ایران کې د نجونو پر یوه ښوونځي د برید له کبله د ' وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۳ ته رسیدلی'، اسرائیلو پر پېښه ناخبري ښودلې
ایراني چارواکو ویلي د هرمزګان ولایت میناب ښار کې د نجونو پر یوه ښوونځي د شنبې ورځې په برید کې لږ تر لږه ۱۵۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
ایران وايي دا ښوونځی د سپاه پاسداران له یوه مرکزه په شاوخوا شپږ سوه متره واټن و، چې د شنبې پر ورځ پرې درې توغندي ولګېدل.
بي بي سي له برید وروسته د داسې یوې ویډیو د کره والي پخلی کړی چې پکې ښکاري له یوې ودانۍ لوګي جېګېږي، تر څنګ یې خلک جمع دي او چېغې نارې دي. خو بي بي سي او نورې نړیوالې رسنۍ په خپلواکه توګه دلته د اوښتو زیانونو پخلی نه شي کولی ځکه ایران بهرنیو ژورنالېستانو ته د سفر ویزې نه ورکوي.
د دې پېښې په غبرګون د اسرائیلو پوځ ویلي ' په دې سیمه کې له کوم بریده نه دي خبر' د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي امریکایانو هم ورته د پېښې په اړه د لا څيړنو ویلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters












