د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي هوايي
ځواکونو یې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوايي بریدونو په غبرګون نن سهار د
خیبرپښتونخوا کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په
نښه کړي.
دغه وزارت یوه اعلامیه کې دا ادعا هم کړې چې
پر دې سربېره یې د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی او دا
چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.
هممهاله د خیبرپښتونخوا له کوهاټه هم پر
خواله رسنیو د دغو بریدونو څو ویډیوګانې خپرې شوې دي.
په یوې ویډیو کې ښکاري چې له یوې سیمې لوګي
پورته کېږي او غږېدونکي کسان پکې د کېنټ یا پوځي مرکز د هدف ګرځېدو یادونه کوي.
بيبيسي په خپلواک ډول د دغو ویډيوګانو د ثبتېدو ځای او وخت نه شي تاییدولی.
وروستی, ويډيو: پر کندهار د پاکستان بریدونه
د ویډیو تشریح، ويډيو: پر کندهار د پاکستان بریدونه
بيبيسي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د جمعې ورځې تر ناوخته د اور لمبې او لوخړې پورته کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي، پاکستاني الوتکو دغلته د کام ایر هوايي شرکت د تېلو زېرمې په نښه کړې دي. پاکستاني چارواکو تل له داسې بریدونو وروسته ادعا کړې چې افغانستان کې یې د "اورپکو پټنځایونه" له منځه وړي دي خو د طالبانو حکومت دا ډول ادعاوې ردوي. ملګري ملتونه وايي د دې بریدونو لویه برخه قربانیان ولسي افغانان دي.
وروستی, یوناما: د پاکستان هوايي برید کابل کې څلور ملکي کسان وژلي؛ مجاهد وايي بېځوابه به پاتې نه شي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د یوناما دا غبرګون په داسې حال کې راځي چې د پاکستان حکومت ته ځينو نږدې رسنیو ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک په دغو بریدونو کې د کابل پلچرخي په سیمه کې د طالبانو حکومت پوځي مرکزونه په نښه شوي او د پاکستان هوايي ځواک په جلا توګه د کندهار د قولاردو قرارګاه هم بمبار کړې ده.
خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او ویاند یې ویلي چې ملکي خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، دوی ''دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي'' او په وینا یې ''دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.''
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي عملیات به دوام وکړي، چې د ده په وینا د هغو وسلهوالو ډلو د بریدونو مخه ونیسي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد پلان کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، دوی ''دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي'' او په وینا یې ''دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.''
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي عملیات به دوام وکړي، چې د ده په وینا د هغو وسلهوالو ډلو د بریدونو مخه ونیسي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد پلان کېږي.
د پاکستان حکومت ته نږدې ځينو رسنیو بیا په خپلو رپوټونو کې ادعا کړې چې ګواکې په دغو بریدونو کې یې د کابل پلچرخي په سیمه کې د طالبانو حکومت پوځي مرکزونه په نښه کړي او د پاکستان هوايي ځواک په جلا توګه د کندهار د قولاردو قرارګاه هم بمبار کړې ده.
هغه ادعا چې ښاغلي مجاهد رد کړې او ویلي یې دي چې دغه بمبارونه پر ملکی کورونو شوي چې په وینا یې، "ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي دي."
وروستی, ځايي سرچینې: پر کابل د پاکستان هوايي برید کې درې ملکي کسان وژل شوي