوګنځي ته اوښتی زيان ليدل کېږي.

    دا "مخکې او وروسته" انځورونه د زیان کچه ښیې.

    له برید وروسته، له ودانۍ هوا ته پورته شوی لوګی لیدل کېږي.

    په اسرائیلي او امریکایي رسنیو کې راپورونه ښیي چې آیت الله علي خامنه ای په بریدونو کې وژل شوی دی.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د نوموړي د وژل کېدو خبره کړې ده.

    له دې وړاندې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې ایت الله علي خامنه ژوندی او روغتيا یې ښه ده.

  16. د خامنه يي مړینې په تړاو د ټرمپ د پیغام بشپړ متن

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه د هغه پیغام بشپړ متن لولو چې پر خپله خواله رسنۍ ټروث سوشل یې خپور کړی دی:

    ''خامنه‌ يي، چې د تاریخ له تر ټولو بدو خلکو یو و، مړ شوی دی. دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو امریکایانو او هغو خلکو لپاره هم دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو دي او د خامنه‌ یي او د هغه د وینو تږو ټګانو له خوا وژل شوي یا معلول شوي دي. هغه ونه توانېد چې زموږ له استخباراتو او ډېر پرمختللو تعقیبي سیستمونو ځان وژغوري او له اسرائیلو سره په نږدې همکارۍ کې داسې هېڅ څه نه و چې هغه یا نور مشران، چې ورسره یو ځای وژل شوي، کولی یې شول. دا د ایران د خلکو لپاره تر ټولو لوی فرصت دی چې خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي. موږ اورو چې د هغوی د سپاه پاسداران انقلاب، اسلامي انقلاب ګارډ (IRGC)، پوځ، نورو امنیتي ځواکونه او ډېر کسان نور نه غواړي جګړه وکړي، او له موږ څخه د خونديتوب غوښتنه کوي. لکه څنګه چې ما تېره شپه وویل: «اوس کولی شي معافیت ولري، وروسته یوازې مرګ ویني!» هیله ده چې سپاه پاسداران او پولیس په سوله‌ییز ډول له ایراني وطنپالو سره یو ځای شي، او د یو واحد په توګه کار وکړي چې خپل هېواد بېرته هغه عظمت ته ورسوي چې وړ یې دی. دا بهیر باید ژر پیل شي، ځکه چې نه یوازې د خامنه‌ يي مرګ، بلکې هېواد هم یوازې په یوه ورځ کې ډېر زیانمن او ان نږدې له منځه تللی دی. درنې او کره بمبارۍ به روانې وي، بې له ځنډه به د اوونۍ په اوږدو کې یا تر هغه وخته دوام وکړي چې زموږ هدف، یعنی په منځني ختیځ او په حقیقت کې په ټوله نړۍ کې سوله، ترلاسه شي.

  17. وروستی, ټرمپ وايي: خامنه يي مړ دی

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر پر ټروث سوشل خواله رسنۍ یوه پیغام کې وویل: ''خامنه يي د تاریخ له ډېرو بدو کسانو یو مړ دی.''

  18. د ملګرو ملتونو عمومي منشي: داسې موقف کې نه یم چې د ایران مذهبي مشر وژل کېدل تائید کړم

    عمومي منشي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش دا مهال د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته وینا کوي. هغه وايي چې دی "په دې موقف کې نه دی چې د اسرائیلي رسنیو هغه راپورونه تائید کړي" چې د ایران مذهبي مشر وژل شوی دی.

  19. وروستی, له ټرمپ وپوښتل شول، چې ایا دی په ​​'قطعي ډول' خبر دی، چې د ایران مذهبي مشر وژل شوی؟

    د سیاسي چارو لپاره د اې بي سي خبریاله ریچل سکاټ وايي، ډونالډ ټرمپ همدا اوس هغې ته وویل چې دی "باور لري" چې د ایران مذهبي مشر مړ دی.

    کله چې وپوښتل شول چې ایا هغه په ​​'قطعي ډول' پوهېږي، د رپوټونو له مخې ټرمپ په ځواب کې وویل: "زه نه غواړم په قطعي ډول څه ووایم تر هغو پورې چې زه یو څه ونه ګورم، خو موږ باور لرو چې هغه له منځه تللی دی:

    "او د دوی ډېری مشران له منځه تللي دي. نه یوازې په یوه ځای کې بلکې په دوو نورو ځایونو کې چې موږ پرې برید کړی و. موږ ښه استخباراتي معلومات درلودل او له همدې امله موږ فکر کوو چې د مشرتابه ډېره برخه له منځه تللې ده."

    د متحده ایالاتو ولسمشر لږ مخکې له اې بي سي نیوز سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې، او د راپورونو له مخې دوی ته یې د خامنه يي وژل کېدو د راپورونو په اړه وویل: "موږ احساس کوو چې دا سم معلومات دي."

  20. علي خامنه يي څوک دی؟

    خامنه يي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ایت الله علي خامنه يي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ایران مذهبي مشر دی، په ایران کې تر ټولو ځواکمن شخصیت دی. دی د دولت مشر او اعلی سرقوماندان دی.

    نوموړید ​​ملي پولیسو او اخلاقي پولیسو واک هم لري.

    خامنه يي د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي (IRGC) کنټرولوي، چې د داخلي امنیت مسوول ځواک دی، او دغه رازد دې ځواک رضاکاره څانګې بسیج مقاومت ځواک، چې په ایران کې د مخالفتونو د ځپلو لپاره کارول کېږي.