پاکستان افغانستان سره لنډمهالی اوربند اعلان کړ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ اعلان وکړ چې د راتلونکي کوچني اخترپه مناسبت، افغانستان سره لنډ مهالی اوربند کوي. هغه په یوه ویناپاڼه کې ویلي " د وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، د پاکستان اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ بنسټونو پر وړاندې د روانو عملیاتو "غضب لِلحق" په لړ کې لنډمهاله وقفه وکړي". دغه پاکستاني چارواکي ویلي، اوربند به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې له نیمې شپې د مارچ د ۲۳مې او ۲۴مې نېټو تر نیمې شپې د پلي کېدا وړ وي.

لنډیز

  • د مسلمانو علماوو نړیواله ټولنه: پر روغتون برید او تېری اسلام کې لویه او هلاکوونکې ګناه ده
  • د ناروې د کډوالو شورا یو مشر: کابل کې د پاکستان د برید صحنه زړه بوږنوونکې وه او قربانیان پېژندل ګران دي
  • حامد کرزی: د پاکستان حکومت افغانستان کې د "ګډوډۍ" رامنځته کولو په لټه کې دی
  • رېچارډ بېنېټ په کابل کې پر روغتون د پاکستان برید د څېړنې او له عاملينو سره د حساب غوښتنه کړې
  • امید مرکز چېرې دی چې د ډېرو هیلې په کې ورژېدې؟
  • متقي: پاکستان داسې مهال کابل کې برید کړی، چې چین د دې مسئلې د حل لپاره صادقانه هڅې پیل کړې وې
  • اروپايي ټولنې د ملکيانو پر وژنه خواشیني ښودلې او د لوړې کچې زغم غوښتنه یې کړې
  • د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ ناروغان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي
  • د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، په فبرورۍ کې له هغه راهیسې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی، د رپوټونو له مخې په افغانستان کې ''لږترلږه'' شپږو روغتیايي مرکزونو ته زیان اوښتی دی
  • د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، کابل کې تېره شپه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د ''چاودنې'' پېښې په هکله باید ''په چټکۍ سره، په خپلواکه او شفافه توګه پلټنې وشي.''
  • په کابل کې د عدلي طب ادارې یوې سرچینې نن سې شنبه بي بي سي ته وویل، چې دوی ته ۹۸مړي وروړل شوي دي، چې په وینا یې ځینې یې کورنیو ته سپارل شوي، ځینې نور لا هم نه دي پېژندل شوي
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په هکله ''سخته خواشیني'' څرګنده کړې
  • راشد خان پر کابل د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او پر نړيوالو یې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پر پلازمېنه کابل هوايي بریدونه شوي

    رپوټونه وايي پر افغان پلازمېنه کابل یو وار بیا هوايي بریدونه شوي. افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "پاکستاني پوځي رژيم یوځل بیا د افغانستان په حریم تجاوز وکړ او په کابل کې یې د معتادینو روغتون هدف وګرځاوه چې په کې ګڼ شمیر ملکي کسان چې اکثره د معالجې لاندې معتادین دي شهیدان او ټپيان شوي دي.

    ‏موږ دغه جنایت په کلکو ټکو غندو او دا ډول عمل د ټولو منل شوو اصولو خلاف بشر ضد عمل بولو."

    ښاغلي مجاهد د مرګ ژوبلې د کره شمېرو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

    کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز وايي، د ښار مرکزي څنډو کې په ځايي وخت د ماښام له ۹ بجو وروسته د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو، بیا وروسته لږ لرې د یوې بلې چاودنې غږ واورېدل شو. له چاودنو وروسته په هوا کې د ډزو غږونه وو چې ویل کېده د هوايي دفاع ځواکونه پر الوتکو ډزې کوي.

  2. د خوست ځايي چارواکي: د پاکستان توغنديزو بریدونو کې يوه مېرمن وژل شوې او د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان دي

    د افغانستان په ختیځ کې د خوست ولایت ځایي چارواکي وايي، تېره شپه د پاکستان پوځ توغنديزو بریدونو کې یوه مېرمن وژل شوې او د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان دي.

    د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګوربز، وايي بېګا د شپې دوولس بجې د دغه ولایت په ګوربزو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ توغنديز برید کې يوه مېرمن وژل شوې، بله مېرمن او يو ماشوم ټپيان دي.

    د نوموړي په وینا په یوه بله پېښه کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شوي چې د دوو تنو حالت نازک دی.

    وړاندې هم د خوست ولایت ځايي چارواکو په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان توغنديز بریدونو له کبله د دوو ماشومانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

    پاکستان تر دې مهاله په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ويلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په ګډون پوځي موخې په نښه کوي.

    د پاکستان توغنديزو او هوایي بریدونو له کبله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

  3. په پاکستان کې د طالبانو حکومت ډرون بریدونه اسلام آباد ته په څه مانا دي؟

    ډرون

    د عکس سرچینه، KPK

    د کابل او اسلام آباد تر منځ د ترینګلتیا پر دوام افغانستان کې د طالبانو حکومت په پرلپسې ډول د پاکستان پر بېلابېلو ځایونو، له ډلې یې ان په اسلام آباد کې د "بریالیو ډرون بریدونو" ادعاوې کړې. پاکستان په لومړیو کې په داسې بریدونو ډېر نه غږېده، خو د جمعې ورځې له ډرون حملو وروسته یې نه یوازې د دغې بریدونو د ناکامولو ادعا وکړه بلکې د ځينو ولسي وګړو ژوبلېدل یې هم ومنل.

    د پاکستاني پوځ ادعاوې په خپل ځای خو د طالبانو حکومت د دغو بریدونو د زیان کچه ډېره ښیي چې له ورایه یې د ځينو کړیو اندیښنې رامنخته کړې دي.

    د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغو بریدونو غندلو تر څنګ ویلي "افغان طالبان له سرو کرښو اوښتي."

    نوموړي پر اېکس پاڼه یوه خپاره شوې پیغام کې ویلي "موږ به د خپلو وګړو په نښه کول ونه زغمو او د خپلو خلکو دفاع کوو."

    پاکستان کې د مارچ په ۱۳ د طالبانو حکومت لخوا په راولپنډۍ، کوهاټ او کوټه کې څو ډرون بریدونو ته د سختو غبرګونونو وروسته هم افغانستان کې د طالبانو حکومت له هغه دریځه نه دی په شا شوی چې وايي د 'هر تېري غچ به اخلي.'

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ یو ځل بیا اعلان وکړ چې د" رد الظلم عملیاتو په لړ کې یې د وزیرستان په واڼه سیمه کې د پاکستان د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی."

    د طالبانو حکومت دا په افغانستان د تېرې شپې بریدونو غچ اخېستونکي عملیات بللې او پاکستاني پوځ ته یې د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا کړې.

    د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې یا (ای اېس پي آر) که څه هم د ډرون بریدونو د شنډولو خبره کوي، خو وايي د داسې بریدونو موخه دا ده چې په خلکو کې وېره خپره شي.

  4. د لکڼو خلک د پاکستان بریدونو له کبله بېځايه شویو ته خواړه برابروي

    د ویډیو تشریح، د لکڼو خلک د پاکستان بریدونو له کبله بېځايه شویو ته خواړه برابروي

    له پاکستان سره پرکرښه د روانې جګړې له امله په خوست ولایت کې هم زرګونه کورنیو خپل کلي پرېښې. ځېنې یې له خپلوانو کره سره اوسېږي، ځېنو یې د کرایې کورنو کې اړولي خو له زرو ډېرې کورنۍ د خوست په لکڼو سیمه کې د خلکو په حجرو، ښوونځیو او مدرسو کې دېره شوې دي. د لکڼو ځوانان وايي، دوی خپله سیمه کې پیسې راټولوي، بهرمېشتي سیمه‌وال یې هم لاسنېوی کوي او له جکړې بې‌ځایه شویو ته پرې خوراک څښاک برابروي.د لکڼو اوسېدونکی عبدالهادي وحدت بي‌بي‌سي پښتو ته پرې غږېدلی دی.

  5. ځايي چارواکي وايي د پاکستان توغنديز بریدونو په خوست ولایت کې دوه ماشومان وژلي لو دوه ټپيان دي

    د افغانستان ختيځ خوست ولایت کې ځايي چارواکي وايي د پاکستان پوځ توغندیز برید کې دوه تنه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

    چارواکي وايي، برید د یاد ولایت د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په نامه ملکي سیمه کې شوی دی.

    د چارواکو په وینا په دې بریدونو کې د عامو وکړو کورونه هم زیانمن شوي دي.

    د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو وړاندې یې ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په ګډون پوځي موخې په نښه کوي.

    د پاکستان وروستیو بریدونو له کبله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ولسي وګړو ته د درنې مرګژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي چې په کور دننه او بهر د افغانانو له خوا غندل شوي او د درولو غوښتنه یې شوې ده.

  6. وروستی, د طالبانو حکومت: پر واڼه کمپ مو هوايي برید کې پاکستاني لوري ته دروند مالي او ځاني زیان اړولی

    د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت ادعا کوي، چې هوايي ځواکونو یې د ډیورنډ کرښې هغې خوا ته د سویلي وزیرستان په واڼه کې د پاکستان پوځ پر "یوه ځانګړي کمپ" برید کړی دی.

    دفاع وزارت پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې دا ګام په کندهار کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونو په غچ کې اخیستل شوی او دا چې د واڼه په پوځي کمپ کې "د اېس‌اېس‌جي کمانډو ودانۍ او نور مهم تاسیسات" پکې په نښه شوي دي.

    په بیان کې ادعا شوې چې په برید کې د دغه مرکز د قوماندانۍ "ډېره برخه او ځینې نور تاسیسات له منځه تللي" او د پاکستان پوځ ځواکونو ته "درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي."

    د پاکستان حکومت تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

    خو د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر یې عطاالله تارړ پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې چې د کندهار په بریدونو کې د افغان او پاکستاني طالبانو د پټنځایونو په ګډون یو شمېر پوځي تاسیسات، د تخنیکي ملاتړ زیربنا او د وسایلو یوه زېرمه چې د پاکستان خلاف بریدونو کې ترې ګټه اخیستل کېده، او همدا راز یوه سمڅه چې د افغان طالبانو او ټي‌ټي‌پي تخنیکي وسایل پکې ساتل شوي وو،‌ هدف ګرځول شوي دي.

    ښاغلي تارړ دا هم لیکلي چې د دوی لخوا روانو عملیاتو کې تر دې دمه ۶۸۴ افغان او پاکستاني طالبان وژل شوي او له ۹۱۲ ډېر نور ټپیان دي.

    هغه زیاته کړې چې په دې موده کې یې په افغانستان کې ۷۳ هوايي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت ۲۵۲ پوستې یې لمنځه وړې دي.

    بي‌بي‌سي نه شي کولی چې د یوې خوا ادعا او تورونه هم په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.

  7. د طالبانو حکومت وايي، دفاعي ځواکونو یې د پکتیکا شکین ولسوالۍ کې یو ډرون رانسکور کړی

    د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ادعا کړې، د طالبان حکومت دفاعي ځواکونو نن (یکشنبه) په پکتیکا کې د پاکستان یوه ډرون الوتکه راغورځولې ده.

    ملي تلویزیون پر خپله اېکس پاڼه یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې چې ظاهرآ راغورځول شوی ډرون پکې ښکاري.

    په خبر کې ویل شوي چې دغه ډرون په شکین ولسوالۍ کې الوتنې کولې.

    پاکستاني لوري تر اوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا خبر نه شي تاییدولی.

    شکین

    د عکس سرچینه، @rtapashto

    د عکس تشریح، ملي تلویزیون لخوا خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د ظاهرآ د طالبانو حکومت سرتېري له یوه ویجاړ شوي ډرون راتاو دی
  8. وروستی, ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان پوځ تورن کړ چې د سیمې د نا‌امنه کولو ماموریت یې اخیستی

    Mujahid

    د عکس سرچینه، Getty Images

    طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې یو ځل بیا پاکستان پر جنګ غوښتنې تورن کړ.

    هغه وویل "جنګ افغانستان نه دی پیل کړی، که کوم هېواد منځګړیتوب کول غواړي، مونږ د خپلو شرایطو له مخې کومه ستونزه نلرو، دا پاکستان دی چې سیمه کې ناامنۍ ته لمن وهي او تراوسه د خبرو له لارې د مسلې حل ته نه دي تیار شوي."

    ښاغلي مجاهد دې پوښتنې ته په ځواب کې چې پاکستان وايي لومړی باید د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو لخوا متوجه ګواښ له منځه ولاړ شي،‌ وویل: "د اسلام اباد دا خبره درسته نه ده. مونږ تېر کې ټولو غونډو کې دوی ته ویلي چې دا تضمینوو چې افغان خاوره به د بل چا پر ضد نه کارول کېږي. دا چې پاکستان کې بریدونه کېږي، د هغې مخنیوي زمونږ مسوولیت نه دی."

    د طالبانو حکومت ویاند ادعا وکړه چې ګوندې روان جنګ د پاکستان لپاره نه دی او نه هم د دغه هېواد د ناامنۍ خبره ده، بلکې د ده په ټکو "هغوی د سیمې نا امنۍ لپاره یو ماموریت اخیستی دی، نو کله چې خبره داسې وي، طبیعي ده چې مونږ به ورته ځواب ورکوواو په کلکه به له خپلې خاورې دفاع کوو."

    د یادونې ده چې د پاکستان حکومت پوځ وايي، په افغانستان کې به یې بریدونه تر هغې دوام ومومي، چې د طالبانو حکومت د دوی په وینا د پاکستاني طالبانو تحریک، بېلتونپاله بلوڅانو، اسلامي‌دولت/داعش او القاعده په څېر د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه وي اخیستی.

    خو د طالبانو حکومت بیا دا په کلکه ردوي، چې کومه بهرنۍ وسله‌واله ډله دې په افغانستان کې موجوده وي او یا دې د افغانستان خاوره د کوم هېواد خلاف کارېدلې وي.

  9. کندهار کې هوايي بریدونه؛ مجاهد وايي پاکستان به د "خپلو شرارتونو او تجاوز" ځواب وویني

    د ویډیو تشریح، د پاکستان امنیتي سرچینې وايي د طالبانو حکومت اړوند نظامي اهداف یې په نښه کړي دي
  10. وروستی, ډبلیوایف‌پي وايي افغانستان کې د پاکستان بریدونو له کبله له بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې پیلوي

    د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌پي) ویلي چې افغانستان کې له پاکستان سره د جګړې له کبله اغېزمنو شوو لپاره په چټکۍ سره د بېړنیو مرستو پر پیلولو کار کوي.

    ډبلیو‌ایف‌پي په یوې اعلامیه کې ویلي، ۲۰ زره کورنیو ته چې له جګړې بې ځایه شوې، اړینې ژوند ژغورونکې مرستې رسول کېږي.

    اعلامیه زیاتوي چې د دې په تعقیب به له هغو کورنیو سره چې ډېرې زیانمونکی وي، دوو میاشتو لپاره د کافي اندازه خواړو او یا هم مالي مرسته کېږي.

    په اعلامیه کې راغلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له خطر ډکو شرایطو سره سره په ډېرو سرحدي سیمو کې خپل فعالیت پیل کړی دی.

    ډبلیو اېف پي زیاتوي چې پر بې ځایه شوو سربېره په ۸ ولایتونو کې له خلکو سره مرستو ته ور وړاندې کېږي.

    دا لړۍ به ختیځ کې له نورستان، کونړ او ننګرهاره پیل او بیا به پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل او کندهار ته وغځول شي.

    د تېر کال د اکتوبر له میاشتې د افغانستان پاکستان د جګړې له امله لسګونه زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

    په افغانستان کې د ډبلیو ایف پی مشر جان اییلیف وايي له وړاندې افغانې کورنۍ بې کارۍ، زلزلو ځپلي او اوس په یوې بلې جګړې کې رایسارې دي.

    دی زیاتوي چې د ایران جنګ سره افغانان له دوو جګړو اغېرمنېږي او که بې ثباتي پراخه شي، نو دا به میلیونونه نور افغانان له ولږې سره مخامخ کړي.‌

  11. وروستی, مجاهد: کندهار کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونو مرګژوبله نه ده اړولې

    کندهار

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، پاکستاني الوتکو تېره شپه په کندهار کې په دوو نقطو کې بریدونه کړي خو مرګژوبله پکې نه ده اوښتې.

    د نوموړي په وینا په یوه برید کې د روږدو یا معتادینو د درملنې روغتون یوه برخه او په بل برید کې یو تش کانتینېر چې پخوا قراوول و، په نښه شوی دی.

    ښاغلی مجاهد وايي، که څه هم دغه بریدونه مرګژوبله نه لري، خو پاکستان د افغانستان حریم نقض کړی او د "خپلو شرارتونو او تجاوز" ځواب به وویني.‌

    د پاکستان دولتي تلویزیون بیا د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله ادعا کړې، چې د پوځ د تخنیکي ملاتړ یو مرکز او د پوځی وسایلو ډیپو یې په نښه کړی دی.‌

  12. امریکا کې پر افغانستان د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریون

    د ویډیو تشریح، امریکا کې پر افغانستان د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریون

    د امریکا په واشنګټن کې یو شمېر افغانان د احتجاج په پار راټول شوي وو او پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه یې غندل او د دغو بریدونو د درولو غوښتنه یې کوله.

    دغه لاریونوالو د پاکستان په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو مرګژوبله له نړيوالو قوانينو سرغړونه بلله او پر نړيواله ټولنه یې غږ وکړ چې پاکستان دې د ولسي وګړو له مرګژوبلې راوګرځوي.

    د امریکا سربېره‌ په وروستيو ورځو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانانو د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریونونه کړي دي.

    د پاکستان هوايي‌ بریدونو کې د لسګونه ولسي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي. پاکستان بيا ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د ملاتړو هدفونه یې په نښه کړي دي.

    پاکستان تل تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو په ګډون وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې پر دوی بریدنه کوي خو د طالبانو حکومت بيا دا تورونه ردوي‌ او وايي‌ هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

  13. د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وایي خوست او پکتیکا ولایتونو ته څېرمه یې پر پاکستاني پوستو بريدونه کړي

    د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، تېر ماخوستن یې په پکتيکا او خوست ولایتونو کې یې د پاکستاني پوځ پر پوستو "مرګوني بریدونه" کړي دي.

    ځايي چارواکي ادعا کوي چې د پکتيکا برمل ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې ته څېرمه یې د پاکستاني يوځ يوه پوسته نيولې ده.

    د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون هم پر خپله اېکس پانه د يوې ویډيو پر خپرولو سره ويلي چې د برمل ولسوالۍ ته څېرمه یې د پاکستاني پوځ پوسته نيولې چې په ترڅ کې یې وسلې او مهمات د دوی ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

    همدا راز خوست کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي د ځاځي ميدان ولسوالۍ ته څېرمه د پاکستانۍ پوستې د نيولو او پنځو تنو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

    د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او په خپلواکه توګه یې پخلی نشي کېدلی.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ په ورستيو نښتو او تاوتريخوالي کې دواړه غاړې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  14. وروستی, کونړ کې د طالبانو حکومت چارواکي: پاکستاني ځواکونو په دانګام کې یوه لیسه په توپونو ویشتلې

    کونړ

    د عکس سرچینه، rtapashto

    د افغانستان ملي تلویزیون وايي، د پاکستان پوځ د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یوه لېسه په توپونو ویشتلې ده.

    په خبر کې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو په حواله ویل شوي، چې په ډزو کې د لېسې ودانۍ زیانمنه شوې او ساتونکی یې هم ټپي شوی دی.

    تر دې ورمخکې د دغه ریاست امر ضیاءالرحمن سپين‌غر په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې پاکستاني ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کونړ پر هغو هغو ولسوالیو چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، د هاوان او توپونو له ۲۷۰ ډېرې مرمۍ ورولې دي.

    تازه ملي‌ تلویزیون د چارواکو له خولې لیکلي چې په دغو ډزو کې درې ملکي وګړي ټپیان او د لیسې پر ودانۍ سربېره دوه کورونه هم "ویجاړ شوي دي."

    پاکستاني لوري تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

    بي‌بي‌سي نشي کولی چې دغه بریدونه او په هغو کې د اوښتو زیانونو ښودل شوې اندازه په خپلواک ډول تایید یا رد کړي.

    کونړ

    د عکس سرچینه، rtapashto

  15. فایق: د پاکستان لخوا د ملکي خلکو وژل کېدل "جنګي جنایت" دی

    کابل

    د عکس سرچینه، Naseer A. Faiq/X

    په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پر کابل او څو نورو ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

    هغه پر خپله ایکس پاڼه دغو بریدونو کې په کابل کې د ملکي مرګژوبلې په تړاو د یوناما له پیغام سره لیکلي: "د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې‌ګناه غیر نظامي خلکو وژل یو جنګي جنایت دی."

    نوموړي غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه باید له پاکستانه ځواب وغواړي او دغه بریدونه سملاسي ودرول شي.

    د یادونې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پرون وویل چې په کابل کې یې د پاکستان په هوايي برید کې د څلورو ملکي کسانو مړینه او د ۱۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي.

  16. وروستی, زرداري: د طالبانو حکومت 'پر ملکي سیمو' ډرون بریدونو سره 'له سرې کرښې' اوښتی

    زرداري

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان ولسمشر اصف علي زداري د طالبانو حکومت تورن کړی چې ګوندې پاکستان کې ېې "پر ملکي سیمو" ډرون بریدونه کړي دي.

    د پاکستان د ولسمشر اړوند رسمي اېکس پاڼه باندې د هغه په حواله یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، چې "افغان طالبان له سرې کرښې اوښتي" او دا چې "پاکستان به د خپلو ملکي خلکو هدف ګرځول کېدل ونه زغمي."

    ښاغلي زداري زیاته کړې، د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو خلاف ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

    د پاکستان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د دغه هېواد د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې "ای‌ایس‌پي‌ار" د طالبانو حکومت لخوا پاکستان کې تېره ورځ (جمعه د مارچ ۱۳مه) په ترسره شویو ډرون بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون د څلورو ملکي کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

    ای‌ایس‌پي‌ار ویلي وو چې د طالبانو ډرونونه یې د دفاعي ټېکنالوژۍ په وسیله راولپنډۍ، کوهاټ او کوټه ښار کې شنډ کړي او پاتې شوني یې پر ملکي سیمو راپرېوتي دي.‌

    د طالبانو حکومت په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د پاکستان هوايي ځواک د وړمې شپې له هوايي بریدونو وروسته ویلي وو چې په ځواب کې یې د اسلام اباد په فیض اباد او د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي دي.

    د یادونې ده چې کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې د څلورو ملکي کسانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر یوناما هم تایید کړی و.

    د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د ولسمشر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په ټینګار سره ویلي، چې دوی پاکستان کې یوازې پوځي اهداف په نښه کوي.

    د طالبانو حکومت دا هم په وار وار رد کړي، چې د افغانستان خاوره دې د ګاونډیو یا نورو هېوادونو خلاف کارېدلي وي.

  17. وروستی, ځايي چارواکي: پاکستاني پوځیانو پر کونړ د هاوان او توپ سلګونه مرمۍ راورولې دي

    په کونړ ولایت کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، پاکستاني پوځیانو تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دغه ولایت پر لور د توپ او هاوان له ۲۷۰ ډېرې ډزې کړې دي.

    افغان رسنیو کونړ کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د امر ضیا‌ء الرحمن سپین غر په حواله لیکلي چې د توپ او هاوان دا مرمۍ بېلابیلو ولسوالۍ کې راپرېوتې دي.

    هغه ویلي دغو بریدونو په ځینو سیمو کې مالي زیانونه اړولي، خو د مرګژوبله په اړه یې څه نه دي ویلي.

    پاکستاني لوري تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

  18. وروستی, د طالبانو حکومت لخوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۱۴ پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا

    کابل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، عکس- ارشیف

    د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت وايي،‌ چې ځواکونو یې ختیځ‌ کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو په استقامت د ډیورنډ کرښې به اوږدو کې د پاکستان‌ پوځ یوه پوسته نیولې،‌ ۱۴ پاکستاني ‌سرتېري یې ‌وژلي او ۱۱ نور ټپيان کړي دي.‌

    دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې د پاکستاني لوري یو زغره‌وال ټانک او یو اکملاتي موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.

    خو بیان کې دا نه دي‌ ویل شوي، چې دغه برید یا بریدونه څه وخت او دقیقآ په کوم ځای کې شوي دي.

    د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر عطالله‌ تارړ د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې ده.

  19. د افغانستان دفاع وزات وايي، د پاکستان پوځ 'حمزه کمپ' یې په نښه کړی، پاکستان پوځ وايي، ډرونونه یې هدف ته له رسېدو مخکې غورځولي

    ډرون

    د عکس سرچینه، UGC

    د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) له لوري د مارچ پر ۱۳مه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه ''یو څو کوچني'' ډرونونه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري پاکستان ته ورتوغول شوي وو، هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.

    د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې ډرونونو پاتې شونو راغورځېدو له کبله په کوټه کې دوه ماشومان ټپیان شوي او په راولپنډۍ او کوهاټ کې یو-یو ملکي کس ټپیان شوي دي.

    بل لورپه افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو د جمعې په ماښام اسلام اباد ته نژدې فیض اباد سیمه کې د پاکستان مهم پوځي تاسیسات 'حمزه (کمپ)' په نښه کړی.

    د افغانستان دفاع وزارت لخوا پر اېکس خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې د قوماندې مرکز او هلته نور مهم تاسیسات د ډرون په کارولو سره په نښه شوي، چې د پام وړ زیان یې اړولی دی.

    له دې مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو د بي بي سي اردو څانګې خبریال شهزاد ملک ته وویل،د جمعې په ماښام د ښار په ۱-۹ سیکټر سیمه کې د ډرون غورځېدو له راپور ترلاسه کولووروسته سیمه محاصرهشوې.

    په همدې حال کې د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر کې د څه وخت لپاره الوتنې هم وځنډول شوې. د ملکي هوايي چلند ادارې (سي اې اې) په وینا، د عملیاتي لاملونو له امله نن د څه وخت لپاره الوتنو کې یو څه بدلون راغلی و، خو اوس په هوايي ډګر کې ټولې الوتنې د معمول سره سم روانې دي.

    د یادونې وړ ده چې دا د جمعې پر ورځ په پاکستان کې د ډرون د راغورځېدو دویمه پېښه وه. تر دې وړاندې د جمعې پر سهار افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت په یوه ویناپاڼه کې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې پر پوځي چاوڼۍ د ډرون برید ادعا کړې وه.

    دفاع وزارت ویلي و چې پر کوهاټ چاوڼۍ دا برید د تېرې شپې د پاکستاني بمباریو په غچ کې شوی دی.

  20. وروستی, متقي: افغانستان د خپلې دفاع حق لري خو د کړکېچ د سیاسي حل ملاتړ کوي

    متقي او يي

    د عکس سرچینه، @MoFA_Afg

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د خپلو خلکو او خاورې د دفاع حق لري خو د کړکېچ د سیاسي حل ملاتړ کوي.

    دا څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل چینايي سیال سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي او د وزارت اېکس‌پاڼې یې په اړه نن جمعه (کب ۲۲/مارچ ۱۳) اعلامیه خپره کړې ده.

    په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له خولې ویل شوي چې حکومت یې "د بهرني سیاست پر اقتصاد محوره تګلارې ټینګار" کوي او د افغانستان له ټولو ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره د "باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی."

    ښاغلي متقي همداراز له ښاغلي وانګ‌يي سره په ټلیفوني خبرو کې د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي چې، "افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي."

    امیر خان متقي ویلي چې "د پاکستان په بمباریو او توغندیزو بریدنو کي زیاتره ولسي وګړي ښځي او ماشومان په نښه کېږي او ملکي تاسیسات تخریبوي."

    هغه څه چې پاکستان ادعا کړې چې "ترهګر" یې په نښه کړي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    په خبرپاڼه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي له خولې ویل شوی چې هغه د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ کچه نوره هم لوړېږي" او ویلي یې دي چې چین په دې برخه کې، "د تفاهم او د باور رامنځ‌ته کولو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی."

    د اعلامیې له مخې، ښاغلي متقي او ښاغلي یي د افغانستان او چین ترمنځ "د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتی وضعیت د روانو سیمه‌ييزو تحولاتو پر اغېزو تفصیلي خبرې سره کړې دي."