ټرمپ وايي غوره ګڼي چې پر چین تعرفې ونه لګوي

ډونلډ ټرمپ وایي هغه "غوره ګڼي" چې پر چین تعرفې ونه لګوي. نوموړي وړاندې د نړۍ پر دویم لوی اقتصادي ځواک پر وړاندې د پراخ ګام اخیستو ګواښ کړی و. په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل ورځني راپور کې خبرداری ورکړی چې په سوداګریزه جګړه کې به هېڅوک ګټونکي نه وي او بیجینګ چمتو دی چې له امریکا سره خبرې وکړي چې "اختلافونه په مناسبه توګه حل کړي."

لنډیز

  • ډونلډ ټرمپ وایي هغه "غوره ګڼي" چې پر چین تعرفې ونه لګوي، د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل ورځني راپور کې خبرداری ورکړی چې په سوداګریزه جګړه کې به هېڅوک ګټونکي نه وي
  • د امریکا د حکومت یو داخلي یاداښت ښيي چې ولسمشر ټرمپ د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخنیوي کې همکارۍ لپاره له مکسیکو سره پر ګډه پوله د ۱۰ زره سرتېرو پر ګومارلو غور کوي
  • په دې تړاو لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې د امریکا نوي ولسمشر د کلیفورنیا سان‌ډیګو او د ټکزاس اېل‌پاسو ته د ۱۵۰۰ سرتېرو د استول کېدو امر کړی دی
  • روسیه وايي،‌ دوی په‌ اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره 'برابرو' او پر 'مقابل درناوي ولاړو مذاکراتو' ته چمتو دي
  • د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، دوې لا د سولې مذاکراتو په تړاو سېګنالونو ته په تمه دي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړی چې یا په اوکرایین کې خپله نامعقوله جګړه پای ته ورسوي او یا دې نویو بندیزونو ته چمتو شي
  • ټرمپ ویلي، د روسیې اقتصاد له ناوړه ناکامۍ سره مخامخ دی او د مذاکراتو وړاندیز به له ولسمشر پوتین سره لویه مرسته وي

ژوندی پوښښ

  1. والسټریټ ژورنال: ټرمپ به د لوړې په مراسمو کې د 'ځيرکتیا انقلاب' خبره وکړي

    والسټریټ ژورنال خبري شبکې نن ګهیځ په یوه رپوټ کې ویلي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن د لوړې مراسمو کې په امریکا متحدو ایالتونو کې د ''ځیرکتیا انقلاب'' غږ وکړي. دغه امریکايۍ ورځپاڼه وايي، دوی د هغو څرګندونو یوه کاپي لیدلې، چې ښاغلی ټرمپ به یې په خپله وینا کې وايي، او دی به ''د ملي بریا د یوې نوې دورې'' هرکلی وکړي.

    د والسټریټ ژورنال رپوټ وايي، د ښاغلي ټرمپ تازه وینا به د نوموړي د ۲۰۱۷ کال لوړې وینا پرتله ډېره هیله بښونکې وي او نوموړی به ''د تاریخ د تر ټولو ستر مدنیت د پیاوړتیا'' پر اهمیت ټینګار وکړي.

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. وروستی, ټرمپ پر لومړۍ کاري ورځ د ګڼ شمېر اجرائیوي امرونو لاسلیکولو ژمنه کړې

    د امریکا ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو مخکې ډونلډ ټرمپ ''له تاریخي چټکتیا او قوت سره'' د یو شمېر اجرائيوي امرونو ژمنه کړې ده.

    ښاغلي ټرمپ د چاپېریالي مقرراتو په ګډون د بېلابېلو پروګرامونو په تړاو د یواړخیز کار ژمنه هم کړې. نوموړي ویلي، د ولسمشرۍ له واکه په ګټې اخیستو سره به په پراخه کچه بې اسنادو کډوال له امریکا وباسي.

    تمه کېږي، چې نوموړی به همدا نن تر ۲۰۰ پورې اجرائیوي چارې لاسلیک کړي. په دې کې به داسې اجرائیوي امرونه چې قانوني لازمیت لري او د لارښوونو په تړاو اعلامیې وي، چې معمول نه دی.

    په دې کې به د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو پروګرامونو، په ۱۹۶۳ کال کې د هغه مهال د ولسمشر جان ایف کينېډي وژنې ریکارډ ته لاسرسی، د دافع هوايي سسټم ځای پر ځای کولو او ځینې نور مسائلو په هکله د ولسمشرۍ مقام اجرائیوي امرونه شامل وي.

    ډونلډ ټرمپ دغه راز له خپلو پلویانو سره ژمنه کړې، چې د ښځو سپورتي کټګورۍ کې به د ټرانس جنډر یا جنسیت بدلو د فعالیت مخه ونیسي او د پوهنې کنټرول به بېرته د امریکا ایالتونو ته وسپاري.