تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

په ایران کې لاریونونه: پوتین د منځګړیتوب غږ کړی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (جمعه) د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړې. کرېملین ویلي چې ښاغلي پوتین د دواړو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.‌ تر دې مخکې منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي ‌استازي سټیف ویټکاف ویلي و، هیله‌من دی چې له ایران سره مسایل د پوځي لارو پر ځای له دیپلوماتیکو لارو حل شي.‌

لنډیز

  • د ایران د وضعیت په تړاود ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوې ده. دا غونډه د امریکا متحدو ایالتونو په غوښتنه کېږي.
  • ‌ترکیې پر ایران له پوځي برید سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې واشنګټن او تهران دې ستونزه سره حل کړي.
  • د امریکا د خزانې وزیر ادعا: ایراني چارواکي له هېواده د خپلو پېسو د ایستلو په حال کې دي
  • د ایران هوايي حریم تر دوه ساعته بندښت وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شوی دی
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کوي
  • عراقچي له فاکس نیوز سره مرکه کې: ترهګرو خلک وژل چې شمېر یې لوړ شي او ټرمپ مداخله وکړي
  • برېتانیا په ایران کې سفارت تړلی، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران‌مېشتو وګړو غوښتی چې له دغه هېواده ووځي
  • ټرمپ وايي، ده ته ویل شوي چې په ایران کې اعدام او وژنې درول شوي
  • لاوروف: روسیه به له ایران سره د خپلو هوکړو عملي کولو ته دوام ورکړي
  • هندي وګړو ته له ایرانه د وتلو امر شوی
  • د ایران د هوايي ځواک قومندان: له هر ډول تېري سره مقابلې ته چمتو یو
  • د ایران قضائیه قوه: په احتجاجونو کې ښکېل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي

ژوندی پوښښ

  1. جرمني د لاریونونو ځپل "ټکان ورکوونکي" بللي او د ایران سفیر یې احضار کړی

    په داسې حال کې چې د جرمني لومړي وزير یا چانسلر فريدريچ مرتس وړاندې ويلي وو، د ايران حکومت "وروستۍ ورځې او اوونۍ" تېروي اوس د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې په ايران کې د لاريونونو د ځپلو په تړاو یې د ایران سفير احضار کړی دی.

    پر اېکس يوه پيغام کې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "هغه تاوتریخوالی او ظالمانه کړنې چې د ایران حکومت د خپلو خلکو پر وړاندې کوي، ټکان ورکوونکې دي. موږ په کلکه له ایران غواړو چې د خپلو وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی پايته ورسوي او د دوی حقونو ته درناوی وکړي".

    دا په داسې حال کې ده چې وړاندې بریتانيا، فنلنډ، اسپانيا او هالنډ هم د ایران سفيران وربللي دي.

  2. ایټالیا د لاریون کوونکو د ځپلو په غبرګون کې د ایران سفیر احضار کړ

    په ایران کې د لاریون کوونکو لهځپلو وروسته، ایټالیا د ایران سفیر احضار کړی دی.

    د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تایاني د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د لاریون کوونکو د ځپلو په اړه د ایران سفیر احضار کړی دی.

    تایاني د ایټالیا پارلمان ته وویل، "نن سبا، نارینه او ښځینه د ټول ایران په کوڅو او چوکونو کې راوتلي او ډېره لوړه بیه پرې کوي."

    د هغو اروپایي هېوادونو شمېر چې د ایران سفیر یې احضار کړی زیات شوي دي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وویل چې دویپر ایران د نویو بندیزونو لګولو په اړه غور کوي.

  3. د افغانانو له نظره د ایران لاريونونه؛ خواخوږي، خبرداری، او د افغانستان د تجربې د تکرارېدو وېره

    په ايران کې د اعتراضونو او لاريونونو له پيل دوې اوونۍ زیات وخت تېر شوی خو دغو بدلونونو د افغان سياسي څېرو، مدني فعالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو تر منځ پراخ او بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د لاريونوالو له ملاتړ نيولې تر دې اندېښنې پورې چې دا به د افغانستان پر وضعيت څه پايلې ولري.

    په ایران کې د لاريونونو له پيل راهيسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغو بدلونونو په اړه په رسمي ډول له څرګندونو ډډه کړې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاندویانو وړاندې د ځينو هېوادونو د پېښو په اړه غبرګونونه ښودلي وو، د بېلګې په توګه د دوی د وياند ذبيح الله مجاهد څرګندونې چې د پاکستان د اعتراضونو په اړه یې پراخ انعکاس درلود. خو په تېرو دوو اونیو کې د ايران د لاريونونو په اړه د طالبانو حکومت چوپه خوله پاتې شوی دی.

    همدا ډول د افغانستان يو شمېر پخواني چارواکي او سياسي څېرې چې ډېری له هېواده بهر اوسېږي او تر ډېره د سيمې او نړۍ د تحولاتو په اړه دريځ ښيي، د ایران د اعتراضونو په اړه هم غبرګون نه دی ښودلی.

  4. وروستی, ټرمپ ایراني معترضانو ته: مرسته په لاره ده

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایراني حکومت‌ضدو معترضانو غوښتي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او ویلي یې دي: "مرسته په لاره ده".

    د ایران یوه امنیتي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وژل شویو شمېر ښايي شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته ورسېږي.

    ډونلډ ټرمپ پر هغو هېوادونو چې له ایران سره سوداګري کوي ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله. د امریکا د دفاع وزارت دوو چارواکو ویلي چې ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي انتخابونو او پټو عملیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد له ټولو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي.

  5. د ایراني احتجاجیانو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د زرګونو کسانو وژل کېدو اندېښنې

    هغه ایرانیان چې په بهر کې یې خپلو-خپلوانو ته زنګونه وهلي، په ایران کې د احتجاجونو مخنیوي عملیاتو کې د زرګونو کسانو وژل کېدو وېره څرګندوي.

    یوه ایراني امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د احتجاجونو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د کسانو په ګډون کېدای شي تر ۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

    رپوټونو کې ویل شوي، یو احتجاج کوونکی به ''سبا اعدام شي.'' په همدې تړاو د بشري حقونو یو سازمان مسوولین وايي، دوی تر اوسه یوه داسې قضیه نه ده لیدلې، چې په دومره چټکۍ سره پر مخ تللې.

    د بشري حقونو سازمان د هینګاو په وینا، عرفان سلطاني، چې یو ۲۶ کلن لاریون کوونکی و او تېره پنجشنبه نیول شوی و، د راپورونو له مخې سبا به اعدام شي.

    بي بي سي ته په تکرار سره داسې رپوټونه رسېدلي، چې ښيي ایراني امنیتي ځواکونه د احتجاجیانو پر ضد له خورا ډېر زوره کار اخلي.

    مخکې مو له یوه ایراني واورېدل، چې وايي، امنیتي ځواکونو د خلکو پر ولاړو کتارونو مخامخ ډزې وکړې او ''خلک پر هغه ځای ړنګ شول، چې پرې ولاړ وو.''

    روغتیايي چارواکي هم په روغتونونو کې د ټپیانو او مړیو د خورا ګڼ شمېر یادونه کوي. د یادونې ده، چې موږ پر بهرنیو راپورونو تکیه کوو، چې د هغو خلکو شمېر اټکل کړو چې په ایران کې د څو ورځو راهیسې د انټرنېټ بندېدو وروسته وژل شوي دي.

  6. د تعرفو اعلان اسانه، خو عملي کول یې ګرانه چاره ده, د بي بي سي اقتصادي چارو خبریال جوناتهن جوزفز

    پر خواله رسنیو د نویو محدودیتونو او تعرفو اعلانول اسانه چاره، خو د عمل په ډګر کې یې پلي کول د دې پرتله څو برابره زیاته ګرانه چاره ده.

    په تېرو کلونو کې د ورته محدودیتونو له لګېدو سره سره اټکل کېږي، چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې د تېلو له صادراتو نژدې ۷۸ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړی دی.

    ایران دغه تېل د داسې بېړیو له لارې بهر ته لېږدولي، چې ''ګهوسټ'' کښتۍ بلل کېږي، مخنیوی یې ګرانه چاره ده او دغه راز یې د امریکايي ډالرو پر ځای د چین د یوان بدل کې دغه تېل پلورلي دي.

    تېر کال له ریچارډ نفیو سره غږېدم چې پر ایران د لګول شویو محدودیتونو له مخکښو معمارانو یو بلل کېږي، ده وویل: ''د بندیزونو پر ځای ساتل او عملي کول ځکه اسانه چاره نه ده، چې هغه څوک له دې بندیزونو د وتلو لارې، چارې لټوي، چې پرې لګول کېږي.''

    له همدې کبله که هغه تعرفې چې ولسمشر ټرمپ اعلان کړې، رښتیا عملي شي، کېدای شي ځینې هېوادونه به د ایراني تېلو له رانیولو ډډه وکړي، خو ګرانه ده، چې د دې اصلي هدف چې د ایراني دولت د عاید سرچینې له منځه وړل دي، په بشپړه توګه ترلاسه شي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې چې پر خواله رسنیو هم خپور شوی، د نړۍ ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت سره پر هر ډول سوداګرۍ او امریکا ته یې پر صادراتو په ګډون به په سلو کې ۲۵ سلنه تعرفه شامله وي.

  7. د فنلنډ بهرنیو چارو وزیره: د ایران حکومت په خاموشۍ سره د وژنې او ظلم کولو لپاره انټرنېټ بند کړی دی

    د فنلډ بهرنیو چارو وزیره الینا والټونن وايي، په ایران کې د احتجاجیانو وژنې او د انټرنېټ بندول داسې څه دي، چې د زغملو وړ نه دي.

    نوموړې په یوه اېکس پیغام کې لیکلي: ''ایران حکومت د دې لپاره انټرنېټ بند کړی، چې په چوپتیا کې ځپنې او وژنې وکړي. دا د زغملو وړ نه دي. موږ د ایران خلکو، د هغه هېواد د ښځو او نارینه وو تر څنګ ولاړ یو.''

    مېرمن والټونن وايي، پرېکړه یې کړې، چې د ایران سفیر احضار کړي. د مېرمن والټونن په وینا، فنلنډ، له اروپایي ټولنې سره یوځای، د ایران خلکو لپاره د "ازادۍ بېرته راګرځولو" لپاره د مرستې اقداماتو په اړه غور کوي.

  8. ایران حکومت: د ټرمپ او اسرائیل ملاتړ لرونکو ترهګرو سوله ییز احتجاجونه تاوتریخجن کړل

    ایران یو ځل بیا پر امریکا او اسرائیل تور پورې کړی، چې د ایران سوله ییز احتجاجونه یې د تاوتریخوالي پر لور واړول. د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني وايي: ''د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اسرائیلو ملاتړ لرونکو ترهګرو د خلکو سوله ییز احتجاجونه د تاوتریخوالي پر لور واړول.''

    تېره ورځ هم د ایران قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژه يي د هغه تاوتریخوالي په تړاو چې د ده په خبره "په وسلو سره سمبال خلکو" او د اسرائیل او متحده ایالاتو "تر بربنډ ملاتړ لاندې" ترسره کړي، خبرداری ورکړ چې له دې کسانو سره به "له زړه سوي پرته" چلند وشي.

  9. وروستی, د جرمني صدراعظم: باور مې دا دی، چې ایران حکومت وروستۍ ورځې تېروي

    د جرمني چانسلر یا صدراعظم فریدریچ مرتس وړاندوینه کوي، چې د ایران حکومت ''وروستۍ ورځې او اونۍ'' تېروي. نوموړي پر سې شنبه د ایران پراخو احتجاجونو ته په اشارې سره ویلي: ''کله چې یو رژیم یوازې د زور کارولو له لارې کولای شي په واک کې پاتې شي، عملاً پای ته رسېدلی دی. زما باور دا دی، چې اوس د دې رژیم د وروستیو ورځو او اونیو شاهدان یو.''

    نوموړي دا څرګندونې هند ته د یوه دوې ورځني سفر په ترڅ کې کړې دي. هغه پر دوشنبه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي دي.

    ښاغلي مرتس له دې مخکې هم د ایراني احتجاجیانو ځپنه ''بې رحمانه'' او د ''ضعف نښه'' بللې وه.

    په ایران کې اوس داسې حال کې د احتجاجونو له پیله ۱۶ ورځې تېرېږي، چې د انټرنېټ نشتوالي له کبله د دې هېواده د خبري رپوټونو ورکول لا ډېر ستونزمن شوي دي.

  10. زېلينسکي: هغه څه چې په ايران کې پېښېږي پاڅون دی

    د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلينسکي د ايران وروستي لاریونونه "پاڅون" بللی دی.

    ښاغلي زېلینسکي پر ټولنيزه رسنۍ اېکس په فارسي لیکلي، "د ډله ييزو لاريونونو په ګډون هغه څه چې اوس په ایران کې پېښېږي، په حقیقت کې یو پاڅون دی."

    نوموړي زياته کړې چې لاریونونه "هم یوه څرګنده نښه ده چې دا به د روسیې لپاره اسانه نه وي."

    "په نړۍ کې هر عادي وګړي په ریښتیا غواړي چې د ایران خلک بالاخره دومره بختور شي چې ځانونه هلته له شته رژیم څخه خلاص کړي چې د اوکرايين په ګډون یې د ډېرو نورو هېوادونو لپاره یې ستونزې راولاړې کړې دي."

    د اوکرایین ولسمشر زیاته کړې، "دا مهمه ده چې نړۍ دا شېبه له لاسه ورنکړي.." هغه ويلي، "هر مشر، هر هېواد، نړیوال سازمانونه باید اوس لاس په کار شي او د خلکو سره د هغو کسانو له منځه وړلو کې مرسته وکړي چې مجرم دي."

  11. امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي له ایرانه ووځي

    امریکا له خپلو ټولو وګړو غوښتنه کړې چې سملاسي ایران پرېږدي او له دغه هېواده ووځي.

    په ایران کې لاریونونو ته په اشارې سره چې په تاوتریخوالي اوښتې، مخابرات او انټرنېټ ګډوډۍ شوی، د ایران لپاره د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې "د انټرنیټ د دوامداره بندېدو شونتيا شته، د اړیکو بدیلو لارو کارولو سره پلان جوړ کړئ، او که خوندي وي نو د ځمکې له لارې ارمينيا یا ترکیې ته د وتلو په اړه فکر وکړي."

    امریکا همدا ډول سپارښتنې کړې چې په اوسنی وضعيت کې څه وکړي او خپلې کورنۍ د خپل حالتڅخه خبرې وساتي او هڅه وکړي چې د ځمکې له لارې له دغه هېواده ووځي.

    د دوشنبې په ورځ د څو اروپایي هیوادونو لخوا ورته خبرداری ورکړل شو، او ويل کېږي چې فرانسې په تهران کې د خپل سفارت غیر ضروري کارکوونکي د ایران له خاورې ایستلي دي.

  12. وروستی, ټرمپ وايي هر هېواد چې له ایران سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي ۲۵٪ نوره تعرفه پرې لګوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل وروستي حکم کې، چې متن یې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د نړۍ ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که دوی له ایران سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي، د امریکا له خوا به پرې ۲۵ سلنه نوره تعرفه ولګول شي.

    ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ شبکې ټروت سوشل ليکلي، "له دې وروسته، هر هېواد چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره سوداګري کوي، د امریکا له متحده ایالاتو سره به په هر ډولسوداګرۍ ۲۵٪ تعرفه ولګول شي."

    په ایران کې د وروستیو لاریونونو له پیل راهیسې، ښاغلي ټرمپ څو ځله ایران ته ګواښ کړی چې که لاریون کونکو ووژني، پر وړاندې به یې ګام پورته کړي.

    د يادولو وړه ده چې په دې وروستيو کې د ايران او افغانستان تر منځ سوداګري ډېره شوې ده. په دې وروستيو کې د د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي وو چې اوسمهال د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه، ورکړه له ټولې اروپا سره د ایران د سوداګرۍ پرتله لوړه ده.

    نوموړي د انلاین خبرنومې رسنۍ سره مرکه کې ویلي وو، چې ایران باید پر افغانستان پام ډېر کړي او له افغانستان سره پر پوله پراته ایراني ولایتونه د سوداګرۍ په زیاتولو کې مهم ونډه لرلی شي.

  13. وروستی, ولې د ایران اوسني احتجاجونه بې‌ساري دي؟

    د ګڼو کارپوهانو او عیني شاهدانو په وینا، په ایران کې د حکومت‌ ضد لاریونونه داسې پړاو ته رسېدلي چې د اسلامي جمهوریت په ۴۷ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

    د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې خلک واټونو ته راوتلي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که ایراني چارواکي مظاه‌چیان ځپي نو "هغه ځای ته به سخت ګوزار ورکړي چې ډېر درد کوي" او په وینا یې، امریکا "د [احتجاجیانو] مرستې ته چمتو ولاړه ده."

    ایرانيو چارواکو یې بیا په ځواب کې ویلي چې که امریکا داسې وکړي نو په سیمه کې به د امریکا پر ګټو او متحدانو بریدونه وکړي.

    نو دغه احتجاجونه او د پاڅونونو پر ضد د ایران د اوسني رژيم غبرګون هلته له تېرو اعتراضونو سره څومره توپير لري؟

  14. وروستی, جسدونه په کڅوړو کې

    د بي‌بي‌سي له خوا تایید شوې وېډیو د تهران د عدلي تشخیص او لابراتوار مرکز کې د جسدونو کڅوړې ښيي چې دا مرکز د ایران د کهریزک ښار د مړو ساتنې یوه ځای کې ده. حکومت د لاریونونو پر وړاندې خپل غبرګون لا سخت کړی دی، هغه لاریونونه چې د ایران د هر ولایت تر سلو ډېر ښارونو او ولسوالیو ته خپاره شوي دي. د دوو روغتونونو ډاکټرانو بي‌بي‌سي ته ویلي چې یوازې په دوو ورځو کې تر سلو ډېر جسدونه ور وړل شوي دي. وېره شته چې د هېواد په کچه د وژل شویو شمېر تر دې ډېر لوړ وي.

    دغه لاریونونه چې د لوړ شوې انفلاسیون له امله پیل شوي وو اوس د ایران د ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د مذهبي واکمنۍ د پای غوښتنه کوي.

  15. وروستی, قالیباف: امنیتي ځواکونو او بسیجانو بې‌وطنه داعشیان تس‌ونس کړل

    د ایران د جګپوړو چارواکو د ګواښونو په دوام، د دغه هېواد د مجلس یا پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، د ایران "امنیتي ځواکونو او بسیجیانو بې‌وطنه او بې‌دینه داعشیان تس‌ونس او تمام کړي دي."

    هغه نن د حکومت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د احتجاجونو پر مهال پر بسیج ځواکونو وسله‌وال بریدونه وشول او وسلې‌ یې هم ترې وتروړلې.

    قالیباف په داسې حال کې چې په وار وار یې د وینا پر مهال وژړل، د پاسداران ځواکونو، بسیجیانو او پولیسو مننه وکړه، چې د ده په وینا د امنیت تامین لپاره یې د "بې‌وطنه او دین ضد داعشي ترهګرو" پر وړاندې مقابله وکړه.

    دا په داسې حال کېده چې د رپوټونو له مخې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او بسیجیانو لخوا د احتجاج کوونکو خورولو لپاره له زور زیاتي په ډکو اقداماتو کې درنه مرګژوبله اوښتې ده.

    د بشري حقونو ځینو مدافع بنسټونو په دغو اقداماتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰۰ لوړ ښودلی دی.

    محمد باقر قالیباف خپله وینا کې د قدس ځواک د وژل شوي مشر قاسم سلیماني د خبرو په تکرارولو سره د امریکا ولسمشر "قمارباز" وباله او ویې ویل: "موږ دې سیالان یو."

    هغه د ډونلډ ټرمپ د دې خبرداري په غبرګون کې چې که په ایران کې احتجاج‌کوونکي ووژل شي، نو امریکا به پوځي مداخله وکړي، وویل:‌ "راځه، چې وګورې په سیمه کې مو ټول امکانات څنګه لمنځه وړل کېږي، او وګورې چې د امریکا په کښتیو، اډو او ځواکونو څه ټکه راپرېوځي."

  16. وروستی, ایران کې د احتجاجونو په اړه تازه په څه پوهېږو؟

    په ایران کې د حکومت ضد احتجاجونه درېیمې اوونۍ ته غځېدلي. دلته په دې تړاو د نن ورځې د پېښو او پرمختګونو لنډیز کتی شئ:

    • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، دا چې په ایران کې د حکومت خلاف روان احتجاجونه په خونړي ډول ځپل شوي، نو متحد ایالتونه په دغه هېواد کې د مداخلې "ډېر پیاوړي غوراوي" ارزوي.
    • هغه دا هم ویلي چې ایراني مشرانو د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.
    • هممهاله د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي، چې دوی مذاکراتو ته چمتو دي، خو خبرې اترې باید منصفانه، برابرې او په متقابل درناوي ولاړې وي.‌
    • نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې دوی برید کې د لومړي کېدو هوډ نه لري، خو که امریکا برید وکړي، نو‌ دوی جګړې ته بشپړ چمتوالی لري.
    • نن دوشنبه د ایران ځینو ښارونو کې د حکومت په ملاتړ د لاریونونو او غونډو خبر ورکړ شوی دی.
    • خو په ایران کې د انټرنېټ د بندېدو دوام د خبرونو دقیق پوښښ او د پېښو تصویري انعکاس ستونزمن کړی دی.
    • د دغه هېواد دولتي تلویزیون او نورې رسنۍ هڅه کوي چې پلازمېنه تهران کې له تېرې شپې راهیسې وضعیت "ارام" وښيي.
    • د بشري حقونو د مدافع بنسټونه د اټکلونو له مخې د ایران په لاریونونو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو او زرګونو نورو د نیول کېدو وېره شته.
  17. د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر: له 'بې‌رحمانه ځپنې' سره د مخامخ ایرانیانو ملاتړ ته دوام ورکوو

    د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر پیتر کایل ویلي،‌ د دغه هېواد حکومت د خپلو ترهګرۍ ضد قوانینو تعدیل ته لېوال دی، چې د ترهګرو سازمانونو نوملړ کې د سپاه‌پاسداران ځواکونو د شاملېدو امکان برابر شي.

    نوموړي زیاته کړې، دمګړۍ او د بریتانیا د اوسنیو قوانینو له مخې، دغه نوملړ ته د ایران د یوه پوځي بنسټ د نوم اچول "مناسب" نه دي.

    خو هغه ټینګار کړی چې د بریتانیا حکومت به د ایرانیانو ملاتړ ته چې د ده په خبره له "بې‌رحمانه ځپنې" سره مخامخ دي، دوام ورکړي.‌

  18. وروستی, عراقچي: هم جدي خبرو اترو ته چمتو یو هم جګړې ته

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هېواد یې "جدي او رښتینو مذاکراتو" ته چمتووالی لري.

    هغه همدا راز زیاته کړې "موږ د جګړې په لټه کې نه یو، خو جنګ ته چمتووالی لرو."

    ښاغلي‌ عراقچي له بهرنیو سفیرانو سره غونډه کې ویلي: "خبرو اترو ته چمتو یو، خو منصفانه، پر برابرو حقوقو او متقابل درناوي ولاړو خبرو ته."

    د ایران بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې مذاکراتو ته د چمتووالی خبره کوي چې څو ساعته ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي وو، ایراني مشرانو د خبرو اترو غوښتنه کړې او ښايي امریکايي چارواکي ورسره وګوري.

    هممهاله د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم نن دوشنبه یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د ښاغلي عراقي او منځني‌ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف ترمنځ "ارتباطي چینل پرانیستی" دی.

    هغه وویل: "هر وخت چې اړتیا وي، پیغامونه تبادله کېږي."

    ښاغلي عراقچي نن دا هم ویلي چې هېواد یې په برید کې د لومړي کېدو څه پلان نه لري.

    دا په داسې حال کې ده چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا په اډانه کې د دفاع شورا پرون ویلي وو: "د ایران اسلامي جمهوریت په مشروع دفاع کې ځان [یوازې] تر اقدام وروسته غبرګون پورې محدود نه ګڼي،" او دا چې دوی "د ګواښ عیني نښې نښانې هم د امنیتي معادلې برخه بولي."

  19. د بریتانیا پارلمان یوه غړي له حکومت غوښتي چې سپاه‌پاسداران ترهګر سازمان اعلان کړي‌

    د بریتانیا د پارلمان محافظه‌کار غړي رابرټ جنریک له حکومت غوښتي چې د ایران سپاه‌پاسداران ځواکونه د "ترهګرو سازمانونو" نوملړ ته واچوي.

    هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي،‌ "دا ګام ښايي اوسمهال ایران کې دننه پر روانو پېښو ډېره اغېزه ونه کړي،‌ خو دغه سازمان باید بیا هم په بریتانیا کې هېڅ پنا او خوندي ځای ونه لري."

    هغه زیاته کړې "زموږ د ډېرو له هاندوهڅو سره سره، [د بریتانیا تېرو] حکومتونو چې یو په بل پسې یې د دغه کار مخه نیولې، لویه تېروتنه کړې ده. په هره توګه، که دا کار په ځنډ هم کېږي، تر نه کېدو غوره دی."

    ښاغلي جنرېک د بریتانیا پارلمان یو پېژندل شوی غړی دی او له کمي‌ بیډناک سره د محافظه‌کار ګوند د مشرۍ پر سر سیالۍ ته هم ولاړ و.

    په بریتانیا کې چې کوم سازمان د ترهګرۍ نوملړ کې شامل شي، نو غړیتوب، استخدام او هر ډول څرګند ملاتړ یې د زنداني کېدو سزا لري.

    د اسرائيل بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې سپاه‌پاسداران ترهګر سازمان وبولي.

  20. وروستی, د بي‌بي‌سي د معلوماتو له مخې، د بریتانیا سفیر له ایراني چارواکو سره په تهران کې خبرې کړې دي

    د ایران لپاره د بریتانیا سفیر هوګو شورټر دا مهال په تهران کې دی او د بي‌بي‌سي د معلوماتو له مخې، نوموړي پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې خبرې کړې دي.

    د ایران دولتي رسنۍ "پرس ټي‌وي" ادعا کړې چې شورټر وروسته له هغه وربلل شوی چې په لندن کې د ایران د سفارت پر بالکوني یو لاریونوال وخوت او د ایران بیرغ یې ښکته کړ.

    هوګو شورټر د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د ایران لپاره د بریتانیا سفیر دی. د بریتانیا سفارت له دې مخکې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ وروسته له هغه تړل شوی و چې ایراني لاریونوالو ورباندې برید کړی و.