له کندهاره روغتيايي ډله د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هرات ته تللې
په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۳۷ ډاکټرانو او نرسانو په ګډون لس روغتيايي ډلې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه هرات ولایت ته استول شوې دي.
د کندهار ولايت مقام کي د مرستو د رسولو د همغږۍ په موخه غونډه جوړه شوې وه.
د ياد ولايت د عامي روغتیا رئیس محمد ادم مسلم وايي، دغو روغتيايي ډلو له ځانه سره دوه ټنه درمل هم لېږدولي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای













