د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هېواد په کچه
د روانو مظاهرو پر مهال د خپل حکومت له اقتصادي تګلارو دفاع کړې ده. دا د هغه
لومړنی ټلویزیوني مرکه وه چې د جنورۍ په ۱۱مه
د دولتي خبري چینل
IRINN له لارې خپره شوه.
ایراني
ولسمشر ومنله چې د اقتصاد په اړه د خلکو ترمنځ سخته بېباوري او اندېښنه موجوده ده
او اټکل یې وکړ چې ښايي "۸۰ یا ۹۰ سلنه" د خلکو اندېښنې پر ځای وي. هغه وویل حکومت د دغو ستونزو
د حل لپاره کار کوي.
نوموړي
ټینګار وکړ چې په اقتصاد کې موجود "ناانډوله جوړښت" به سم شي او ایران به پر اوسني کړکېچ برلاسی شي.
د هغه د
دفاع مهم ټکی د حکومت هغه پرېکړه وه چې له مخې یې د بهرنيو اسعارو ترجیحي نرخونه لغوه شول. د دې اقدام له امله د
اسعارو په ارزښت کې سخت بدلونونه راغلل او د سوداګرو او کاروباریانو ترمنځ
نارضایتي زیاته شوه.
مسعود
پزشکیان وویل د اسعارو څوګونو
نرخونو
فساد ته لاره هواروله او
ځواکمنو کړیو ته یې د خلکو د ژوند
په بیه ګټه رسولې وه. د هغه په وینا، د دغو نرخونو ختمول د عدالت او برابرۍ د ټینګښت لپاره اړین وو.
هغه
ومنله چې دا پالیسي په لنډ مهال کې ستونزې رامنځته کولای شي، خو په پای کې به یو
رقابتي بازار جوړ کړي، فساد به کم کړي او د خلکو ژوند به ښه کړي، که څه هم هغه
کسان به زیانمن شي چې له پخواني نظامه یې ګټه اخیسته.
مسعود
پزشکیان وویل چې حکومت د اعتراضونو له پیل سره سملاسي اقدامات وکړل، له سوداګرو
سره وکتل او ولایتي چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې
له مظاهرهچیانو سره اړیکه ونیسي.
هغه
وویل: "موږ درک کوو چې د خلکو اعتراض پر ځای دی. " او زیاته یې کړه: "حکومت د اقتصادي برخې اړوند شکایتونه اوري او د حل هڅه
یې کوي."
د مرکې
پر مهال ایراني ولسمشر وویل چې اقتصادي اصلاحاتو ته له کورنیو او بهرنیو دواړو
خواوو مقاومت شته، ځکه د ځینو کړیو ګټې له خطر سره مخ دي. هغه پر امریکا او
اسرائیل تور ولګاوه چې د ایران اقتصادي ستونزې د هېواد د بېثباته کولو لپاره
کاروي.
هغه
وویل: "اعتراض د خلکو حق دی او موږ یې باید واورو. " خو زیاته یې کړه: "فساد، پر عامه شتمنیو بریدونه، د جوماتونو سوځول او د
خدای د کتاب سوځول د امریکا او اسرائیل د پلان برخه ده."
مسعود
پزشکیان د دغو پېښو او مرګ ژوبلو په اړه وویل چې ایا دا ډول کړنې به په امریکا یا
اروپا کې هم اعتراض بلل کېږي؟ د هغه په ټینګار، مسؤل کسان "فساد جوړوونکي دي، نه مظاهرهچیان".
نوموړي خبرداری ورکړ چې له وسلهوالو ډلو سره به په کلکه چلن وشي او
له خلکو، په ځانګړي ډول له ځوانانو، یې وغوښتل چې "دوکه"
ونه خوري او د داسې ګډوډیو برخه نه شي چې اوږدمهاله زیانونه پرېږدي.