د ټرمپ بریا ته غبرګونونه: بایډن په منظم ډول د واک لېږد ژمنه وکړه او پوتین ټرمپ زړور بللی

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس د واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې له ټاکنیزې ماتې وروسته لومړی ځل امریکایانو ته وینا وکړه. مېرمن هرېس وویل، د ټاکنو پایلې هغسې نه دي، چې دوی غوښتې او دوی ورته مبارزه کوله، خو په خبره یې، ''د امریکا د ژمنو او هیلو مشالونه به تل ځلاند پاتې وي.''

لنډیز

  • ډونلډ ټرمپ خپله بریا اعلان کړه
  • ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼۍ ته به تاریخي ورستون شي
  • د نړۍ ځینو مشرانو ډونلډ ټرمپ ته د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده
  • د طالبانو حکومت د امریکا له راتلونکې ادارې سره د اړیکو نوی څپرکي پرانیستلو غوښتونکی دی
  • په دې ټاکنو کې جمهوریپال ډونلډ ټرمپ او ډیموکراټې کمالا هرېس د امریکا د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کېدو لپاره سیالي وکړه
  • امریکایان په دې ټاکنو کې یوازې د ولسمشر انتخاب لپاره رایې نه ورکوي، بلکې دوی د امریکا کانګرېس غړو ټاکنې لپاره هم رایې ورکوي
  • د یادونې ده، چې د ټولټاکنو له ورځې مخکې تر ۸۲ میلیونو تنو پورې امریکایانو خپلې رایې کارولې دي.
  • د دې ټاکنو پایلې ښايي تر راتلونکو ورځو پورې وخت ونیسي یا داسې هم کېدای شي، چې د رایو شمېر له پای ته رسېدو سره سم اعلان شي
  • دواړو نوماندانو خپلې وروستۍ ټاکنيزې منډې ترړې د امريکا هغو ايالتونو کې متمرکزې کړې، چې تر ډېره د ټاکنو ګټلو برخليک ورپورې تړلی دی
  • د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ساده لارښود

ژوندی پوښښ

په امریکا کې نن څه کېږي؟

  • اوس د امریکا په ټولو ایالتونو کې د رایې ورکولو بهیر پیل شوی دی. هوايي وروستی ایالت و، چې د رایې ورکولو بهیر پکې پیل شو.
  • لږ مخکې ډونلډ ټرمپ د فوریډا ایالت په پام بیچ سیمه کې له خپلې مېرمنې میلینا سره یو ځای رایې وکاروله. نوموړي له خبریالانو سره مرکه کې وویل، ''موږ ډېر ښه روان یو.''
  • د یادونې ده، چې کمالا هرېس وار له مخه خپله رایې کارولې ده. نوموړې تېره اونۍ د پوستې له لارې خپله رایې استولې وه.
  • د پنسلوانیا له کامبریا کاونټي سیمې ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې د سوفټوئر تخنیکي ستونزو له کبله د رایې ورکولو پر سکنرونو اغېز شوی دی.
  • په جورجیا کې پنځه ځایه د بمي چاودنو بې باوره ګواښونه وو، چې له کبله یې دوه ځایه خلک د رایو له مرکزونو وایستل شول.