د ټرمپ بریا ته غبرګونونه: بایډن په منظم ډول د واک لېږد ژمنه وکړه او پوتین ټرمپ زړور بللی

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس د واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې له ټاکنیزې ماتې وروسته لومړی ځل امریکایانو ته وینا وکړه. مېرمن هرېس وویل، د ټاکنو پایلې هغسې نه دي، چې دوی غوښتې او دوی ورته مبارزه کوله، خو په خبره یې، ''د امریکا د ژمنو او هیلو مشالونه به تل ځلاند پاتې وي.''

لنډیز

  • ډونلډ ټرمپ خپله بریا اعلان کړه
  • ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼۍ ته به تاریخي ورستون شي
  • د نړۍ ځینو مشرانو ډونلډ ټرمپ ته د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده
  • د طالبانو حکومت د امریکا له راتلونکې ادارې سره د اړیکو نوی څپرکي پرانیستلو غوښتونکی دی
  • په دې ټاکنو کې جمهوریپال ډونلډ ټرمپ او ډیموکراټې کمالا هرېس د امریکا د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کېدو لپاره سیالي وکړه
  • امریکایان په دې ټاکنو کې یوازې د ولسمشر انتخاب لپاره رایې نه ورکوي، بلکې دوی د امریکا کانګرېس غړو ټاکنې لپاره هم رایې ورکوي
  • د یادونې ده، چې د ټولټاکنو له ورځې مخکې تر ۸۲ میلیونو تنو پورې امریکایانو خپلې رایې کارولې دي.
  • د دې ټاکنو پایلې ښايي تر راتلونکو ورځو پورې وخت ونیسي یا داسې هم کېدای شي، چې د رایو شمېر له پای ته رسېدو سره سم اعلان شي
  • دواړو نوماندانو خپلې وروستۍ ټاکنيزې منډې ترړې د امريکا هغو ايالتونو کې متمرکزې کړې، چې تر ډېره د ټاکنو ګټلو برخليک ورپورې تړلی دی
  • د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ساده لارښود

ژوندی پوښښ

  1. سوزن وائلز لومړنۍ ښځه ده، چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشرتابه دنده ورسپارل کېږي

    د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د خپل ټاکنیز کمپاین مدیره سوزن سمیرال وائلز به د سپینې ماڼۍ کارکوونکو د مشرې په توګه وګوماري. ټرمپ وايي، مېرمن وائلز د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره سیاسي فتح کې له ما سره مرسته کړې.

    د سپینې ماڼۍ کارکوونکو مشره به څه رول لري؟

    د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشر یا مشره د هر ولسمشر په اداره کې خورا مهم رول لري. دغه کس عملاً د سپینې ماڼۍ د مدیر حیثیت لري او د ولسمشرۍ دفتر د کارکوونکو د تنظیم مسوولیت لري. دغه کس معمولاً د ولسمشر د ځانګړي دفتر له لارې ټولې ورځنۍ چارې څارې، د پالیسیو په لړ کې ولسمشر ته مشوره ورکوي او د تګلارو پلي کولو ارزونې او لارښوونې مسوولیت لري.

    د ټرمپ کمپاین مسوولینو په وینو مېرمن وائلز لومړنۍ ښځه ده، چې دا مسوولیت ورته سپارل کېږي.

    ټرمپ او وائلز

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. زلمی خلیلزاد: د ټرمپ له ولسمشر کېدو سره د دوحې تړون عملي کېدو فرصت رامنځته کړی

    د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او سفیر زلمي خلیلزاد ویلي د ټرمپ بیا ولسمشر کېدو د دې فرصت رامنځته کړی چې له طالبانو سره دوحه کې شوی تړون بشپړ عملي شي.

    د امریکا د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د افغانستان مسله په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو بڼه څو ځله یاده شوې.

    زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره خبرو کې یې د امریکا استازولي کوله او د دوحې تړون کې ډېر ښکېل و وايي، د ډونلډ ټرمپ بیا ولسمشر کېدل دا فرصت برابروي، چې د دې تړون ټولې برخې عملي شي. هغه په دې هکله پر خواله رسنۍ اېکس یو لنډ پیغام خپور کړی، خو ډېر تفصیل یې نه دی ورکړی.

    ټرمپ لا په دې اړه کومه ځانګړې طرحه نه ده وړاندې کړې چې د افغانستان له مسلي سره به یې چلن څه ډول وي، خو د امریکايي ځواکونو د وتلو بڼه یې د امریکا په پوځي تاریخ کې د شرم وړ پېښه بللې ده.

    خلیلزاد

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. د ټرمپ له بریا وروسته د بایډن لومړنۍ وینا: له ماتې ځان نه شي ژغورل کېدای، خو ماتې منل داسې څه دي، چې بخښنه یې نه شته

    د امریکا ولسمشر جو بایډن په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا وروسته لومړی ځل امریکایانو ته وینا وکړه. نوموړي وویل، ''موږ په هېواد کې د ټولټاکنو پایلې منو.'' د سپینې ماڼۍ په روز ګارډن کې د وینا پر مهال ښاغلي بایډن د کمالا هرېس ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه، ګګله ماتې ځان نه شي ژغورل کېدای، خو د ماتې منل داسې څه دي، چې بخښنه یې نه شته.ګګ

    ولسمشر بایډن وویل، د واکمنۍ یې لا ۷۴ ورځې پاتې دي او په خبره یې امریکایانو ته یو پیاوړی اقتصاد پرېږدي. هغه وویل، له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې د بریالیتوب مبارکۍ او د واک منظم لېږد په هکله خبرې کړې دي.

    د امریکا ولسمشر وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه به په سوله او منظم ډول واک ولېږدول شي او زه به د ولسمشر په توګه خپل مسوولیت ترسره کړم.

    ښاغلي بایډن په خپلو خبرو کې د خپلې کابینې دفاع هم وکړه، زیاته یې کړه، چې په ټاکنو کې له ناکامي سره سره به دوی فعال او یو موټی پاتې شي.

    په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر وینا پر مهال هلته د بي بي سي خبریال برنډ ډیبسمان جونئیر وايي، ولسمشر بایډن له لنډې وینا وروسته هلته د ناستو خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه. له امریکايي ولسمشره دا پوښتنه هم وشوه، چې ''د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې کومه تېروتنه شوې او ایا دی جمهوریت ته کوم متوجه خطر احساسوي؟'' خو نوموړي په ځواب کې هېڅ و نه ویل.

    بایډن

    د عکس سرچینه، Reuters

  4. وروستی, د ټرمپ او بایډن ټیمونه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ ورتګ نېټې معلومولو لپاره کار کوي

    د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، ولسمشر جو بایډن ډونلډ ټرمپ ته بلنه ورکړې، چې سپینې ماڼۍ ته ورشي او هلته له ټیمونو سره وویني. ویانده کارین جین – پیېري زیاتوي، دوی د ټرمپ له ټیم سره په شریکه کار کوي، چې دې لیدنې ته زمینه برابره شي او ''په نژدې راتلونکي کې'' یوه نېټه مشخصه کړي.

  5. پوتین 'زړور' ټرمپ ته مبارکي ورکړه

    د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د امریکا راتلونکي ولسمشر ته د بریالي کمپاین په تړاو مبارکي ورکړې ده. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي پوتین په سوچي کې د خبرو پر مهال وویل، له جمهوريپال مشر سره د خبرو لپاره چمتو دی.

    ولسمشر پوتین وايي، داسې محسوسوي چې ډونلډ ټرمپ د لومړنۍ ولسمشرۍ پر مهال ''ذهناً ځورول شوی و.''

    د روسیې ولسمشر په جولای میاشت کې د ټرمپ وژنې ناکامې هڅې پېښې یادونه هم وکړه او په وینا یې دی د ډزو له هغې پېښې وروسته د راتلونکي ولسمشر رویې ''متاثر'' کړ او ټرمپ یې ''زړور'' وباله.

    پوتین

    د عکس سرچینه، Reuters

  6. ډونلډ ټرمپ کله د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه کار پيلوي؟

    ډونلډ بېرته سپنې ماڼۍ ته تاریخي ستنېږي، دی به په تېرو ۱۳۰ کلونو کې د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر شي، چې له یوې دورې وروسته بېرته سپینې ماڼۍ ته ګرځي.

    همدا راز ۷۸ کلن ډونلډ ټرمپ لومړنی سړی دی، چې په دومره غټ عمر کې د امریکا ولسمشر ټاکل کېږي.

    د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا رسمآ نه دي تائید شوې، خو د بریتانیا او اسرائیل په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو مشرانو وار له مخه ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې ده.

    ټرمپ دمګړۍ د امریکا منتخب ولسمشر بلل کېږي چې د رایو اکثریت یې اعلان شوی خو لا د ټاکنو د پایلو رسمي بهیر ځينې پړاونه پاتې.

    ډونلډ ټرمپ به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۰مه د ولسمشرۍ د نوې دورې په پرانیستونکو مراسمو کې له لوړې وروسته په قانوني ډول د نوي ولسمشر په توګه واک او مسوولیتونه ترلاسه کړي.

    امریکا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۰مه د نوې ولسمشر په توګه لوړه وکړي
  7. کانګرېس کې جمهوریپال: د ټرمپ دا ځل ولسمشري به د لومړۍ هغې پرتله بدله وي

    د جمهوريپال ګوند او د امریکا د کانګرېس یوه مخکښ غړي بي بي سي ته ویلي، د لومړۍ دورې پرتله دا مهال " د جګړو او نورو سیاستونو په اړه د ټرمپ فکر پوخ شوی."

    پېټ سېشن ویلي "ټرمپ ځینې شیان زده او ځینې تجربې لېدلې" ځکه نو د ولسمشرۍ دوییمه دوره به یې د لومړۍ هغې پرتله متفاوته وي. هغه ویلي د اوکرایین په اړه د ښاغلي ټرمپ فکر پوخ شوی، "دی د کړکېچ پرځای د ثبات ملاتړی دی."

    د کانګرېس دغه غړي دا هم ویلي چې "دا ځل به ټرمپ ډېر منظم وي" او د بنسټیزو پالیسیو په اړه به خپلې لارښوونې عملي کوي.

    پېټ سېشن چې د ټرمپ د جمهوریپال غړی دی د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ د فکر په اړه ویلي "دی به د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ډېر غوږ نیسي خو وايي ټرمپ په دې اړه هم ډېر هوښیار دی چې په کومه جګړه او کړکېچ کې ځان ښکیل نه کړي.

    امریکا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، " د جګړو او نورو سیاستونو په اړه د ټرمپ فکر پوخ شوی."
  8. وروستی, ایا ټرمپ به د اوکرایین مالي او نظامي ملاتړ ته دوام ورکړي؟

    له هغه مهال راهیسې چې روسیې په اوکرایین حمله کړې ډونلډ ټرمپ له اوکرایین سره د امریکا پر مرستو نیوکې کولې خو اوس نړۍ دې ته ګوري چې امریکا کې د بیا ولسمشر کېدو سره به په دې اړه د ډونالډ ټرمپ تګلاره څه وي؟

    د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ټرمپ په څو ساعتونو کې د دغې جګړې د پای ته رسولو ژمنه هم درلوده خو دا چې څنګه په اړه یې ډېرې تفصیلي خبرې نه دي کړې.

    د هغه له بیا ټاکل کېدو سره داسې اندیښنې هم پیدا شوې چې ګواکې ټرمپ به په اوکرایین داسې فشار راوړي چې خپلې ځينې سیمې روس ته پرېږدي. له دې مخکې د ډونالډ ټرمپ دوه سلاکارانو په یوه څيړنیزه مقاله کې لیکلي و چې امریکا باید په دې شرط له اوکرایین سره مرستې وکړي چې کیف له مسکو سره د سولې جدي خبرې پيل کړي.

    بلخوا د امریکا په کانګرېس کې جمهوریپالانو د اوکرایین لپاره د امریکا د ۶۰ ملیارده ډالرو پوځي کمک څو ځلې له پاس کېدو ځنډولی دی. اوس چې جمهوریپالان سپینې ماڼۍ او کانګرېس ته د رسېدو اکثریت له ځانه سره لري نو کیدای شي د اوکرایین په اړه د امریکا تګلاره هم هر وخت بدلون ومومي. د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه ملګري په ډاګه ویلي و "که ټرمپ بیا ولسمشر شو اوکرایین ته به یوه روپۍ هم ورنکړي."

    امریکا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، امریکا
  9. بایډن د ټرمپ له بریا وروسته لومړی ځل وینا کوي

    د امریکا ولسمشر جو بایډن به له (جي ایم ټي) مهال سره سم څلور بجې (ختیځ مهال ۱۱ بجې) له سپینې ماڼۍ امریکایانو ته وینا وکړي.

    نوموړي له دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې، خو دا به لومړی ځل وي، چې د ډونلډ ټرمپ په مقابل کې د کمالا هرېس له ماتې وروسته مخامخ غږیږي.

    د یادونې ده، چې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې جو بایډن تر ډونلډ ټرمپ مخکې و. د ولسمشر ټیم باوري و، چې دی به وکولای شي د ۲۰۲۰ کال بریا تکرار کړي، خو دی کمزورو نظر پوښتنو او له ټرمپ سره یوې کمزورې مباحثې ته په کتو سره دی څنګ ته شو.

    هماغه مباحثې له کبله د بایډن د فزیکي روغتیا او خلکو پېژندلو وړتیا په هکله شکونه راپیدا شول. موږ به د ښاغلي بایډن وینا تعیب کړو او دلته به یې مهم ټکي درسره شریک کړو.

    بایډن

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. ټرمپ به راتلونکو ورځو کې د خپلې کابینې لپاره کسان غوره کړي

    ډونلډ ټرمپ ویلي، به ''راتلونکو ورځو یا اونیو کې'' به هغه کسان غوره کړي، چې سپینې ماڼۍ ته د نوموړي لېږد وکړي. شریک مشرانو لینډا مکموهن او هوارډ لوتنیک په یوه اعلامیه کې ویلي، ټرمپ ته یې د ماهرینو یو ستر نوملړ ورکړی، چې دی وکولای شي د خپل ټیم لپاره کسان ترې غوره کړي. دوی وايي، دی به داسې کسان غوره کړي، چې ''د امریکایانو ژوند ورسره اسان، خوندي شي او امنیت یې ټینګ شي.''

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. د بریتانیا لومړي وزیر ټرمپ ته مبارکي ورکړه

    د بریتانیا لومړي وزیر سر کیئر سټارمر له ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او نوموړي ته یې په ټاکنو کې د بریا مبارکی ورکړې.

    د بریتانوي لومړي وزیر د دفتر یوې ویاندې وویل، ''ښاغلي سټارمر انتخاب شوي ولسمشر ته د زړه له کومي مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړې، چې د ځانګړې ملګرتیا په ټولو برخو کې به له هغه سره په شریکه چارې پر مخ بیايي.

    ویانده وايي، سټارمر د منځني ختیځ یادونه هم کړې او د سیمه ییز ټیکاو پر اهمیت یې ټینګار کړی.

    د لومړي وزیر دفتر زیاتوي، دواړو مشرانو په سپتمبر کې خپله لیدنه په 'لېوالتیا' سره یاده کړه او په راتلونکي کې یې له یوه بل سره د همکارۍ هیله څرګنده کړه.

  12. د امریکا د ولسمشر مرستیاله وايي، 'هیله منه یم چې موږ به تیارې دورې ته نه ننوځو'

    مېرمن هرېس خپلو پلویانو ته وویل، ''ناهیلي کېږئ مه، اوس هغه وخت نه دی چې لاس پر سر شو، بلکې اوس وخت دی، چې لستوڼي راونغاړو.''

    نوموړې وايي، ''اوس یې وخت دی، چې منظم شو، لا فعال شو او د عدالت او ازادۍ لپاره فعالیتونه لا زیات کړو او د هغه راتلونکي لپاره یو موټی شو چې موږ پوهېږو په شریکه یې ودانولای شو.''

    د امریکا د ولسمشر مرستیالې د واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې خپلو پلویانو ته د وینا په پای کې یو پیغام ورکړ، چې ''یوازې په سخته تیاره کې کولای شئ ستوري ووینئ، زه پوهېږم خلک داسې احساس کوي، چې موږ یوې تیارې دورې ته ننوځو، خو هیله مې دا ده، چې قضیه به داسې نه وي.''

    هغې له خپلو پلویانو وغوښتل ''اسمان له ستوریزو هیله مندیو ډک کړئ. ښايي همدا مو د امریکا متحدو ایالتونو د ژمنې پر فوق العاده لوري بوځي.''

  13. ' موږ باید د ټاکنو پایلې ومنو'

    مېرمن هرېس د خپلو پلویانو پر وړاندې چې په چکچکو یې د هغې خبرې بدرګه کولې وویل: ''زه پوهېږم دوستان دا مهال یو ډول احساساتي دي. زه په دې پوهېږم.''

    خو هغې زیاته کړه، ''موږ د دې ټاکنو پایلې منو.''

    نوموړې تائید کړه، چې له ټرمپ سره یې خبرې کړې او هغه ته یې د بریا مبارکي ورکړې. مېرمن هرېس وویل، هغه ته یې ویلي، چې د واک ''سوله ییز لېږد'' لپاره به کار وکړي او دا به دې بهیر کې همکاري وکړي.

    د امریکا مرستیالې ولسمشرې وویل، د جمهوریت یو بنسټیز اصول دا دی، چې پایلې باید ومنل شي. دا وايي، همدا اصول دي، چې جمهوریت له اسبتداده غوره کوي.

    هرېس

    د عکس سرچینه، Reuters

  14. 'د امریکا د هیلو مشالونه به تل ځلاند وي'

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس د واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې له ټاکنیزې ماتې وروسته لومړی ځل امریکایانو ته وینا کوي.

    نوموړې د خپلو ګڼ شمېر پلویانو پر وړاندې خپله وینا داسې پیل کړه: ''نن مې زړه د مننې له احساساتو ډک دی، ستاسې د لطف، ستاسې د هغه باور چې پر ما مو وکړ، ستاسې د هغې مینې له احساسه چې زموږ له هېواد سره یې کوئ.''

    مېرمن هرېس زیاته کړه، د ټاکنو پایلې هغسې نه دي، چې دې ورته مبارزه کوله.

    هغه وايي: ''تر څو چې موږ ناهیلي شوي نه یو او تر څو چې موږ مبارزه نه وي پرې ایښې، د امریکا د هیلو مشالونه به تل ځلاند او بل پاتې وي.''

    مېرمن هرېس
  15. ډونلډ ټرمپ څومره پېژنئ؟

    د ویډیو تشریح، ‌ډونلډ ټرمپ څومره پېژنئ؟

    د املاکو لوی کاروباري، د تلویزیون ستوری او د متحده ایالاتو ۴۵م ولسمشر - ډونلډ ټرمپ د متحده ایالاتو په سیاسي تاریخ کې یو له خورا لانجمنو شخصیتونو څخه دی. په دې رپوټ کې د ټرمپ د لنډ ژوندلیک په اړه معلومات راټول شوي دي.

  16. وروستی, د طالبانو حکومت د امریکا له راتلونکې ادارې سره د اړیکو نوی څپرکي پرانیستلو غوښتونکی دی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ تر بیا وروسته ویلي د امریکا له راتلونکې ادارې سره د اړیکو نوی څپرکي پرانیستلو غوښتونکي دي.

    "د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرګندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي."

    د طالبانو په اعلامیه کې د دوحې د هوکړې یادونه هم شوې چې د ډونلډ ټرمپ په مخکنۍ دوره کې لاسلیک شوې وه. "له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد. همداراز تمه کېږي، چې ښاغلی ټرمپ به سيمه او نړۍ کې روانې جګړې، په ځانګړې توګه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي."

    ټرمپ (ښۍ خوا ته) او د طالبانو بیرغ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  17. ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼۍ ته به تاریخي ورستون شي

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

    له اوو مهمو ایالتونو، ټرمپ په شمالي کارولینا، جورجیا، پنسلوانیا او ویسکانسن کې رایې ګټلي او په مشیګن، نیواډا او اریزونا کې مخکې و.

    د ویسکانسن او الاسکا څخه د وروستۍ او مهمې وړاندوینې سره، ډونلډ ټرمپ ۲۷۹ رایې لري. د بریا لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا وه.

    ښاغلي ټرمپ د خپلې بریا لمانځنې پر مهال وویل، "موږ یو هېواد لرو چې مرستې ته اړتیا لري، ډېرې مرستې ته اړتیا لري." هغه زیاته کړه، "موږ له داسې خنډونو تېر شو چې چا یې فکر هم نه کاوه او اوس روښانه شوه چې موږ تر ټولو حیرانوونکې سیاسي بریا ترلاسه کړې ده."

    هغه په خپلو خبرو کې د پولو موضوع مهمه وبلله، "موږ به د خپلو پولو ستونزې حل کړو، موږ به د خپل هېواد په اړه هر څه سم کړو."

    نوموړي له خپلو پلویانو مننه وکړه چې په خپلو رایو یې یو ځل بیا ولمسشر وټاکه."زه غواړم له امریکایانو د دې ستر ویاړ لپاره چې د امریکا ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکل شوم، مننه وکړم. زه به د هر وګړي لپاره مبارزه وکړم، د کورنیو لپاره مو او ستاسو راتلونکي لپاره به مبارزه کوم. په حقیقت کې به دا د امریکا د زرین پېر پیل وي!".

  18. ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ پیغامونه

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ لخوا د بریا له اعلان وروسته د نړۍ ځینو مشرانو ورته مبارکۍ ویلې دي.

    د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په یوه پیغام کې لیکلي، "د تاريخ تر ټولو ستر راستنېدل مو مبارک شه! سپينې ماڼۍ ته ستاسو تاريخي ورتګ د امريکا لپاره يو نوی پيل او د اسرائيلو او امريکا تر منځ ستر اتحاد ته پياوړې ژمنتیا ښيي."

    نتنیاهو زیاتوي: "دا یوه ستره بریا ده!"

    د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر هم ډونلډ ټرمپ ته د "تاریخي ټاکنو بریا" په اړه مبارکي ویلې ده.

    ښاغلي سټارمر زیاته کړې، "زه په راتلونکو کلونو کې له تاسو سره کار کولو ته سترګې په لار یم."

    د هنګري لومړي وزیر وېکټر اوربان هم ښاغلي ټرمپ ته مبارکي ویلې، "د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټولو لویه دویم ځلي بریا. ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د سترې بریا مبارکي وایم. نړۍ لپاره خورا اړینه بریا!"

  19. وروستی, د امریکا ټاکنې: ډونلډ ټرمپ خپله بریا اعلان کړه

    د امریکا ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوي، خو د جمهوریپالو نوماند ډونلډ ټرمپ خپله بریا اعلان کړه.

    له ټاکنو وروسته نوموړي په خپله لومړۍ وینا کې وویل، امریکا به "طلایی دور" ته بوځي.

    هغه زیاته کړه، "د امریکا د خلکو لپاره دا ستره بریا موږ ته اجازه راکوي چې امریکا ته عظمت بیرته راوړو."

    د بریا لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده، چې ښاغلي ټرمپ تر اوسه ۲۶۶ رایې ګټلې دي او سیالې یې کمالا هرېس ۱۹۴ رایې لري.

    د امریکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

  20. د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلو ته لا هم ډېر وخت پاتې دی او ښايي په دې وروستيو کې پايلې بدلې شي خو اوس مهال داسې ښکاري چې د تلې پله د ډونلډ خوا ته درنه ده.

    د اټکل له مخې د شمالي کارولينا له ګټلو وروسته اوس نوموړی د جورجيا ايالت کې هم بريالی شوی دی.

    د ټاکنو نقشه تر ډېره د ۲۰۱۶ کال ټاکنو ته ورته ده، هغه مهال ډونلډ ټرمپ کامياب شوی و.

    د امریکا ټاکنې