د ټرمپ بریا ته غبرګونونه: بایډن په منظم ډول د واک لېږد ژمنه وکړه او پوتین ټرمپ زړور بللی

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس د واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې له ټاکنیزې ماتې وروسته لومړی ځل امریکایانو ته وینا وکړه. مېرمن هرېس وویل، د ټاکنو پایلې هغسې نه دي، چې دوی غوښتې او دوی ورته مبارزه کوله، خو په خبره یې، ''د امریکا د ژمنو او هیلو مشالونه به تل ځلاند پاتې وي.''

لنډیز

  • ډونلډ ټرمپ خپله بریا اعلان کړه
  • ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼۍ ته به تاریخي ورستون شي
  • د نړۍ ځینو مشرانو ډونلډ ټرمپ ته د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده
  • د طالبانو حکومت د امریکا له راتلونکې ادارې سره د اړیکو نوی څپرکي پرانیستلو غوښتونکی دی
  • په دې ټاکنو کې جمهوریپال ډونلډ ټرمپ او ډیموکراټې کمالا هرېس د امریکا د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کېدو لپاره سیالي وکړه
  • امریکایان په دې ټاکنو کې یوازې د ولسمشر انتخاب لپاره رایې نه ورکوي، بلکې دوی د امریکا کانګرېس غړو ټاکنې لپاره هم رایې ورکوي
  • د یادونې ده، چې د ټولټاکنو له ورځې مخکې تر ۸۲ میلیونو تنو پورې امریکایانو خپلې رایې کارولې دي.
  • د دې ټاکنو پایلې ښايي تر راتلونکو ورځو پورې وخت ونیسي یا داسې هم کېدای شي، چې د رایو شمېر له پای ته رسېدو سره سم اعلان شي
  • دواړو نوماندانو خپلې وروستۍ ټاکنيزې منډې ترړې د امريکا هغو ايالتونو کې متمرکزې کړې، چې تر ډېره د ټاکنو ګټلو برخليک ورپورې تړلی دی
  • د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ساده لارښود

ژوندی پوښښ

  1. کملا هرېس اوس وينا نه کوي

    د ډېموکراټ ګوند د نوماندې کملا هرېس ملاتړي چې د دې د مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي وو وروسته له هغه بېرته کورونو ته روان شول چې د کمپاين يوه لوړپوړي چارواکي يې اعلان وکړ چې اوس نوموړې وينا نه کوي او د خلکو پر وړاندې نه راڅرګندېږي.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. د ډونلډ ټرمپ ملاتړي په برخليک ټاکونکو ایالتونو کې د برياو لمانځنه کوي

    د جمهوريپال ګوند کانديډ ډونلډ ټرمپ پلويان په ځينو هغو برخلیک ټاکونکو ايالتونکو کې برياوې لمانځې چې د ولسمشر په ټاکل کېدو کې مهمه ونډه لري.

    دلته د ځينو عکسونه کتلی شئ.

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، re

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

  3. اټکلونه ښيي چې ډونلډ ټرمپ په مهمو ایالتونو کې مخکې دی

    د اټکلونو او وړاندوينو له مخې ښکاري چې د جمهوريپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ مخکې دی. نوموړی له وړاندې په جورجيا، شمالي کورلاينا او پنسلوانيا کې مخکښ و. د دغو ايالتونو په ډېرو برخو کې د رايو شمېرنه بشپړه شوې ده.

    ښاغلی ټرمپ په اېروزنا او وېسکونسن کې هم وړاندی دی. دلته هم تر نيمايي ډېرې رايې شمېرل شوې دي.

    بل پلو کملا هرېس په مېشېګن کې مخکې ده خو دلته يوازې ۳۲ سلنه رايې شمېرل شوې دي. په دغو ایالتونو کې هېڅ یو کاندید غوڅ اکثريت نه لري، او د نورو رایو له شمېرل کېدو سره به وضعیت بدل شي.

    د امریکا ټاکنې
  4. برخليک ټاکوونکې رايې

    د امریکا په ټاکنو کې برخلیک ټاکونکې رایې به د اوښتونکو ایالتونو وي یعنې هغه ایالتونه چې په دودیز ډول جمهوریپال یا ډېموکرات پلوه نه دي او د نوماندانو تګلارو ته په پام پرېکړه کوي. په دوی کې تر ټولو مهم جورجیا ایالت دی چې په کې د دواړو نوماندانو د رایو توپیر خورا خورا کم دی. نور اوښتونکي ایالتونه، پنسلوانیا، مېشیګن، شمالي کرولینا، ارېزونا، وېسکانسن او نواډا دي.

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. د ډېموکراټانو نوماندې او د امریکا اوسمهالې مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس چې خپله رایه یې لا وار له مخه کارولې واشنګټن کې د ډېموکراټ ګوند په مرکزي دفتر کې وه او د ټیلیفون له لارې خلک رایې اچونې ته هڅول.

  6. د جمهوریپالو نوماند ډونلډ ټرمپ د فلوریډا ایالت په پام بیچ سیمه کې له خپلې مېرمنې میلانیا سره یو ځای رایې کارولي وه. نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې وویل، داسې برېښي چې پلویان یې په پوره ځواک د ده ملاتړ لپاره را وتلي دي.

    نوموړي وويل، "تاسو پوهېږي زه ځان ډېر ډاډمن احساسوم، تاسو پوهېږئ موږ ډېر وړاندې يوو او داسې برېښي چې جمهوريپال په لوی شمېر کې رايو ته راوتلي. وبه ګورو چې حالات څه ډول پر مخ ځي. خو رښتيا داسې برېښي چې هغوی يعنی جمهوريپال په پوره زور راوتلي دي."

  7. تر دې مهاله د ټاکنو پايلې

    د بي بی سي همکاره رسنۍ سي بي اېس وړاندوینه کوي چې ډونلډ ټرمپ د کنټاکي، انډیانا، ټینیسي، سویلي کرولینا، ټکزاس، فلوریډا او وېسټ ویرجنیا ایالتونه ګټلي او کملا هرېس بیا مسچوسېټ، نیویارک، مریلنډ او وېرمونټ ایالتونه خپل کړي.

    ټرمپ د ټاکونکې پلاوي یا الکترول کالج ۲۳۰ او هرېس ۱۶۵ رایې خپلې کړې. د الکټرول کالج له ۵۳۸ را یو چې هر نوماند ۲۰۷ خپلې کړې د ټاکنو ګټونکی بلل کېږي.

    د امریکا ټاکنو پايلې
  8. د نړۍ په کچه د ونډو په بازار کې لوړوالی

    په ټوله نړۍ کې پانګوال د امریکا ټاکنو پايلې له نژدې څاري. په جاپان او اسټراليا کې د چارشنبې په ورځ د ونډو بازارونه ښه وو او د نورو اسعارو پر وړاندې امریکايي ډالر لوړ و.

    تمه کېږي چې د ټاکنو پايلې به په نړيوال اقتصاد زياتې اغېزې ولري.

  9. هغه لس عوامل چې د ټرمپ او هرېس بریا کې رول درلودای شي‌

  10. تر دې مهاله د امریکا د ټاکنو پايلې

    د وروستیو پایلو له مخې تر دې مهاله ډونلډ ټرمپ ۱۹۵ او کملا هرېس ۹۱ رايې تر لاسه کړې دي. هر يو نوماند چې ۲۷۰ رايې ترلاسه کړي د هېواد ولسمشر يا ولسمشره به ټاکل کېږي.

    د امريکا ټاکنې
  11. په دریو مهمو ایالتونو اریزونا، مېشېګن او ویسکانسن کې د رایې اچونې بهیر پای ته ورسېد

    د اېرزونا، مېشېګن او ويسکانس په ګډون د امریکا په ۱۵ ايالتونو کې د رايو اچوونې بهير پایته رسېدلی دی.

    تر دې دمه له ۱۲ څخه زیاتو ایالتونو کې د پايلو وړاندوینه شوې. لا تراوسه پایلې نشي کولی د یوه يا بل نوماند په ګټه وګڼل شي.

    د امريکا ټاکنې
  12. په څو ايالتونو کې د نوماندانو د بريا وړاندوينه

    په لاندې ايالتونو کې دډونلډ ټرمپ د ګټلو اټکل شوی دی:

    • فلوریډا

    • الاباما

    • میسوري

    • اوکلاهوما

    • ټینیسي

    په دې ايالتونو کې د کملا هرېس د بريا اټکل شوی:

    • د کولمبیا ولسوالۍ

    • مریلنډ

    • مسچوټېس

    دا ټول د هر ایالت د رایې ورکولو له تېر سره سمون لري.

  13. د فېلاډلفيا چارواکو د ډونلډ ټرمپ د "لويې درغلۍ" تورونه رد کړي دي

    یوه اندېښنه چې ډېری کارپوهانو او د چارو څارونکو را پورته کړې د ښاغلي ټرمپ د پاتې راتلو په صورت کې د هغه له لوري د ټاکنو د پایلې ننګول دي. ښاغلي ټرمپ د دغو اندېښنو د لېرې کولو لپاره ویلي د رڼو ټاکنو پایلې به ومني خو رپوټونه وايي نوموړي وار له مخه ادعا کړې چې ګواکې په فلاډلفیا کې په ټاکنو کې درغلي شوې.

    د جمهوريپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ په خپله ټولنيزه شبکه ټروت ليکلي، "په فلاډلفيا کې د لويې درغلۍ خبرې کېږي. قانون پلي کوونکي ور روان دي."

    دا لومړی ځل دی چې ډونلډ ټرمپ په خپله ټولنيزه شبکه د ټاکنيزو سرغړونو په اړه څه ليکلي که څه هم نوموړي د خپلې ادعا په اړه نور جرئيات او شواهد نه دي ورکړي.

    په دې اړه د فلاډلفيا پوليسو بي بي سي ته ويلي د هغه څه په اړه چې ډونلډ ټرمپ يې ادعا کړي معلومات نه لري.

    د ښار لوی څارنوال کېري کراسنر هم د نوموړي په ځواب کې ليکلي چې د ښاغلي ټرمپ د ادعا په اړه "هېڅ کره شواهد نشته. "

    د ډونالډ ټرمپ د پوست سکرين شاټ

    د عکس سرچینه، Screen grab

  14. د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د کملا هرېسیو شمېر پلویان د هاوارډ پوهنتون مخې ته چې مېرمن هرېس په کې زدکړې کړې راټول شوي دي او د بريا په صورت کې به لمانځنې کوي.

    هارورډ پوهنتون

    د عکس سرچینه، Getty Images

  15. د ډونلډ ټرمپ په مرکزي دفتر کې ځانګړی ځای چمتو شوی و

    د ډونلډ ټرمپ په مرکزي دفتر کې د نوموړي وروستۍ وینا لپاره دریځ جوړ شوی، چې هلته به د بریا له رسمي اعلان او يا د مخالفې کملا هرېس له بريا وروسته خبرې کوي.

    د ټرمپ ځای
  16. په يو شمېر ايالتونو کې د رایو ورکولو بهير پای ته رسېدلی

    د امریکا په کنټاکي او انډيانا په ګډون يو شمېر ايالتونو کې رايه اچوونه په رسمي توګه پای ته ورسېده.

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  17. په تېر کې د ټاکنو پايلې کله اعلان شوې دي؟

    په تېرو وختونو کې تر ډېره د امريکا ولسمشريزو ټاکنو پايلې ژر اعلان شوې دي. په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کال کې د ټاکنو پايلې د شپې اعلان شوې.

    په ۲۰۱۶ کال کې بيا د ډونالډ ټرمپ بريا له ټاکنو يوه ورځ وروسته اعلان شوه. په ۲۰۰۴ کې هم جورج ډبليو بوش يوه ورځ وروسته بريالی اعلان شو.

    خو دوه ځله بيا د ټاکنو پايلو اعلان ځنډېدلی و. په ۲۰۲۰ کال کې د جو بايډن بريا او په ۲۰۰۰ کال کې د جورج ډبليو بوش بريا.

  18. په امریکا کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رایې ورکولو بهیر روان دی. د هېواد په بېلابېلو ايالتونو کې د رايې ورکولو د مرکزونو بهر ګڼ شمېر خلک د رايې ورکولو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي. دلته يې ځينې عکسونه کتلی شئ.

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا ټاکنې
    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امريکا ټاکنې
    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا ټاکنې
    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا ټاکنې
    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا ټاکنې
  19. وروستی, د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د تاوتریخوالي رامنځته کولو هڅو په تړاو ځینې کسان نیول شوي

    د امریکا پلازمېنې واشنګټن پولیسو له لوري د یوه کس نیولو په تړاو د جزیاتو انتظار کېږي. پولیسو د کانګرېس ودانۍ کې د مېلمنو له ګالرۍ هغه کس نیولی چې د تمرین لپاره کارول کېدونکې وسله ورسره وه او د پټرول بوی یې کاوه.

    د دې تر څنګ د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې ځینې نور کسان هم نیول شوي، چې په همدې تړاو پېښو کې ښکېل بلل شوي دي. له دې مخکې د امریکا تحیقاتي ادارې ایف بي ای وویل، په ځینو ایالتونو کې د بمي ګواښونو تر شا روسیه لاس لري.

    یوازې په جورجیا ایالت کې پنځه ځایه د بمي ګواښونو بې باوره ګنګوسي خپاره شول. په میشي ایالت کې بیا دوه نور کسان هم د ټاکنو اړوند ګواښونو له کبله نیول شوي دي.

    په میاني ایالت کې پولیس وايي، له ټول ایالته یې دروغجن زنګونه اورېدلي دي، خو ولس ته هېڅ خطر متوجه نه و.

    کانګرېس ودانۍ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. ایا تاریخ راښيي چې احتمالا تر څه مهاله به د ټاکنو پایلې معلومې شي؟

    د بي بي سي بصري خبریالۍ څانګه

    په تېر کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د ګټونکي کس نوم خورا ژر معلوم شوی. د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو د ګټونکي باراک اوباما نوم خورا ژر او له ختیځ مهال سره سم له نیمې شپې مخکې اعلان شو.

    په ۲۰۱۶ کال کې ډونلډ ټرمپ بیا له همدې ختیځ مهال سره سم د شپې تر درې بجو پورې ګټونکی اعلان شو. له دې مخکې په ۲۰۰۴ کال کې د رایو ورکولو پر دویمه ورځ جارج ډبلیو بش د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

    خو دوه پاموړ ځانګړنې شته.

    په ۲۰۲۰ کال کې د امریکايي ټلویزیوني شبکو د نومبر پر درېیمه د رایو مرکزونو له تړل کېدو څلور ورځې وروسته د ډونلډ ټرمپ په مقابل کې جو بایډن د ټاکنو بریالی کاندید اعلان کړ.

    دا اعلان له هغه وروسته وشو، چې په پنسلوانیا ایالت کې د رایو پایلې معلومې شوې. دغه راز په ۲۰۰۰ کال کې د ډبلیو بش او الګور کمپاین په فلوریډا کې د سختې مقابلې له کبله تر شخړې پورې ورسېد.

    سترې محکمې د دې ایالت د رایو بیا شمېر ختمولو لپاره رایې ورکړه، چې له کبله یې بش ګټونکی اعلان شو.

    ګور د رایې ورکولو د بهیر له پای ته رسېدو ۳۶ ورځې وروسته د هغه کال د دسمبر پر ۱۳ مه ماتې ومنله.