امریکايي چارواکي تمه کوي، چې د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د لوړې مراسمو کې به پلازمېنې واشنګټن ته تر ۲۰۰ زره کسانو پورې ورشي، چې د ښاغلي
ټرمپ پلویان او مظاهرین به پکې شامل وي.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله انا
فیوګوې په خپل رپوټ کې وايي، دغه راز به د لوړې په مراسمو کې ګڼ شمېر امریکايي
سناتوران او د نوې ادارې چارواکي هم ګډون وکړي.
له منتخب ولسمشر ټرمپ او مرستیال
ولسمشر جې ډي وینس وروسته به تر ټولو مهم ګډونوال جو بایډن او مرستیاله یې وي، چې
د ولسمشرۍ موده به یې پای ته ورسېږي. د دې مانا به دا وي، چې ولسمشر بایډن، مېرمن
یې جیل بایډن، او مرستیاله یې کمالا هرېس له خپل مېړه ډویوګ ایمهوف به هم په دې
مراسمو کې ولیدل شي، چې د نومبر په ټاکنو کې یې له ښاغلي ټرمپه ماتې وخوړه.