تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

په ایران کې لاریونونه: پوتین د منځګړیتوب غږ کړی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (جمعه) د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړې. کرېملین ویلي چې ښاغلي پوتین د دواړو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.‌ تر دې مخکې منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي ‌استازي سټیف ویټکاف ویلي و، هیله‌من دی چې له ایران سره مسایل د پوځي لارو پر ځای له دیپلوماتیکو لارو حل شي.‌

لنډیز

  • د ایران د وضعیت په تړاود ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوې ده. دا غونډه د امریکا متحدو ایالتونو په غوښتنه کېږي.
  • ‌ترکیې پر ایران له پوځي برید سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې واشنګټن او تهران دې ستونزه سره حل کړي.
  • د امریکا د خزانې وزیر ادعا: ایراني چارواکي له هېواده د خپلو پېسو د ایستلو په حال کې دي
  • د ایران هوايي حریم تر دوه ساعته بندښت وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شوی دی
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کوي
  • عراقچي له فاکس نیوز سره مرکه کې: ترهګرو خلک وژل چې شمېر یې لوړ شي او ټرمپ مداخله وکړي
  • برېتانیا په ایران کې سفارت تړلی، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران‌مېشتو وګړو غوښتی چې له دغه هېواده ووځي
  • ټرمپ وايي، ده ته ویل شوي چې په ایران کې اعدام او وژنې درول شوي
  • لاوروف: روسیه به له ایران سره د خپلو هوکړو عملي کولو ته دوام ورکړي
  • هندي وګړو ته له ایرانه د وتلو امر شوی
  • د ایران د هوايي ځواک قومندان: له هر ډول تېري سره مقابلې ته چمتو یو
  • د ایران قضائیه قوه: په احتجاجونو کې ښکېل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي

ژوندی پوښښ

  1. د ایران جلاوطن شهزاده رضا پهلوي څوک دی چې د ټرمپ د مداخلې غوښتنه کوي؟

    د ایران د وروستي پاچا جلاوطن زوی ۶۵ کلن رضا پهلوي په دغه هېواد کې د وروستیو احتجاجونو په ترڅ کې د لاریونونو د دوام غوښتنې یو مهم غږ و. دی څوک دی او د ایرانیانو په منځ کې له څومره ملاتړه برخمن دی؟

  2. وروستی, د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کوي

    د سومالیا د ولسمشر ویاند ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن پنجشنبه (مرغومی ۲۵/جنوري ۱۵) ماسپښین غونډه وکړي چې "د ایران وضعیت په اړه وضاحت وړاندې وکړي."

    د رپوټونو له مخې، دا بېړنۍ غونډه د امریکا متحده ایالتونو په غوښتنه ترسره کېږي.

    پرون د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا "په ایران کې د نورو وژنو د مخنیوي" لپاره د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.

    د بشري حقونو دغه سازمان همداراز ویلي وو چې د ایران په هکله "نړیوال ډېپلوماتیک اقدام اړین" دی چې په ترڅ کې یې د ایران سلامي جمهوریت چارواکي وپوهېږې چې "له محاکمه کېدو معافیت یې نور پای ته رسېدلی دی."

    د بښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي چې د عیني شاهدانو له لوري تایید شوې ویډیوګانې او شواهد څرګندوي چې "په ایران کې په بې‌سارې لویه کچه ناقانونه وژنې" شوې دي.

    دغه بنسټ زیاته کړې چې د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال د وروستۍ دسمبر میاشتې له ۲۸ نېټې راهیسې د ایرانيو چارواکو له لوري د احتجاجیانو پر ضد "وژونکي عملیات په بې‌ساري ډول ډېر شوي" او د حکومتي شمېرو له مخې، په مظاهرو کې د وژل شوو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

    بي‌بي‌سي دا شمېرې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

  3. عراقچي له فاکس نیوز سره مرکه کې: ترهګرو خلک وژل، چې شمېر یې لوړ شي او ټرمپ مداخله وکړي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه، د وژل شویو کسانو شمېر ځکه لوړ دی، چې په وینا یې ''د اسرائیل له لوري تجهیز شویو ترهګرو'' د مخکیني پلان له مخې ''پر پولیسو او خلکو ډزې وکړې، چې د وژل شویو کسانو شمېر پورته کړي'' او د ټرمپ مداخلې لپاره زمینه برابره کړي.

    ښاغلي عراقچي د وژل شویو شمېر په هکله د فاکس نیوز د خبریال پوښتنه ځواب نه کړه، او په تېرو څو ورځو کې یې د احتجاجونو ځپنې په هکله توضیحات هم ور نه کړل، خو ادعا یې وکړه، چې د ایراني امنیتي ځواکونو له کسانو سره د داعش ډلې کړنو په څېر چلن شوی، ''سرونه ترې غوڅ کړل شوي یا اور ورته کړل شوی دی.''

    عباس عراقچي دغه راز پر چهارشنبه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه لیک کې ادعا کړې، چې امریکا او اسرائیل د احتجاجونو په لمسولو او تجهیزولو سره هڅه کوله د دې هېواد حکومت نسکور کړي.

  4. برېتانیا په ایران کې سفارت تړلی، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتی، چې له دې هېواده ووځي

    برېتانیا حکومت د چارشنبې پر ورځ وویل، په تهران کې یې د دې هېواد سفارت په موقت ډول تړلی او له دې وروسته به یې چارې له لېرې سمبالوي. یوه حکومتي ویندوی په دې هکله وویل: ''موږ په تهران کې د برېتانیا سفارت په موقت ډول رخصت کړ او له دې وروسته به یې فعالیتونه له انلاین لارې او لېرې ترسره کېږي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري تازه سفري مشورې هم خپرې شوې، چې دا کونسلي بدلون منعکس کړي.''

    د یوه برېتانوي چارواکي په وینا د امنیتي ارزونو او د کارکوونکو خوندیتوب د لومړیتوب پرېکړې له مخې سفیر او د کونسلګرۍ چارو ټول کارکوونکي هم ایستل شوي دي.

    په ورته مهال په ایران کې امنیتي وضعیت ته په کتو، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتي، چې له دې هېواده ووځي. د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت په خبره په ایران کې نژدې ۶۰۰ ایټالویان شته، چې ډېری یې پلازمېنه تهران کې دي.

    بل لور د پولنډ بهرنیو چارو وزارت په یوه اېکس پیغام کې له خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتي، چې ''سملاسي'' باید له دې هېواده ووځي.

  5. ټرمپ وايي، ده ته ویل شوي چې په ایران کې اعدام او وژنې درول شوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ده په خبره، ''کره سرچینو'' ورته ویلي چې په ایران کې وژنې بندې شوې او اعدامونه به هم بند شي.نوموړي زیاته کړه، اوسمهال د حکمونو عملي کولو لپاره پلان نه شته.د امریکا ولسمشر دغه راز خبرداری ورکړ، چې د وژنو بیا پیل یا اعدامونو ته به د امریکا له لوري غبرګون څرګند شي.

  6. ټرمپ وايي که ایران معترضان اعدام کړي، دی به"ډېر سخت ګام" واخلي

    د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي که ايران لاريونوال اعدام کړي، متحده ايالات به د ایران پرضد "ډېر سخت اقدام" وکړي. د بشري حقونو بنسټونه وايي د ايراني چارواکو له لوري د تاوتريخوالي په ځپونکو عملياتو کې تر اوسه له ۲۴۰۰ ډېر د حکومت ضد لاريونوال وژل شوي دي.

    د ۲۶ کلن عرفان سلطاني خپلوانو بي‌بي‌سي فارسي ته ويلي، هغه تېره اونۍ نيول شوی او ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ اعدام شي، خو دا لا څرګنده نه ده چې ايا دا کار ترسره شوی که نه.

    د "هنګاو د بشري حقونو سازمان" يو استازي هم بي‌بي‌سي ته ويلي دوی "هېڅکله داسې قضيه نه ده ليدلې چې په دومره چټکۍ مخته تللې وي".

    ټرمپ، چې له سي بي‌اېس شبکې سره خبرو کې د احتمالي اعدامونو په اړه وويل: "که هغوی دوی په دار کړي، نو تاسې به ځينې شيان ووينئ... که هغوی داسې کار وکړي، موږ به ډېر سخت اقدام وکړو."

    د سلطاني يو خپلوان بي‌بي‌سي فارسي ته ويلي چې د ايران يوې محکمې د "بې‌ساري چټک بهير" په درشل کې، يوازې په دوو ورځو کې د اعدام حکم صادر کړی دی.

    دوی ژوره اندېښنه لري چې ښايي هغه له هر ډول مخکنۍ خبرتیا پرته اعدام شي.

    د هنګاو د سازمان استازي اويار شيخي د چهارشنبې په ورځ د بي‌بي‌سي د راډيو ۴ د "ټوډې" پروګرام ته وويل چې د سلطاني نيول کېدل ښيي ايرانی حکومت هڅه کوي "پر عامو خلکو کنټرول ټينګ کړي او نورې مظاهرې ونه شي".

    د شيخي په وينا، د سلطاني خور - چې خپله وکيله ده- هڅه وکړه په قضيه کې مداخله وکړي، خو چارواکو ورته ويلي چې د تعقيب لپاره هېڅ لاره نشته.

    په ايران کې هغه بنديان چې د مرګ سزا ورته ټاکل شوې وي، عموماً له اعدام مخکې له خپلو خپلوانو سره د وروستۍ ليدنې اجازه لري. که څه هم ايرانيو چارواکو کورنۍ ته ويلي چې له اعدام وړاندې به له عرفان سره د ليدنې اجازه ورکړي، خو د شيخي په وينا، د نيول کېدو له وخته تر اوسه هغه له خپلې کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه نه ده لرلې.

  7. وروستی, لاوروف: روسیه به له ایران سره د خپلو هوکړو عملي کولو ته دوام ورکړي

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له ایران سره به اقتصادي اړیکې او د شویو هوکړو عملي کول دوام ولري او د امریکا ګواښونه به پکې کوم بدلون رانه ولي.

    سرګي لاوروف په مسکو کې د نامیبیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې له ایران سره د راکړې ورکړې پر وړاندې د امریکا د ۲۵ سلنه تعرفې په اړه وویل: "امریکا په خپل چلند کې هغه اصول له پامه غورځوي چې خپله یې دود بللي وو او نړیوال کېدل یې بلل. خپل اصول نه مراعتوي. دا ډول چلند ښيي چې زموږ امریکايي همکاران د باور وړ نه دي. هغوی تل پر تېلو او نورو حیاتي سرچینو تکیه کوي او یوازې خپلې ګټې لټوي او له ګواښ او مستقیم فشاره کار اخلي چې پکې د تعرفو لګول هم شامل دي."

    د وروستیو بدلونونو تر سیوري لاندې له ایران سره د اړیکو د دوام په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ باید خپل کار ته دوام ورکړو او له ایران او نورو اقتصادي شریکانو سره خپلې هوکړې عملي کړو. کله چې د امریکا په څېر ځواکمن هېواد دې ډول ناخوښو شویو لارو ته مخه کوي نو یوازې په دې معنا دي چې: د امریکا د سیالۍ دریځ پرله‌ پسې کمزورېږي."

    لاوروف ټینګار وکړ: "فکر نه کوم چې کوم درېیم لوری د روسیې او ایران د اړیکو ماهیت بدل کړای شي. دا اړیکې د روسیې او ایران د ولسمشرانو د هوکړو پر بنسټ ولاړې دي او د دواړو هېوادونو له ملي ګټو سره سمون لري."

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي مداخلې ګواښ "د منلو وړ نه" بللی و.

  8. وروستی, هندي وګړو ته له ایرانه د وتلو امر شوی

    د "هندوستان ټايمز" په ګډون، د هند ځينو رسنيو، د سفر په تړاو د حکومت د سپارښتنې پر بنسټ راپور ورکړی چې په تهران کې د هند سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له ايرانه ووځي.

    په دې خبرپاڼه کې ويل شوي: "د ايران د بدلېدونکي وضعيت له امله هغو هندي اتباعو ته چې دا مهال په ايران کې دي، سپارښتنه کېږي چې د شته ترانسپورتي وسايلو په مرسته له ايرانه ووځي."

    تهران کې د هند سفارت شاوخوا لس ورځې وړاندې (د جنورۍ پنځمه) هم له خپلو اتباعو غوښتي وو چې ايران ته له غيرضروري سفرونو ډډه وکړي.

    د نااراميو د دوام، د امنيتي فضا او د ډونلډ ټرمپ د پرله‌ پسې خبرداریو له امله، يو شمېر هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې له ايرانه ووځي.

  9. وروستی, د ایران د هوايي ځواک قومندان: له هر ډول تېري سره مقابلې ته چمتو یو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پرله‌پسې ګواښونو وروسته د ایران د هوايي ځواک وايي چې "له هر راز تېري سره مقابلې ته چمتو" دي.

    دا خبره د ایران د هوايي ځواک قومندان مجید موسوي افتخاري کړې او ویلي یې دي چې "د ایران د توغندیو زېرمې لا ډېرې شوې دي."

    ښاغلي موسوي ټینګار کړی چې د سپاه پاسداران هوايي ځواک "په لوړه کچه دفاعي چمتوالی لري او هر راز تېري سره مقابلې ته چمتو دی."

    هغه له اسرائيلو سره ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشاره ویلي چې د هغه وخت پرتله یې "فضايي تولیدات ډېر شوي" او په وینا یې، "په دې موده کې اوښتي زیانونه لرې شوي او دا ځواکونه د دفاعي چمتوالي په اوج کې دي."

    د ایران قضائیه قوه: په احتجاجونو کې ښکېل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي

    په همدې حال کې د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژه‌اي د هغو کسانو د علني محاکمې غوښتنه کړې چې د احتجاجونو پرمهال نیول شوي دي.

    ښاغلي اژه‌اي ویلي، "هغه عناصر چې په لارو کوڅو کې یې له خلکو سرونه غوڅ کړل او یا یې وسوځول، هر څومره ژر چې کېدلی شي باید محاکمه او مجازات شي."

    دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایراني رسنیو په وروستیو اعتراضونو کې د ښکېلو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

    بلخوا ځينو رسنیو او د بشري حقونو بنسټونو په ایران کې د "زرګونه" احتجاجیانو د وژل کېدو شمېرې په ډاګه کړې دي خو بي‌بي‌سي دا شمېرې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی چې که د ایران حکومت مظاهره‌چیان اعدام کړي نو "موږ به ډېر جدي ګام پورته کړو."

    ښاغلي ټرمپ له احتجاجیانو غوښتي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او ویلي یې دي چې، "مرسته پر لاره ده."

  10. شننه؛ د ایران واکمنان د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې له تر ټولو سترې ننګونې سره مخ دي, لیزدوسېټ/د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله

    د ایران واکمنان له ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب له بریا راهیسې له خپل تر ټولو سخت ازمېښت سره مخ دي.

    ایراني چارواکو بې‌سارې سخت‌دریځۍ ته مخه کړې ده چې پکې سخت امنیتي عملیات او د انټرنېټ نژدې بشپړ پرېکون شامل دي؛ دا هغه کچه ځپنه ده چې په تېرو کړکېچونو کې نه وه لیدل شوې.

    هغه ډېرې کوڅې او واټونه چې پخوا به د نظام پر ضد د قهرجنو شعارونو ډک وو اوس پرې چوپتیا خپره شوې ده.

    د تهران یوه اوسېدونکي د بي‌بي‌سي فارسي څانګې ته ویلي: "جمعه ورځ د باور وړ نه وه ډېره ګڼه‌ګوڼه وه او د ډزو کچه لوړه وه، خو د شنبې تر شپې پورې وضعیت ډېر ارام شوی و".

    یو ایراني خبریال هم ویلي: "اوس سړک ته وتل د مرګ لپاره د چمتووالي په مانا دي."

    دا کورني ګډوډي له بهرني ګواښ سره هم مهاله شوې دي ځکه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرله‌پسې ډول د پوځي اقدام خبرداری ورکړی دی. دا هر څه هغه وخت پیل شول چې اوه میاشتې وړاندې د امریکا بریدونو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران حیاتي اټومي تاسیسات په نښه کړل؛ هغه جګړه چې د ایران او اسرائیل ترمنځ وشوه او د ایران نظام یې کمزوری کړ.

    ډونلډ ټرمپ ټینګار کوي چې تهران غواړي بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

    خو د ایران دریځ لا هم کمزوری پاتې دی او ډونلډ ټرمپ اشاره کوي چې کېدای شي تر هر ډول لیدنې مخکې لاس په کارېدو ته اړ شي. همدارنګه خبرې اترې به د اوسني داخلي تاوتریخوالي او سختې غوسې د مهارولو لپاره بسنه ونه کړي.

  11. وروستی, رویټرز: امریکا په قطر کې خپلو ځينو سرتېرو ته سپارښتنه کړې چې له العدید هوايي اډې ووځي

    رویټرز خبري اژانس د درو ډېپلوماتانو له قوله خبر ورکړی چې امریکا په قطر کې خپلو ځينو سرتېرو ته د نن چهارشنبې (مرغومی ۲۴/جنوري ۱۴) تر ماښامه له العدید هوايي اډې د وتلو سپارښتنه کړې ده.

    العدید په منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو ستره هوايي اډه ده چې په قطر کې ده او شاوخوا لس زره امریکايي پوځیان پکې مېشت دي.

    په قطر کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

    د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال په جون کې پر ایران د امریکا تر هوايي بریدونو مخکې هم یو شمېر امریکايي سرتېرو په منځني ختیځ کې خپلې اډې پرېښې وې.

    هغه مهال د ایران پر ځينو اټومي بنسټونو د امریکا د برید په ځواب کې ایران د عدید اډه په شپږو توغندیو ویشتې وه.

  12. وروستی, د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای څوک دی؟

    په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو د اسلامي جمهوریت د پای ته رسولو او د رحاني مشر آیت‌الله علي خامنه‌ای د واکمنۍ د ختمېدو غوښتنه کړې ده. هغه له ۳۵ کلونو څخه زیات وخت کېږي چې واکمن دی، خو دا پوښتنه مطرح ده چې هغه څنګه واک ته ورسېد او تر کومه بریده پر دولت واک لري؟

    په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه د اسلامي جمهوریت او د روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کوي. هغه له ۳۵ کلونو ډېر وخت کېږي چې واکمن دی - خو هغه څنګه واک ته ورسېد - او هغه څومره کنټرول لري؟

  13. له ایران سره کاروبار کوونکو هېوادونو باندې د ټرمپ د تعرفې لوړولو پرېکړه څه اغېز کولی شي؟

    په داسې حال کې چې په ایران کې له تېرو څو ورځو راهیسې انټرنېټي او مخابراتي شبکې کار نه کوي خو ځینې ایرانیان توانېدلي چې له هېواده بهر ټلیفون وکړي. ځينې عیني شاهدانو، د بشري حقونو بنسټونو او رسنیو د "زرګونه" احتجاجیانو د وژل کېدو خبر ورکړی خو بي‌بي‌سي نه ده توانېدلې چې په خپلواک ډول دا شمېرې تایید کړي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه نوره مالیه هم لګوي چې له ايران سره کاروبار کوي. د ښاغلي ټرمب بل ګام به څه وي؟ د بي‌بي‌سي نړيواله خبرياله ليز دوسېټ یې تشریح کوي:

  14. وروستی, د ټرمپ ګواښ ته د چین غبرګون: د ایران په کورنیو چارو کې "بهرنۍ لاس‌وهنه" د منلو نه ده

    ایران ته د ډونلډ ټرمپ له پرله‌ پسې ګواښونو وروسته نن یو ځل بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "د ایران په کورنیو چارو کې د هر راز بهرنۍ لاس‌وهنې" مخالف دی.

    د امریکا ولسمشر څو ساعته مخکې یو ځل بیا ‘ګواښ وکړ چې که ایراني چارواکي احتجاجیان اعدام کړي نو واشنګټن به یې پر ضد "ډېر سخت ګام" پورته کړي.

    ښاغلي ټرمپ له مظاهره‌چیانو وغوښتل چې احتجاجونه روان وساتي او په وینا یې، "مرسته پر لاره ده."

    د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې وویل، "چین په نړیوالو اړیکو کې د زور کارولو او د ګواښونو پلوی نه دی."

    چین تر دې مخکې هم ټینګار کړی و چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنۍ مداخلې مخالف دی.

  15. وروستی, د بشري حقونو بنسټونو او رسنیو په ایران کې د "زرګونه" احتجاجیانو د وژل کېدو خبر ورکړی

    د 'هرانا' په نوم په امریکا کې مېشت د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري سازمان وايي چې په ایران کې په وروستیو مظاهرو کې ۲۵۷۱ تنه وژل شوي دي. په وینا یې، دا د تېرې ورځې پرتله د پام وړ لوړ شمېر ښيي.

    د هرانا د تازه معلوماتو له مخې، په دغو وژل شوو کسانو کې ۲۴۰۳ احتجاج کوونکي وو، ۱۲ تنه تر ۱۸ کلنۍ کم‌عمره کسان، ۹ ملکي او داسې خلک چې اعتراضونو کې شامل نه وو او ۱۴۷ نور د حکومت اړوند کسان وو.

    تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د وژل شوو شمېر ۲۰۰۰ تنه اټکل کړی و.

    په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌اېس هم د سې‌شنبې په شپه په ایران کې دننه او بهر د دوو سرچینو له قوله د وژل شوو احتجاجیانو شمېر شاوخوا ۱۲ زره وښود او یا یې هم دا وضاحت ورکړ چې دا کچه ۲۰ زرو ته هم لوړېدلی شي.

    د اکسیوس خبري اژانس د اسرائيلو د استخباراتي سرچینو له خولې بیا د وژل شوو شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ ښودلی دی.

    ځينو عینو شاهدانو چې په دې وروستیو کې له ایرانه وتلي او یا هغو چې د سټارلېنک له لارې له انټرنټ سره وصل شوي، بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی په روغتیايي مرکزونو او یا د مړو په ساتنځیو کې ګڼ مړي او ټپیان ليدلي دي.

    په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې په ایران کې انټرنېټ او ټلیفوني شبکې بندې دي چې له کبله یې کره معلوماتو ته لاسری سخت او د وضعیت سمه ارزونه ستونزمنه کړې ده.

    بلخوا هلته پر خپلواکو رسنیو له بندیز سره بي‌بي‌سي ته نږدې ناممکنه ده چې دا شمېرې او معلومات په خپلواک ډول تایید کړي.

  16. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ایران حکومت ته ويلي: د انسان د ژوند حق ته احترام وکړئ

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان وايي، په ايران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د بشري حقونو جدي سرغړونو له امله د دغه هېواد حکومت غندل شوی او په وینا یې مکلف دی چې د انسانانو د ژوند حق خوندي کړي.

    د ایران د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړې راپور ورکوونکې مايي ساټو او د خپلسرو او غیر قضايي اعدامونو او د غونډو او ټولنو د ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو دریو نورو راپور ورکوونکو، دغه اعلاميه لاسلیک کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې، رېچارډ بېنټ هم د دې ملاتړ کړی دی.

    په اعلامیه کې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په رسمي وېبپاڼه خپره شوې، لاسلیک کوونکو ويلي، "د سوله ایزو لاریون کوونکو پر وړاندې د وژونکي ځواک کارول، د ماشومانو په ګډون، خپل سري توقیفونه او په روغتیایی تاسیساتو بریدونه له نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده."

    د بیان په بله برخه کې ویل شوي چې د وژونکي ځواک کارول یوازې هغه وخت جواز لري کله چې دا وروستۍ چاره وي او حتی بیا هم باید د اړتیا، تناسب او احتیاط د قانوني اصولو سره سم وي.

    اغلې ساتو ویلي، "هغه خطرناک سیاسي ادبیات چې سوله ایز لاریون کونکي د "ترهګرو"، "بلواګرو" یا "اجیرانو" په توګه یادوي، د تاوتریخوالي ځپلو توجیه کولو هڅه کېږي."

    هغې دا هم ټینګار کړی چې "اعدام د لاریونونو پر وړاندې د حکومت غبرګون نشي کېدی."

  17. قطر وایي د ایران او امریکا تر منځ د شخړې زياتوالی به د سيمې لپاره "ويجاړونکې" پايلې ولري

    قطر خبرداری ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې هر ډول زیاتوالی به د سیمې لپاره "خطرناک" پایلې ولري.

    قطر دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که حکومت لاریون کوونکي ووژني، "سخت ګوزار" به ورکړي.

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد انصاري د سې شنبې په ورځ په دوحه کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تهران او واشنګټن ترمنځ د شخړې هر ډول زیاتوالی به د سیمې لپاره "ویجاړونکي" پایلې ولري، او ټینګار یې وکړ چې دوحه غواړي "تر ممکنه حده پورې" له دې ډډه وشي.

    ایران د جولای په لومړۍ نېټه د ۱۲ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا له خوا پر اټومي تاسیساتو د برید په غچ کې د قطر د العدید هوايي اډه چې د امریکايي ځواکونو کوربتوب کوي په نښه کړه.

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، "موږ لاهم په داسې یوه پړاو کې یوو چې موږ باور لرو ډېپلوماتیک حل شونی دی."

    مجاجد انصاري زیاته کړه، "موږ له ټولو خواوو سره خبرې کوو ... چې ډېپلوماتیک حل ومومو."

  18. په ایران کې د لاریونوالو د وژل کېدو بوږنونکې شمېرې؛ د بشري حقونو سازمانونو او رسنيو د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی

    په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه راپورونه ښيي چې د لاريون کوونکو پر وړاندې بې ساری تاوتریخوالی شوی، په ځانګړې توګه له پنجشنې راهيسې چې انټرنېټ او مخابراتي شبکو ته لاسرسی محدود شوی دی.

    رویټرز او د بشري حقونو ډلو مخکې د مړو شمېر له ۲۰۰۰ تر۵۰۰۰ پورې اټکل کړی و. خو لکه څنګه چې له ایران څخه نور خبرونه را رسېدلي، دا شمېرې له دې هم لوړې ښودل کېږي.

    په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسني سي بي اېس، د ايران د ننه او بهر د سرچینو په حواله د سې شنبې په شپه د مړو شمېر شاوخوا ۱۲۰۰۰ ښودلی دی خو ويلي یې دي چې دا شمېر ښايي تر ۲۰۰۰۰ پورې لوړ وي.

    د اکسیوس خبري وېبپاڼې ویلي چې د اسرائیلو استخباراتي سرچینو د مړو شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ تنه ښودلی دی.

    هغه عیني شاهدان چې په دې وروستیو کې له ایرانه وتلي، یا یې د سټارلېنک له لارې له انټرنیټ سره اړیکه نیولې ده، بي بي سي ته ویلي چې دوی په روغتيايي مرکزونو یا د مړو خونو کې ګڼ شمېر مړه او ټپیان لیدلي دي.

    په وروستیو ورځو کې د انټرنېټ او ټیلیفون بندیدو د معلوماتو ترلاسه کول او د لاریونونو د قربانیانو شمېر ارزول ستونزمن کړي او د ازادو رسنيو د نشتوالي له کبله د دې معلوماتو پخلی په عملي توګه ناشونی دی.

  19. وروستی, ټرمپ: په ایران کې د وضعیت څېړلو لپاره مستقیم سپینې ماڼۍ ته ځم

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې مېشیګن ایالت ته یېسفر کړی، د سې شنبې په ماښام د بېرته راستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، پلان لري واشنګټن ته له رسېدو سره سم سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي او په ایران کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

    ډونلډ ټرمپ وویل، ایراني چارواکي باید "انسانیت وښيي" او خبرداری یې ورکړ، "دوی یوه لویه ستونزه لري او زه هیله لرم چې دوی به خلک ونه وژني ... داسې ښکاري چې دوی ډېر بد چلند کړی دی."

    له دې یو ساعت وړاندې، نوموړيټینګار وکړ چې که چېرې په ایران کې لاریون کوونکي اعدام شي، امریکا به د ایران حکومت ته په کلکه ځواب ورکړي.

  20. ټرمپ: که په ایران کې لاریون کوونکي اعدام شي، موږ به "ډېر جدي ګام" پورته کړو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایراني چارواکي په دې اوونۍ کې د حکومت ضد لاریون کوونکي اعدام کړي، واشنګټن به "ډېر جدي ګام" پورته کړي.

    ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ سي بي ایس خبري شبکې ته وويل، "موږ به ډېر جدي اقدام وکړو. که دوی دا کار وکړي، موږ به ډېر جدي اقدام وکړو."

    نوموړي په ​​ایران کې له لاریون کوونکو وغوښتل چې خپلو لاریونونه دوام ورکړي، او ویې ويل چې "مرسته پر لاره ده."

    د جنوري پر ۱۳مه، پر ټروت سوشل ټولنيزه رسنۍ یوه پیغام کې، د امریکا ولسمشر له لاریون کوونکو وغوښتل چې حکومتي ادارې ونیسي او د "قاتلانو او ناوړه ګټه اخیستونکو" نومونه ثبت کړي.

    ښاغلي ټرمپ دا هم ليکلي "تر هغه چې د لاریون کوونکو بې معنی وژنه ودرېږي"، له ایراني چارواکو سره یې د ټولو غونډو لغوه کولو امر کړی دی.

    ډونلډ ټرمپ پرون ویلي وو چې ایراني چارواکو له امریکا سره د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې اړه ویلي چې ایران د خبرو اترو او جګړې دواړو لپاره چمتو دی.